دیني، سیرت او تاریخ

سياست او حکومت د اسلام له نظره (۷)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

د امام د ټاکلو وجوب او اړتيا

څرنګه چي بشر مدنى الطبع دى او فطرتاً د خپل ژوند د اړتياو د پوره کولو په خاطر بايد ټولنه تشکيل کړي تر څو د هغې په مټ يو له بل سره خپلې اړتياوې پوره کړي، اما د مادياتو د حصول او غرائضو له لحاظه کله نا کله حيواني يا د ځناورو غرائض په دوی باندې تسلط پيدا کوي، او د دوی ترمينځ منازعات او جګړې رامنځته کيږي چې په پايله کې د جنګ جګړې او د يوې طائفې په بلې باندې د يرغل او هجوم موجب ګرځي، که څه هم يو شمير الات او اسباب د ځناورو د تجاوز د مخنيوي دپاره په لاس کې لري کوم چې د هم نوع د تجاوز د مخنيوي لپاره مفيد ندي، نو له همدې کبله ضروري ده چې د دې تجاوز د دفع کولو لپاره د دوى د خپلې نوعې وسيله پيدا کړي چې هغه د امام له ټاکلو او نصبولو څخه عبارت دی، کوم چې د دوى له منځه انتخابيږ‌ي او تعينيږ‌ي چې د ځواک او قوت درلودونکى وي ترڅو د دوى تر مينځ تخاصم، تجاوز او جګړې دفع کړاى شي، او هغوی د سوکالى او صلاح لارې ته سوق کړي، چې د همدې ملحوظ له امله په بشري ټولنو کې د امام نصبول او موجوديت حتمي او ضروري دي، اګر چې د ټولنو د غوښتنو، خواهشاتو او عقائدو له مخې د دې مسلط حکومتونو چې په راس کې يې امام يا رئيس وي ډولونه يوله بله متفاوت وي، اما هغو ټولنو ته چې ځانو ته مسلمان وايي، لازمه ده چې د دنيوي سعادت او اخروي کاميابى د لاسته راوړو په موخه، حکومت او زعامت (مشرتوب) د محمدي شريعت سره سم تشکيل کړي.

د امام (مشرتابه يا آمير) د نصبولو وجوب څرنګه چې د ټولنې د ادارې لپاره راعي او حاکم ضروري دى نو ملت ته پکار دي چې امام (خپل مشر)  انتخاب کړي (ونصب الامام عندنا واجب علينا سمعاً وقالت المعتزلة والزيدية بل عقلاً وقال الجاحظ بل عقلاً وسمعاً  الخ….. (المواقف في علم الکلام ص ٣٩٥)

ژباړه : د اهل سنت په نزد د امام درول سمعاً په امت باندې واجب دي، اما معتزله او زيديه د هغه  وجوب عقلي  ګڼي، او جاحظ ويلي چې د امام (آمير) نصبول عقلاً او سمعاً واجب دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کاروان

الله دي درته هدایټت وکړی ټول عمر دي په علمی غلاکې تير کړ ،په دې کاغذي شهرت څه کوې، خلک خره نه دي؟!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x