
کابل قلعه فتح الله کې درنه چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ښار قلعه فتح الله نهمه کوڅه کې درنه چاودنه وشوه.
لومړني راپورونه وايي، چې چاودنه پر يو بهرني مېلمستون شوې ده او داسې ښکاري، چې چاودنه د سرتيري بريد پر مټ شوې.
ويل کيږي، چې سيمه کې بهرني اتباع په نښه شوي دي.
امنيتي ځواکونو د پېښې ځای کلابند کړی او څوک نه ورپرېږدي.
د چاودنې له د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
ولی سپین ته تور اوتور ته سپین ویل کیږی؟ ددموکراسی دور دئ، ډیری سترګی ړندی شوی ،ډیر هغه زړونه چی پرون دحق په لټه کی وو نن مهر پری کږیدلئ ، ډیر هغه غوږونه چی پرون دحق دبیان په وخت کی به داسی متوجه وو تابه فکر کاوه چی ساه تری وتلی ولی نن هماغه غوږونه کاڼه شوی ، هماغه سترګی نن دحق له لید څخه ړندی شوی اوهماغه زړونه داسی سخت شوی ته به وایی چی دفولادو پوښ دی ورکړئ(خَتَمَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عظِيمٌ )البقرة ۷ ددی آیت په تفسیر کی مو… نور لوستل »