د محمد صلی الله علیه وسلم يتيم کيدل

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

له پلار څخه يتيم کيدل

محمد ابن سعد ويلي چې ده ته محمد بن عمر (يعنې واقدي) محمد بن عبيده يزيدي او سعيد ابن ابی زيد د ايوب ابن عبد الرحمن صعصعه په حواله بيان وکړ چې عبدالله بن عبدالمطلب د شام لور ته د تجارت له سامان سره تللی وو، چيرته يې چې د قبايلي قريشو له کليو څخه په يوه کلي غزه کې د تجارت سامان خرڅ شوی وو، د سامان له خرڅيدو وروسته مکې ته راتلل چې په مدينه کې ناروغه شو، او د خپلو دوستانو د بني عدي بن نجار له ماماخيلو سره پاتې شو، او هلته تر يوې مياشتې پورې پاتې شو، د ده هغه ملګري کوم چې له ده سره له مکې نه شام ته د تجارت لپاره تللي وو مکې ته واپس راغلل.

عبد المطلب له دوی څخه د خپل زوی عبد الله پوښتنه وکړه دوی په ځواب کې ورته وويل هغه يې له ماماخيلو بني عدي بن نجار سره په مدينه کې پريښود او دوی راغلل ځکه چې هغه ناروغه وو.

عبدالمطلب چې دا خبره واوريده نو تر ټولو مشر زوی حارثه يې د هغه د حال معلومولو لپاره مدينې ته وليږه، مګر حارثه چې هلته ورسيد ورته معلومه شوه چې عبد الله وفات شوی او په دارالغابغه کې ښخ (دفن) کړی شوی دی.

کوم وخت چې حارثه د عبد الله د وفات له خبر سره واپس مکې ته راغی او خپل پلار عبدالمطلب يې خبر کړ نو د همدغې خبرې په آوريدو بې هوشه شو او د عبد الله نورو وروڼو هم په چيغو چيغو ژړل، په دې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مور په خيټه کې وو، کوم وخت چې عبد الله بن عبدالمطلب د اجل داعي ته لبيک ووايه په دې وخت کې پنځه ويشت کلن وو.

واقدي فرمايلي چې : د وفات په وخت کې د عبد الله بن عبدالمطلب د پنځه ويشت کاله عمر ثبوت او د دې تصديق په هغو روايتونو سره شوی کوم چې تر دې وخته زمونږ لاسته راغلي دي.

محمد بن سعد فرمايلي دا خبره پوره ثبوت ته رسيدلې چې کوم وخت عبد الله بن عبدالمطلب وفات شو په دې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مور په خيټه کې وو .

د ګوتو په شمير يو څو تاريخ ليکونکي وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د پلار له مړينې دوه مياشتې مخکې پيدا شوی وو .

مکې ته يې د مرګ په خبر را رسيدلو بي بي آمينې لاندې د غم او ژړا ډک وير ووايه :

عَفَا جَانبُ البطحاء ِمن ابن هاشمِ                           وجاور لَحدًا خارجًا فی الغَمَاغِمِ

دَعَتْهُ المَنَايا دعوةً فأجابَها                                    وماترک فی الناس مثل ابنَ هاشمِ

عَشيّةَ راحوا يحملونَ سَريرَهُ                                تَعَاوَرَهُ أصحابُهُ فی التّزَاحُمِ

فاِن يکُ غالتهُ المَنايا وَرَيْبُهَا                                  فقد کانَ مِعْطاءً کثيرَا لتراحُمِ    .

ژباړه : د هاشم له زوی (عبد الله) څخه بطحاء (مکه) پاتې او ليرې د ويرجنو چيغو او ژړاګانو په بدرګه د لحد غيږې ته ورغی.

مرګي وغوښت په ورين تندي ورغی، او مرګي د هاشم د زوی انډول په خلکو کې پرې نښود، ماښام ناوخته ورپسې راغلل او د ګڼې ګوڼې په مينځ کې يې دوستانو لحد ته وسپاره.

هو ! مرګ مړ کړ خو نوم به يې تل ژوندی وي ځکه چې د سخا څلی او پر هر چا زړه سواند وو.

عبد الله له ځان وروسته يوازې پنځه اوښان، کوچنی ګنډک اوزې، برکة نومې حبشي مينزه چې (ام ايمن) يې کنيه وه او وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم رضاعي مور هم شوه په ميراث پريښي وو .

له مور څخه يتيم کيدل

د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکې سينې له څيرلو وروسته له بي بي حليمې سره انديښنه پيدا شوه چې هسې نه محمد صلی الله علیه وسلم ته کوم تکليف ونه رسيږي، ځکه يې هغه خپلې مور بي بي آمينه ته را ووست او ټوله واقعه يې ورته بيان کړه، بي بي آمينه چې دا واقعه واوريده بيخي حيرانه شوه، د هغو انوارو، تجلياتو، خير او برکتونو يادونه يې وکړه کوم چې د حمل او پيدا کيدو پر مهال را ښکاره شوي وو، او دا يې وويل چې زما د همدغه زوی به لوی شان وي، دغه نيک بخته کوچني ته د شيطان رسيدل ممکن نه دي، ته خاطر جمع اوسه، هيڅوک نقصان نشي ورته رسولای.

بي بي حليمه بيرته واپس کور ته ولاړه او محمد صلی الله علیه وسلم له خپلې مور بي بي آمينه سره پاتې شو، هر کله يې چې عمر شپږ کاله شو نو بي بي آمينه مدينې منورې ته د تلو اراده وکړه او محمد صلی الله علیه وسلم يې هم له ځان سره روان کړ، ام ايمن هم ور سره وه، يوه مياشت يې له خپلوانو سره تيره کړه، د بيرته راتلو پر مهال په (ابواء) نامي ځای کې ناروغه شوه، هملته وفات شوه او هم هلته دفن کړی شوه انا لله وانا اليه راجعون .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د