نظــر

د هېواد رښتينى زويه !

نن، چې ستا په لرغوني او تاريخي هېواد څه تېريږي او د هغه د نامه بدلولو يا وېش لپاره د پلورل شويو او له ځان څخه د پردي شويو غوښينو مرتبانونو لخوا څه تېريږي كله دلته او كله هلته غونډې روانې دي، ته پرې پوهيږې او دغه ټول شيان په غړيدليو سترگو ډېر ښه گورې.

ته پوهيږې، چې ستا په ښايسته، ښكلي او سمسور هېواد كې د كينې، حسد  او  تعصب د تباه كوونكيو او بربادوونكيو عواملو له مخې د جگړې اور بل دى او له ټولو مادي او معنوي ملي ارزښتونو څخه يې خپله ناولې ژبه تاو كړې ده، ډېر ښه پوهيږې.

آيا په دې هم پوهيږې، چې دغه اور چا بل كړى، څوك ورته لمن وهي او څوك يې د تازه كولو پاتې كيدلو هڅه كوي، چې ټول عمر بل وساتل شي او دغه افغان ضد عمل ته يې ولې ملا تړلې ده ؟
دا اور څوك وژني، څنگه به يې وژني اود كوم هدف لپاره به وژل كيږي؟

دغو ټولو پوښتنو ته ځواب پيدا كول د هغه چا كار دى، چې د هېواد، د خپلو پلرونو او نيكونو د پت او شملو ساتلو سره سپيڅلې او رښتينې مينه ولري.

پر دې بايد اعتراف وكړو، چې افغانان د خپلو مسايلو د حل په برخه كې گډه ژبه لري او په دغه گډه ژبه له هر چا او هر پردي ډېر او ښه پوهيږي، دوى د خپلو ملي مسايلو د حل لپاره په تېره بيا په هغه وخت كې، چې د هېواد ملي شتون له خطر سره مخ شوى دى، خپل ټول ذات البيني اختلافونه يې شاته غورزولي په خپلو كې سره جرگه او مركه شوي، له هر راز تبعيض او توپير پرته په يوه ټغر او يوه چرگۍ ناست دي او دغو مسايلو ته يې په ډېره ښه او ملي مينه  د حل لار لټولې ده. دوى په دې ښه پوهيږي، چې زمونږ د كورنيو مسايلو په حل كې د هيچا لاس دومره اغېزمن نه دى او نه په دغه برخه كې پردي لاسونه زمونږ د هېواد ملي گټو او د سيمو گټو ته داسې تاوان رسوي، چې هيڅ راز پېښماني يې نه شي جبيره كولى.
زمونږ دښمانانو ته دا څرگنده ده او بچيانو ته يې هم بايد څرگنده وي، چې زمونږ بنسټيزه موخه د افغانانو نيكمرغي او د يو موټي پراخې ملي واكمنۍ ساتل دي، په يوه ملت كې د مليتونو په نامه د نفاق او شقاق ريښې ځغلول ملي خيانت دى او څوك، چې دغه كار ته لمن وهي په بې لاريبه او بلاشكه توگه ملي خاين دى.   

د هېواد رښتينى بچيه !

زمونږ دښمنان غواړي، چې په بېلابېلو نومونو مو ټوټې ټوټې او سره بيل كړي، په خپلو منځو كې مو وجنگوي او دښمنان مو كړي. ليرې به نه ځو همدا تېرو څو كلونو له دې ترخې تجربې سره مخ كړو او په همدغه تجربه كې مو ډېر څه له لاسه ور كړل. داسې ناولي څيزونه يې راډالۍ كړل، چې ډېر وخت به يې له بوين پيغوره خلاص نه شو.

له دې زيات بايد پخپلو دښمنانو ونه غوليږو. دښمنان مو هيڅكله نه غواړي، چې افغانان دې په عزت كې هوسا او سوكاله ژوند ولري. نور د دې وخت رارسيدلى، چې په خپلو كې د همغږۍ له مخې پر خپلو پرهارونو د خواخوږۍ پټۍ كيدو، په رښتيني توگه په سوله او روغه- جوړه كې ژوند وكړو. يو هدف بايد ولرو، چې هغه د افغانستان خپلواكي، د افغانانو نيكمرغي او د مقدساتو ساتنه ده. د قدرت په پسته گدۍ كيناستلو لپاره د خپلو وروڼو بربادي او تباهي هغه شى دى، چې نورو را باندې تپلې او مونږ يې د تباهۍ او بربادۍ د گړنگ او پاڼ په غاړه درولي يو. ډېره لږ بې احتياطي به مو تل له تباهۍ سره مخ كړي.

هغه تش په نامه اقتدار او واكمني دې اور پسې شي، چې د گدۍ پښې يې د زرگونه افغانانو د مړو د جسدونو په ټټر ولاړې وي او هدف يې د افغان دښمنو عناصرو د هدفونو تر سره كول وي.

څوك، چې ځان د افغان بچى بولى او هدف يې د افغان ولس خدمت وي هغه بايد د خلكو رايو ته مراجعه وكړي. هيڅ افغان ته  نه دي په كار، چې د لويې جرگې له رايې او نظريې څخه ووېريږي او د خلكو رايو ته مراجعه  د ځان په ضرر وبولي. لويه جرگه زمونږ ملي او ديني عنعنه ده؛ تېر وختونه  څه، چې احمد شاه بابا او ميرويس نيكه په همدې ملي او ديني ارزښت د خلكو د مشرۍ جوغه پر سر ايښې.

راځئ، چې د قرآن  له دغه امر” و شاورهم فى الامر”  سره سم د خپلو وروڼو وژنه پريږدو، خپل هېواد له ورانۍ وژغورو، جوړ يې كړو او بل چاته لاس تر زنې كيننو؛ ځكه افغانستان د جرگو كور دى او د جرگو په پرېكړه به جوړيږي.

پرې چې دا جهان ودان وي تل سمسور افغانستان وي
د جرگو ښكلي وطن كې شملې نيغې د هر ځـوان وي

د وياړ ژوند مو په جرگه دى، جرگو تل دښمن شړلى
مــونږ د هغــــه پلار بچي يــــو چې ظالـم يې ځغلولى

بل چاته لاس تر زنې كيناستل، چې دې به راته وطن او هېواد جوړوي په لوخه  ملا تړل دي؛ ځكه، چې:

دا وطن مونږ وران كړى او همدا مونږ به يې جوړوو. له پرديو تمه كول خطا كار دى او دا خطا كار به د شرم او پيغلو اميل زمونږ غاړكۍ گرزوي.

—-

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x