نړۍ

اسراییل: تل ابیب کې برید لسو اسراییلیانو ته مرګ ژوبله اړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): د اسراییلو په پلازمېنه تل ابیب کې یوه ناپېژانده وسله وال کس دوه اسراییلان په ډزو وژلي او اته تنه نور یې ټپيان کړي دي، بریدکوونکی تر برید وروسته په تېښته بریالی شوی دی.

پېښه د تل ابیب ښار د ګڼي ګوڼي څخه ډک په یوه رستورانت کې رامنځته شوي، تر برید وروسته سلګونه اسراییلي پولیس د پېښي ځای ته رسېدلي او د برید کوونکي د لټون عملیات یې پيل کړي دي.

د روغتون چارواکو په ټپيانو کې د څلورو تنو روغتیایې حالت د اندیښنې وړ ښودلی دی.

د تل ابیب پولیسو ویلي چې د بریدکوونکي لټون یې پیل کړی خو تراوسه د هغه په نیولو کې نه دي بریالي شوي، دوی همدارنګه وویل چې بریدکوونکی یې پېژندلی مګر د هغه په اړه یې نور وضاحت ور نه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x