دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( شپېتمه برخه )

محمد نعیم-

په سورت الواقعة کې الله تعالی د حورو په اړه فرمايي: ( إِنَّا أَنْشَأْنَاهُنَّ إِنْشَاءً (35) فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا (36) عُرُبًا أَتْرَابًا (37)

ژباړه: پرته له شکه مونږ دوی له سره پیدا کړې دي، او بیا مو پېغلې ګرځولې دي، په خبرو، ناسته او پاسته کې مو نازنینې، نازولې او نازبينه، مینه ناکې او په خپلو خاوندانو مینې کړې دي، او په خپلو کې مو سره همزولې او خواخوږو ګرځولې دي. ( عُرُب ) د عروب جمع ده، لکه ( رسل ) چې د رسول جمع ده، عروب هغې ښځې ته ویل کېږي چې له خپل خاوند سره مینه کوي، ځان خاوند ته ورلنډوي، په ځانګړو حرکاتو دخاوند پام د ځان په لوري کوي، خاوند ځان ته جلبوي، ځانګړی ناز او نخرې کوي، د ښځتوب اصل پکې وي، تکبر نه، بلکې عاجزي او تواضع وي پکې، مفسرین کرام فرمايي چې له پورتني آیت نه مراد هغه ښځې دي چې په دنیا کې زړې بوډۍ مړې شوې دي، الله تعالی به هغوی له سره پېغلې او تازه کړي،  ددنیا ټولې بدخویۍ به ترې لیرې کړي، او ځینې نور مفسرین فرمايي چې له دې آیت نه مراد حورې دي، ځکه چې په مخکنیو آیتونو کې هم د حورو یادونه شوې ده[1] په هر صورت هر څنګه چې وي، که دنیوي ښځې مراد وي او که حورې، په جنت کې به له هر ډول دنیوي خیریو او ناوړتیا او ناولتیا څخه پاکې ستره، خوشحاله د جنتیانو په چوپړ کې به وي.

دا په قرآن کریم کې د حورو یا جنتي ښځو په هکله راغلي ځینې آیتونه دي، په مبارکو احادیثو کې هم د حورو په اړه ځینې روایت راغلي چې هغه به هم یو څه دلته راوړو، له دې وروسته به بیا د شهیدانو په اړه چې اصلي موضوع ده، خبرې وکړو.

په بخاري شریف کې د یو حدیث په یوه برخه کې د حورو په اړه داسې راځي: (  يُرَى مُخُّ سُوقِهِنَّ مِنْ وَرَاءِ الْعَظْمِ وَاللَّحْمِ  ) [2] ژباړه: د پنډیو د هډوکو ماغزه به یې له غوښې او هډوکي دننه ښکاري. یعني داسې به رڼې، پاکې، صفا او شفافې وي چې آن د بدن په هډوکو کې به یې ماغزه ښکاري. د امام احمد په مسند کې راځي: (  يُرَى مُخُّ سُوقِهِمَا مِنْ وَرَاءِ الْحُلَلِ ) [3] ژباړه: د پنډیو د هډوکو ماغزه به یې له جامو او ګاڼو ښکاري.

له دې او پورتني حدیث نه معلومېږي چې د حورو خپل خلقي جوړښت به داسې روڼ، پاک او ستره وي چې په هډوکو کې به یې ماغزه ښکاري، او له دې وروستني حدیث نه ښکاري چې داسې جامې به اغوندي چې بدن یې ترې ښکاري، نو هم به یې د بدن جوړښت روڼ وي، او هم به یې جامي رڼې وې.

که فکر وشي اوس په دنیا  کې داسې جامې راوتلې دي چې بدن ترې ښکاري، نو په آخرت کې داسې جامې چې بدن ترې ښکاره شي څه عجیبه خبره نه ده، چېرته دنیا او چېرته آخرت! همدا ډول که انسان خپلو نوکانو ته وګوري پوهېدی شي چې په هډوکو کې به ماغزه څه ډول لیدل کېږي. ټول وینو چې نوکان له یو ډول ځانګړي رڼه کلک هډوکي جوړ شوي، داسې چې که هر څو پېرړ وي، بیا هم بل لوری پکې ښکاري.

له جلیل القدره صحابي حضرت ابن مسعود رضی الله عنه څخه داسې یو روایت شوی: ( عن ابن مسعود قال: إن المرأة من الحور العين ليرى مخ ساقها من وراء اللحم والعظم من تحت سبعين حلة ، كما يرى الشراب الاحمر في الزجاجة البيضاء ) [4]

له ابن مسعود رضي الله عنه څخه موقوف روایت دی، وايي: د حوریې ښځې د پنډۍ د هډوکي مغز له اویا جوړه جامو د لاندې د غوښې او هډوکي  دننه داسې ښکاري لکه په سپین شیشیي بوتل یا سپینه هنداره کې چې سره شربت ښکاري. او دا د نوموړې د بدن او جامو د بشپړ روڼوالي او باریکوالي له امله.

