ټولنیزه برخه

د خپل کور جنت جوړول ستا دنده ده

لیکوال: شیخ مظہر الحموی، لبنان
ژباړن: عبدالمالک همت، کابل

☼    د مېرمني په توګه ته به خپل کور کی د خوشبویه ګل غوندي يې. نو کله چي ستا مېړه کور ته ننوزي ته د دې خپلي خوشبویۍ احساس ورته ورکړه.

☼    په خپله هره خبره او کړنه د خپل ژوند د ملګري د راحت او هوسايۍ اسباب برابر کړه.

☼    ټولي خبري ساده او د زړه له کومي کوه. له کترو او تانو او له بحث او د خبرو له تکرارولو څخه به بشپړه توګه ډډه وکړه.

☼    د خپل ژوند ملګری د کور د مشر په توګه د مشرتوب په حقيقي او رښتیاني مفهوم سره ومنه او دا درک کړه چي يوې ښځي ته د نارينه مشري او د کور او کهول څارنه څونه شديده اړتيا ده. دا منفي خیال هيڅکله په زړه کي مه درګرځوه چي دا مشري د ښځي سره ظلم او بې عدالتي او د هغې د حقوقو تر پښو لاندي کېده دي.wada (3)

☼    د خپل ژوند د ملګري په مخ کي آواز مه پورته کوه.

☼    کوښښ وکړه چی تاسي دواړه د شپې د تهجد لمونځ يو ځای وکړي. په دې سره به ستاسي دواړو په نورانیت، سعادت، سکون، ډاډ او مينه او محبت کي زښت زیات ډېروالی راسي.

☼    د خپل ژوند د ملګري د ناراضه کېدو په وخت کي بالکل پټه خوله سه. تر څو دي هغه نه وي پخلا کړی مه بيدېږه. په یاد دي وي چي ستا د ژوند ملګری یا ستا جنت دي یا ستا دوږخ.

☼    کله چي هغه له کوره د وتلو لپاره چمتو کيږي، نو د هغه په مخ کي واوسه او کله چي روانيږي رخصت يې کړه.

☼    هغه ته د هغه د کالو په انتخاب کي د خپلي خوښي احساس هم ورکړه او به خپله د هغه لپاره کالي وټاکه.

☼    د هغه د اړتيا وړ شيانو په ساتلو او برابرولو کي له پام او فکر څخه کار اخله، څو ستاسي دواړو به منځ کي ډېري ښې اړیکي پرمخ ولاړي سي.

☼     د خپل ژوند د ملګري له خوا د معذرت غوښتلو انتظار مه باسه او مه هغه په کومه خبره کی معذرت غوښتلو ته مجبوروه. البته دا بیا بېله خبره ده چي هغه په خپله د خپلي تېروتني په اړه معذرت غوښتونکی چلند غوره کړي.

☼    د خپل ژوند د ملګري کالو او د رنګ او بڼي ښکلا ته ځانګړی پام کوه، که څه هم هغه دې چارو ته ډېر پام نه کوي.

☼    تل دا مه غواړه چي ستا د ژوند ملګری دي ستا سره د ميني او علاقې په څرګندولو کي لومړی واوسي، بلکي ته پخپله د دې ميني او رغبت په څرګندولو کي د لومړيتوب کوښښ وکړه.

☼    هره شپه د مېړه لپاره خپل ځان ناوې غوندي جوړ کړه او که زیاته اړتيا نه وي تر مېړه دمخه مه بيدېږه.

☼    د خپل ښه چلند بدله دستي مه غواړه. ځکه زيات مړونه په دې اړه خپل احساسات سمدستي نه څرګندوي یا يې هيڅ نه څرګندوي.wada (2)

☼    د خپل ژوند د ملګري په حال احوالو په ډېره مینه او علاقه سره مشغوله سه، خو ګوره چی دا علاقه دي په تکلف او مصنوعي توګه نه وي.

☼    کله چي هغه له سفر څخه کور ته راورسيږي، نو له ميني او محبت څخه ډکه خوشالي څرګنده کړه.

☼    تل د هغه ډېر ډېر پام ساته، ځکه چی مېړه د لوی څښتن جل جلاله سره د نژدېکت او تعلق ډېره مهمه وسيله باله سي.

☼    تل کوښښ کوه چي د خپل ژوند د شريک په وړاني په ظاهري رنګ او بڼه، خبرو او د هغه په هرکلي کي جدي، موسکۍ او تر وتازه اوسې.

☼    کله چي هغه ستا څخه څه وغواړي، نو ته د دې پر ځای چي مړاوې او کهاله واوسې، چسپاندي کوه.

