دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( نهه پنځوسمه برخه )

محمد نعیم

په سورت ص کې الله پاک د حورو په اړه وايي: (  وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ أَتْرَابٌ (52)  ژباړه: او له دوی ( نیکو بنده ګانو ) سره به بند نظرې، مات نظرې، سره همزولې حورې وي، یعني داسې حورې به وي چې نظرونه یې یوازې تر خپلو خاوندانو پورې بند وي، له ډېر ناز او نخرو  به خپلو خاوندانو ته په مړاوو سترګو ګوري، په خپلو کې به سره خوږې، مینه ناکې او همغږې وي، ټولې به په یو منګ، معمولا دهمزولو پیغلو تر منځ کرکې او نفرتونه نه وي, د خاوند لپاره د مېرمنو تر منځ ستونزې او جنجالونه لویه ستونزه وي، څه چې ژوند یې ټول ورته تریخکړ وي [1]

په سورت الرحمن کې الله جل جلاله فرمايي: ( فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ (56 )، ژباړه: په دې بسترو کې چې استرونه یې زر اوبدل شوي یا ورېښم وي، داسې بند نظرې، مړاو سترګې او مات نظرې پېغلې وي چې له دې نیکو بنده ګانو مخکې نه انس ور لنډ شوی وي او نه جن. له خپلو خاوندانو پرته به د بل چا په لوري نه ګوري، بلکې په جنت کې به خپل خاوندان تر هر څه غوره او ښکلي ورته ښکاري.[2]

ورپسې په یو څو نورو آیتونو کې داسې راځي: ( فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ (70) …حُورٌ مَقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ (72) لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ (74)

ژباړه: په دې څلورو باغونو کې – چې مخکې یې یادونه شوې – نیک خویه، ښکلې، د تورو او غټو سترګو والا سپینې پیغلې دي، د ملغلرو په خیمو یا کورونو کې داسې حورې دي چې یوازې تر خپلو خاوندانې پورې ځانګړې دي، نه به بل چا ته ګوري او نه به یې له خپلو خاوندانو پرته بل چا ته زړه کېږي، او ددې معنی دا نه ده چې له خپلو خیمو او کورونو به بالکل بهر ته نه راوزي، بلکې په لارو او کوڅو کې به نه ګرځي، که نه د خپلو کورونو په باغونو او باغچو کې د چکر وهلو لپاره به ګرځي را ګرځي، لکه په دنیا کې د پاچاهانو لورانې، په اصل کې دښځو د اصلیت او نجابت یوه نښه دا ده چې دنامحرمو له نظرونو څخه پټې او په امن وي، داسې پاک لمنې او ستره ښکلې او سپینې پېغلې دي چې له خپلو خاوندانو مخکې نه کوم انسان ور لنډ شوی او نه کوم پیری.  [3]

په پورتني لومړي آیت کریمه کې دا خبره هم یاده شوې چې په جنت کې به مېرمنې داسې نه وي لکه په دنیا کې، په دنیا کې معمولا ښځې څو ډوله دي:

۱- ښکلې او نیک خویه.

۲ – بدرنګې او بد خویه.

۳ – ښکلې او بد خویه.

۴ – بدرنګې او نیک خویه.

لومړي ډول ډېر کمې، او د بختورو په برخه کېږي. دوهم ډول هم کمې خو د کم بختو په برخه کېږي، دریم ډول تر دوهم ښې دي، او څلورم ډول بیا تر دوهم او دریم دواړو ښې دي؛ ځکه له ظاهري ښکلا نه باطني ښکلا غوره ده. بل دا چې ښکلې مېرمنې معمولا خپله ښکلا په خاوند خرڅوي.

په جنت کې به یوازې لومړی ډول ښځې وي، ښکلې او نیک خویه، او دا ځکه چې له ګډ ژوند نه موخه یوازې نفسي غریضه مړول نه دي، بلکې نفسي ډاډ او سکون، خوښي او خوشحالي د ګډ ژوند یوه ستره موخه ده، خو د جنت د مېرمنو د ښکلا او نیکخویۍ، ډاډ او سکون پرتله ددنیوي مېرمنو له ښکلا او نیکخویۍ، ډاډ او سکون سره اصلا د تصور وړ نه ده! أين الثرى و أين الثريا ( چېرته ځمکه او چېرته آسمان )

