نظــر

افغانان یوه ملا عبدالستار ته اړتیا لري

تقریبا پنځوس کاله پخوا د عبدالستار په نوم یو دومره غریب ملا صاحب و چې په کور کې یې مور د مرګ په ناروغي اخته وه ، ده یې روغتون ته د وړلو وس نه لاره او نه یې دومره وس لاره چې له ډاکټر نه دوایې ورته راوړي ، په همدې سخت او د نا امیدي په حالت کې یې مور د ده په مخکي د مرګ سلګۍ وهلې … خپل څښتن ته یې سا ورکړه او وفات شوه ، ملا عبدالستار له سختي غریبي اوبد حالي سره د ډیر قوي عزم خاوند او دپخې ارادې څښتن و .

دژوند سختي پیښې ځیني کمزورې انسانان فلج او شل شوټ کړي او د پاخه هوډ انسان ته عزم ورکړي ارواپوهان وایې سختي پیښې په انسان کې ذهني توفان brainstormingرامنځته کړي او له دې توفان سره یې ویده صلاحیتونه او وړتیاوې راژوندی شي ، وایې انسان په عادي حالاتو کې د خدای ور کړیو وړتیاو او صلاحیتونو 10%کاروي او کله چې یې دژوند سختي پیښې په ذهني توفان کې راولي او ویده صلاحیتونه یې را ویښ شي ، دا فیصدي مخ پر لوړ روانه شي او یو عادي انسان داسې کارونه ترسره ګړي چې هغه يه عادي حالاتو کې هیڅکله نشې ترسره کولی .

ملا صاحب عبدالستار په سختو حالاتو کې د خوږې مور ترخه مرګ له ذهني توفان سره مخامخ کړ فکر یې وکړ چې زما په څیر به څومره بي وسه انسانان له ورته ناخوالو او دردوونکو پيښو سره مخامخ کیږې ، دهغوی ناروغان به په کورونو کې دمرګ سلګۍ ورته وهي او دوی به په تش لاس هیڅ نشې کولی ، دي فکرونو ملا عبدالستار ته پوخ هوډ او دروند عزم ورکړ او په بسپنه یې پیل وکړ له څه مودي وروسته یې دومره پیسې برابري کړې چې یو زوړ ټرک یې واخیست هغه ته یې رنګ ورکړ ، لوحي یې پرې ولګولې او دامبولانس په توګه یې د هغه کارونه پیل کړه اوپخپله به یې چلاوه .

د ملا صاحب اخلاص ، پاک نیت او په رښتیني توګه دبي وزلو او دردیدلو خلکو مرسته او لاسنیوی چې خلکو ولید نو یې مرستې ورسره پیل کړې ، ملا عبدالستار دا مرستې په ډیره امانتداري او صداقت سره لګولې او په خپلو مناسبو او اړو خلکو یې مصرف کولې ، اوداد رفاه عامه اوټولګټو کار یې ورځ په ورځ پرمختګ کاوه ، له یوه ټرک نه خبره څو امبولانسونو او له ناروغانو او بي وزلو سره د ګڼ شمیر مرستو په موخه یې مختلف ځایونه اباد او ودان کړل اخر خبره ترټول ښار پورې ورسیدله او څو کاله وروسته یې داد خیر کار هیواد شموله شو او س د خپل هیواد په هر غټ او وا ړه ښا رکې د د ه دادارې امبولانسونه د بي وسه خلکو سره وړیا مرستې کوي او خبره په یو څو امبولانسونو پورې نده محدوده بلکي له بي وسه خلکو سره یې د ګڼ شمیر مرستو له پاره مختلفي ادارې جوړې کړې دي او آن څو څرخي الوتکي هم لرې او د ناڅاپي پیښو په مهال له خلکو سره د مرستې له پاره کار ورنه اخلي .

نور د ملاصاحب د پیژندني په اړه د درنو لوستوالو تنده نه اوږدوم د ا پر انسانیت مین او دخیر اوښو درنه سټه مولانا عبدالستار ادهي دی ، دی اصلا د هند دګجرات دی په کال ۱۹۲۸م کې زیږیدلی دی په ۱۹۴۷م کې پاکستان ته مهاجر شوی دی او اوس دپاکستان په کراچۍ ښار کې د (ادهي پاونډیشن) په نانه نړیواله اداره د همدې مولانا عبدالستار ادهي ده . دا اداره اوس یواځي په پاکستان کې کار نه کوي بلکي دسیمې په ځیني هیوادونو کې یې هم خپلې څانګي خلاصي کړې دي اوڅه موده مخکي یې زموږ په هیواد کې هم کارپیل کړ ، خدای شته د مولانا تعارف او دهغه د کارونو درپیژندنه مې هم ارموخه نده ، دهغه لویو کارونو هغه ټولې نړۍ ته ورپیژندلی دی اوتاسو کولی شﺉ په نیټ کې له مختلفو ځایونو دهغه پوره ژوند لیک درواخلﺉ ، زما اصلي موخه داده چې موږ افغانانو هم یو مولانا عبدالستار لرلی څومره به ښه وه … 