☼    د کور پاکوالي او اوډلو ته ځانګړی پام کوه، مېړه ته په دې پاملرنه سره وښيه چي دا هر څه ستا د خوشۍ لپاره کوم.

☼    د کور په کار، د کور د لوښو او نورو په ځای پرځای کولو او نظم او اوډلو او وخت ته په ارزښت ورکولو کي له ځانګړي پام او دقته کار اخله.

☼    د کور اوډني(تدبيرمنزل) په اړه هغه مهارتونه چي په ښځو پوري اړه لري خامخا زده کړه.

☼    کله چي ستا د ژوند ملګری کور ته د خوراک، څښاک کوم شی یا کوم بل سامان راوړي، نو مننه ځني کوه او په ستاینه او تعریف يې هرکلی کوه.

☼    د کور د ښکلا او ترتیب او تنظیم لپاره زیات کوښښ کوه، که څه هم ستا مېړه به دې اړه غوښتنه نه وي کړئ، خوته په خپله دې چارو ته پاملرنه کوه.

☼    له اسراف او بې ځایه لګښتونو څخه ډډه کوه، قناعت خپل عادت وګرځوه، څو ستاسي د ګټي او لګښتونو ترمنځ توازن وساتل سي.

☼    د خپل ځان او اولاد په اړه په اړينو چارو کي د خپل مېړه رايي او مشورو ته غوږ نيسه او په دې هکله ځان هغه ته اړه وبوله. خو هغه ته د کوچنیو کوچنيو او نااړينو مسایلو له وړاندي کولو څخه هم ډډه وکړه.

☼    همېشه دی دې ته پام وي چي ته ښځه يې، ځکه نو د خپل ښځيتوب قدر کوه او په ځان کي د خپل ښځيتوب احساس په ښه او مناسبه توګه ژوندی وساته.

☼    کله چي دي د ژوند ملګری له کوم اوږده سفر څخه راستون سوی وي، نو د ده په نه شتون کي له رامنځ ته سوو ستونزو او کړاوونو څخه د شکايت او ناخوښۍ په توګه یادوني مه کوه.

☼    خپلو اولادونو ته هم، د هغو د عمر په پام کي نیولو سره، کور ته د هغو د پلار د راستنېدو په وخت کي د هرکلي کولو آداب ورزده کړه.

☼    کله چي دي د ژوند ملګری کورته راسي، یا له خوبه راويښ سي، یا ډوډۍ خوري، نو د کوچنيانو شکايتونه مه ورته کوه. له دې امله پر مېړه او اولادونو دواړو باندي بدي اغېزي پرېوزي. دغسي شکايتونه په يوه بله مناسبه موکه کي کوه.

☼    کله چي ستا د ژوند ملګری کوچنیانو ته څه د غوږ تاو ورکوي، یا د تنبيه په توګه سزا ورکوي، نو په کار يې کار مه لره.

☼    د خپل مېړه او کوچنيانو ترمنځ د ډېرو ښو اړيکو د ټینګولو کوښښ وکړه، خير دی که دي مېړه هرڅونه مصروف هم وي دا کار وکړه، خو دا کوښښ په داسي يوه حکمت عملي کوه چي د هغه په کارونو کی خنډ رامنځ ته نه سي.

☼    کله چي ستا د ژوند ملګری په خپلو کارونو پسي ليري تللی وي، نو هغه ته دا احساس ورکړه چي د هغه په نه شتون کي د کوچنیانو د روزني کار په ډېره ښه توګه تر سره کوې او د هغه په مشوره ټوله کارونه پر مخ بیايې.

☼    د خپل اولاد د روزني لپاره چي کوم اصول او طريقې پلي کوئ، د هغو د سمدستي پایلو انتظار مه کوه، که نه کېدای سي مېړه د اولادونو له روزني څخه نهيلي یا غافل سي.

☼    د خپلو اولادونو پر غلطيو باندي یوازي تنبيه بسنه نه کوي، بلکي مناسبه سزا هم ورکړئ.

☼    د کوچنيانو د فراغت په وختونو کي او په تېره د هغو په رخصتيو کي د هغو لپاره کومه سمه او مناسبه بوختیا وټاکئ، څو په دې توګه د هغو وړتياوي وده وکړي.

☼    خپل اولادونه خپل دوستان جوړ کړه او د هغو په اړه هغو فطري او طبعي بدلونونو ته متوجه اوسه چي نوي ځوانان پړاو په پړاو ځني تېريږي.

☼    د روزني د عملي بېلګو په غوره کولو سره، د خپلو کوچنيانو شخصي روزني او پالني ته پام  وکړئ او په هغو کي د تهذیب او پاکوخورۍ د رامنځ ته کولو کوښښ وکړئ.