په سورت الدخان کې راځي: ( كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُمْ بِحُورٍ عِينٍ (54 ) ژباړه: همدارنګه مو نیکو بنده ګانو ته پاکې، رڼې، ښکلې او ځلیدونکې، مړاو سترګې، مات نظرې او بند نظرې، د غټو غټو سترګو، نریو سترغلیو او اوږدو باڼو خاوندانې پېغلې په نکاح کړې دي[4] امام بغوي رحمه الله وايي له تزویج نه مراد نکاح نه ده، بلکې جوړه والی مراد دی، یعني له حورو سره به مو جوړه جوړه کړې وي، دوه دوه به مو کړې وي،[5]  که څه هم امام بغوي رحمه الله په خپل تفسیر معالم التنزیل کې په دې اړه نور څه نه دي ویلي، خو امام الوسي رحمه الله یو څه تفصیل کړی، هغه وايي ځینې علماء وايي په جنت کې له حورو سره نکاح نشته، هلته حورې داسې دي لکه په دنیا کې مینځې، یعني د نکاح عقد ته اړتیا نشته، له نکاح پرته هر څه کېدای شي، ځکه نکاح تړل یو ډول تکلیف او الزام دی، او په جنت کې تکلیف او الزام نشته، خو ځینې نور  علماء وايي نکاح شته، تکلیف او الزام هم شته،خو هلته به جنتیان په التزام کولو هېڅ ډول مشکل نه احساسوي[6]  په هر صورت که له حورو سره نکاح وي او  که نه، اصل هدف یو دی، هغه دا چې حورې به د جنتیانو په چوپړ کې، او د دوی د مېرمنو په څېر وي.

او په سورت الطور کې الله پاک د جنتیانو او متقیانو په هکله وايي: ( مُتَّكِئِينَ عَلَى سُرُرٍ مَصْفُوفَةٍ وَزَوَّجْنَاهُمْ بِحُورٍ عِينٍ (20)

ژباړه: په داسې حال کې چې په کتار یو او بل ته مخامخ اېښودل شویو کټونو یې تکیې او ډډې وهلې وي، او ښکلې، سپینې، رڼې، پاکې او ستره، د غټو سترګو، اوږدو باڼو او نریو سترغلیو خاوندانې ، بند نظرې او مات نظرې پېغلې مو ور سره جوړه کړې یا ورته په نکاح کړې دي.[7]

په سورت النبأ, آخري جزء کې الله تعالی د حورو یو بل صفت داسې بیانوي: ( وَكَوَاعِبَ أَتْرَابًا (33)، ژباړه: او د متقیانو لپاره سپینې، د غټو او تورو سترګو والا همزولې پیغلې دي، کواعب جمع د کاعب ده، کاعب په عربي ژبه کې هغې ښخې ته ویل کېږي چې سینې یې نه وي راځړېدلې، بلکې کلکې، غونډې یا ګردې، لږ راوتلې او لوړې وي، چې دا د تازه ګۍ او ځوانۍ نښه ده، او دا صفت په پیغلو کې وي. اتراب جمع د ترب ده، تِرْب په عربي ژبه کې هم سن او همزولي ته ویل کېږي.[8]

امام بغوي رحمه الله د سورت ( ص ) د ۵۲ آیت په تفسیر کې وايي چې په جنت کې به د ټولو عمرونه دري دیرش کاله وي، چې همدا د ځوانۍ مغز دی، خو امام الوسي رحمه الله بیا د سورت النبأ د پورتني آیت په تفسیر کې وايي چې په ځینو تفاسیرو کې راغلي چې په جنت کې به د مېرمنو عمرونه شپاړس، او د نارینه وو به دري دیرش کاله وي، که د قرآن کریم پورتني آیت او بیا دنیوي واقعیتونو ته وکتل شي د امام الوسي خبره ډېره پر ځای ښکاري؛ ځکه کاعب له کعب څخه اخیستل شوی، او کعب د پښې ښنګري یا بجلک ته ویل کېږي، په دې معنی چې کاعب هغې نوې پیغلې ته ویل کېږي چې سینې یې د پښې د ښنګري په کچه را پورته شوې وي، یعني نویې پېغله شوې وي، او نارینه تر ټولو زیات همدا ډول پېغلې خوښوي، او کوم چې د دري دیرش کلنۍ خبره ده، د نارینه وو په اړه بالکل پر ځای ده، خو د پېغلو په هکله دا عمر په دنیا کې ډېر دی، بیا هم د جنت او جنتیانو حالت له دنیا سره هېڅکله نشي پرتله کېدی، کېدای شي په جنت کې پېغلې په دري دیرش کلنۍ کې داسې وي لکه په دنیا کې په شپاړلس کلنۍ کې. خو بیا هم دا یو حقیقت دی چې د نر او ښځې تر منځ خلقي او فطري توپیرونه په دنیا او آخرت دواړو کې شته، نو چې د نارینه وو عمرونه دري دیرش وي، د ښځو به له دې کم وي. و الله اعلم.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] – پورتني ماخذونه.
[2] – پورتني ماخذونه.
[3] – پورتني ماخذونه. تفسیر السعدي، سورت الرحمن، آیت ۷۲.
[4] – تفسیر الطبري، سورت الدخان، آیت: ۵۴.  تفسیر ابن کثیر، سورت الدخان، آیت: ۵۴.
[5] – تفسیر البغوي، سورت الدخان، آیت: ۵۴.
[6] – تفسیر روح المعاني، سورت الدخان، آیت: ۵۴.
[7] – تفسیر الطبري، تفسیر ابن کثیر، تفسر البغوي، تفسیر روح المعاني، سورت الطور، آیت: ۲۰.
[8] – پورتني ماخذونه، تفسیر السعدي، سورت النبأ. أيت: 33.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x