زموږ ډیری پوهان اوعلماء د هغو موضوعاتو او مسائلوپه اړه ډیر ټینګار کوي چې دوی علاقه او مینه ورسره لري او که رښتیا ووایو ځیني خو لا داسي هم شته چې له هغو موضوعاتو سره ډیره دلچسپي لري چې دنیایې ګټي او شهرت یې پکې وي ، په دي اړه خبرې او لیکنې کوي قراني ایتونه او حدیثونه بیانوي او … ولي د یتیم ، کونډې ، اوبي وسه خلکو په کیسه کې څوک نه دي ، د هغوی په درد او غم د چا زړه نه سوځي … او که زما خبره سمه نه بولﺉ نو راته ووایﺉ چې ولي موږ مختلف لیډران او مشران لرو د سیاست ، ادب او نورو موخو له پاره مو تنظیمونه او ادارې جوړې کړې او لرو یې خو د مولانا عبدالستار په څیر سړی او (ادهي فاونډیشن) په څیر اداره په ټول افغانستان کې نلرو ؟!!

د یتیمانو د پالني او دهغوی د مال او شتمني دساتني په اړه په قرانکریم کې ګڼ شمیر ایتونه راغلې دي ، دا راز د کونډو او مسکینانو په اړه ګڼ شمیر نصوص او شرعي دلایل شتون لري ، د نبوي حدیثو پریمانه رویات د حدیثو په کتابونو کې شتون لري د خلفاء راشدینو په ژوند کې د کونډو یتیمانو او دمجاهدینو د کورنیو په پالنه باندي دومره لارښووني شته چې کتابونه پرې لیکلی شو ، زموږ ولس څو لسیزي جهاد او مبارزه کړې ده او ګڼ شمیر شهیدان او معیوبین یې ورکړې دي له دغو نه څومره بي سرپرسته انسانان پاته دي دهغوی له پاره کومه یتیم خانه یاد کونډو او بي سرپرستو دلاسنیوي له پاره کومه افغاني اداره شتون نلرې . 

په دومره له ستونزو ډک هیواد کې د رفاه عامه چارې او دهغو له پاره کومه نګه افغاني اداره ولي شتون نلرې . مولانا عبدالستار ادهي له پارکستانه راغی زموږ په هیواد کې یې د خپلې ادارې څانګه خلاصه کړه ، زموږ په دومره پراخ هیواد کې ولي دمولانا عبدالستار ادهي په څیر څوک نه پیدا کیږي ، زموږ دمختلفو ډلو ، ډلګیو او ټولنو مشران په ګڼ شمیر هلو ځلو بوخت لیدل کیږي د ولس د خواخوږي دروغژني نارې سورې هم وهل کیږې ، خو د یتیم ، کونډې او دتیرو جهادونو پاته بي سرپرسته خلکو له پاره چا دیاد وړ هیڅ کار ندی کړی .
دا لوړې پوښتنې چې ما رامنځته کړې ډیرې مهمي دي … دا هغه پوښتنې دي چې زموږ د سلهاو زره بي اسرې او بي وزله انسانانو د سختو حالاتو او بدو ورځو په اړه دي ….. زه نه پوهیږم څنګه به زموږ د هیواد قدرت لرونکي ، پوهان او شتمن خلک دې کار ته متوجه کړی شو … ؟!! که د دوی د بیداري او ویښولو له پاره د زړه په وینو لیکلو کرښو اغیز شندلی شوی …. بیا دي دا یو بي ښمره رړه دریدلی وی … الله شاهد دی چې ما به دخپل زړه ویني نه وې سپمولې ….. کاش زما په کومې کې دومره سیکه وی چې د دي بي اسرې او نهیلو یتیمانو او کونډو بوږنوونکی حالت مې د ټولو غوږونو ته رسولې وی … او کاش زما اوښکو یو سیلاب را وستلی شوی ، شور او غوغا یې لګولی شوی …. د یتیم او کونډې سوي اسویلي او آهونه یې له ځانه سره لیږدولی شوی . څو یې زموږ د مستعدو ، قدرت هیواد والو او پوهانو په زړونو اغیز شندلی وی او د مولانا عبدالستا رادهي په څیر یو دردمند او پر انسانیت مین مشر یې پکي پیدا کړی وی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x