☼    د خپل ژوند ملګري ته د پاملرني، له اولادونو څخه د خبر اخيستني او د کور کار ته داسي يو نظم ورکړه چي د دې دروسرو مسؤوليتونو په ترسره کولو کي توازن رامنځ ته سي.

☼    د خپل ژوند د ملګري د مور او پلار د خپلو مور او پلار غوندي درناوی کوه او د حدمت خیال يې ساته. دوی تاته يو ډېر ښه او قېمتي سوغات کوم چي ستا د ژوند ملګری دی درکړی دی.

☼    د خپل ژوند د ملګري د خپلوانو سره ډېر ښه چلند کوه او د هغو سره د دوه اړخيزو اړیکو ساتلو ته زيات پام کوه، که څه هم ستا د ژوند ملګری له خپله اړخه د هغو سره اړيکو ته زیات پام نه کوي.

☼    د خپل ژوند د ملګري د مېلمنو ډېر عزت کوه او که ناببره کوم مېلمه راغی یا مېلمانه ډېر تله او راتله تندته ګونجی مه ږرکوه او بدخويي مه کوه.

☼    د خپل ژوند د ملګري ضروري کاغذونه، دوسيې او مهم  شیان او اسناد په یوه خوندي ځای کي ساته او چي په کار يې سي ورته راخله يې.

☼    کور دي بايد هر وخت داسي ساتلی وي چی که کوم وخت کوم مېلمه راسي، د خپل کور د ګدوډ او کرلي حالت له امله خجالت ونه باسې. د مېړه کتابونه، دوسيې او د ورځني استعمال شیان په يوه ګوښه ځای کي په ترتيب سره کښېږده.

☼    که دي مېړه کور ته ناوخته راسي د پوښتنو او خوابدتیا پرځای هغه ته دا احساس ورکړه چي ګواکي تايې په مینه او بې صبري سره لار څارل او دا چي ستړیا يې ګاللې ده او د کور دروند بار يې پر اوږو اخيستی دی ويې ستایه.

☼    مېړه ته داسي خبري مه کوه چي تنګ راسي او په غوسه سي. بلکي باید د هغه په مازي اشاره سره پوه سې او د هغه د زړه د په لاس راوړلو کوښښ وکړې.

☼    له خپل مېړه څخه زیاتي ګيلې او شکايتونه مه کوه.

☼    د خپل ژوند ملګري ته دا احساس ورکړه چی ستا کار تر هرڅه لومړی باید وسي او زه ترټولو کارونو دمخه ستا کار کوم، که څه هم ته نور ډېر کارونه هم لرې.

☼    په یاد دي وي چي مېړه دا حق لري چي ستا او ستا د کور والاوو په منځ کي د تر سره سوو چارو او معاملو څخه خبر وي.

☼    ته باید د خپل ژوند ملګري ته دا احساس ورکړې چي  د ده سره زیاته علاقه لري او زیاته مينه ورسره کوې. بریالۍ مېرمن هغه وي چي مېړه يې په دې پوه کړی وي چي مېرمن يې مینه ورسره لري.

☼    که دي کارونه زیات وي او په کور کی زیاتي بوختیاوي لرې، نو داسي ونه سي چي طبیعت خراب کړې او تندي(وچولي) ته غوټي ورکړې.

☼    د خپل کور خبري دباندي مه باسه او د کورنيو رازونو پټ ساتلو ته ډېر پام کوه.

☼    د نورو خلکو سره خپل مېړه مه پرتله کوه، بلکي تل د خپل مېړه ښېګڼو ته ګوره.

☼    په ښځو کي د اصلاح په موخه د کار کولو لپاره کوښښ وکړه چي د مشورو اغېزمني لاري چاري ولټوې، څو په هوسايي، او حکمت عملي، د وخت له ضایع کېدو پرته هدف ترلاسه کړای سې.

☼    ته باید د ژوندانه له هغو مادي معیارونو څخه چي په عامه توګه ښځو پر خپلو ځانونو باندي واکمن کړي دي خبره اوسې، څو نوري ښځي په مناسپو او نرمو خبرو له دې ماديت څخه راوایستلای سې.

☼    که د خپلو خوندو سره کار کوې، نو د هغو د زړونو په لاس راوړلو کوښښ وکړه. بیا به هغوی په پوهه او شعور ستا متابعت وکړي. د خوندو په منځ کي د کار دغه طریقه ډېره مناسبه ده.

☼    په خپلو کارونو کي نوري خوندي درسره ملګري کړه، څو که کله ناکله ته نه يې ستا به نه شتون کي ستا کارونه پرمخ بوزي. په توګه ستا په کارونو کي د زیاتوب مخه نيول کيږي او توازن پکښی راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منیر

الله ج دی دواره لیک والانوته جنت فردوس ورفه نصیب کری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x