دېته ورته روایت امام ترمذي او امام ابن حبان مرفوع راوړی ( عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « إِنَّ الْمَرْأَةَ مِنْ نِسَاءِ أَهْلِ الْجَنَّةِ لَيُرَى بَيَاضُ سَاقِهَا مِنْ وَرَاءِ سَبْعِينَ حُلَّةً حَتَّى يُرَى مُخُّهَا وَذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ يَقُولُ (كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ) فَأَمَّا الْيَاقُوتُ فَإِنَّهُ حَجَرٌ لَوْ أَدْخَلْتَ فِيهِ سِلْكًا ثُمَّ اسْتَصْفَيْتَهُ لأُرِيتَهُ مِنْ وَرَائِهِ ).[5]

ژباړه: له عبد الله بن مسعود رضی الله عنه څخه او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې فرمایلي یې دي: ( د جنت د ښځو د پنډۍ سپینوالی له اویا جوړو جامو د لاندې ښکاري، تر دې چې د پنډۍ د هډوکي مغز یې ښکاري، او دا ځکه چې الله تعالی فرمايي: دوی په روڼوالي کې د یاقوتو او په سپینوالي کې د مرجانو په څېر دي، هر چې یاقوت دي دا یوه ګرانبیه تېږه ده، که یې په یو تار کې وپيې، او بیا یې پاکه او صفا کړې هرو مرو به تار درته پکې ښکاره شي.

په یادو او همدا رنګه نورو مبارکو احادیثو کې د بدن له ټولو غړو څخه پنډۍ یادېږي، د پنډۍ د هډوکي ماغزه به یې ښکاري، سره له دې چې په بدن کې نور هډوکي هم شته، د پنډۍ د یادولو حکمت به څه وي؟ کیدای شي یو حکمت پکې دا وي چې د بدن نور هډوکي یو څه جوت او څرګند وي، خو د پنډۍ هډوکي د بدن تر ټولو هډوکو زیات په غوښو پوښلی وي، نو چې پنډۍ یې دومره رڼې او شفافې وي چې په هډوکو کې یې ماغزه ښکاري، نور بدن به یې څومره روڼ او په نورو هډوکو کې به یې هرو مرو ښکاري. بل دا چې معمولا د خلکو تر منځ کله چې د ښځو د سپینوالي او روڼوالي خبرې کېږي، پنډۍ یې یادېږي، کېدای شي همدې معمول او عرف ته په کتو سره پنډۍ یادې شوې وي.

دا چې حورې له څه نه جوړې شوې دي؟ امام طبراني داسې روایت راوړی: ( عَنْ أَبِي أُمَامَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:” خَلَقَ اللَّهُ الْحُورَ الْعِينَ مِنَ الزَّعْفَرَانِ “.[6] ژباړه: له ابو امامه رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله جل جلاله حورې له زعفرانو څخه پیدا کړې دي.
که په غور پام وشي په زعفرانو کې څو مهم صفتونه د پام وړ دي، یو دا چې خورا باریک او نازک دي، بل نرم او پاسته، د ځانګړي غوړوالي، لوندوالي او بوی تر څنګ ښکلی او ښایسته زړه راښکونکی رنګ هم لري. د یادونې ده چې دا د دنیا د زعفرانو په اړه، هر چه خبره د آخرت د زعفرانو ده، هغه له دې معلومېږي چې د آخرت او دنیا تر منځ پرتله او یو او بل ته یې ورته والی اصلا له تصور نه بهر خبره ده.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] – پورتني ماخذونه.
[2] –  صحیح البخاري، باب ما جاء في صفة الجنة.
[3] – مسند احمد, باب مسند أبي هريرة رضي الله عنه.
[4] –  مصنف عبد الرزاق, ج 11, ص 414, المعجم الكبير للطبراني, ج 8, ص 90. الزهد و الرقائق لعبد الله بن المبارك بن واضح المروزي, أبو عبد الله, حبيب الرحمن الأعظمي, دار الكتب العلمية, بيروت.
[5] – سنن الترمذي, باب في صفة نساء أهل الجنة. صحيح ابن حبان, باب ذكر الأخبار عن وصف نساء الجنة.
[6] – المعجم الكبير للطبراني, ج 7, ص 223. المعجم الأوسط للطبراني, باب من اسمه أحمد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x