
قاضي ابو يوسف «رح» ته دامام ابوحنيفه«رح» غوره نصيحتونه
راټولونکی : عزت الله (نېکمل)
• ترهغه وخته پورې چې ډېر ضرورت درته پېښ نه شي پاچاه ته مه ورځه تر څو عزت او پت دې ترپښودلاندې نشي.
• داسې بايد ونه شي چې دحکومت له وېرې دحق او خپلې رايې مخالف عمل وکړې.
• دهېچا د مقام او حکومت په وړاندې د حق ويلو څخه ډډه مه کوه اوپه زړورتيا سره حق ووايه ځکه چې د حق مرستندوی الله (ج) دی.
• هغه خدمت او دنده چې په ځان کې يې داجرا کولو توان نه لرې هېڅکله مه اختياروه.
• که کوم شخص په شريعت کې بدعت پيداکړي په ښکاره توګه يې غلطي ونيسه تر څو نور خلک د هغه په تقليد او تعقيب کې جرئت ونه کړي.
د علم زدکړه په ټولو شيانو مقدمه وګڼه.
• کله چې تاته د علم د زدکړې په شغل کې وخت پيداشي بيا نودمال پيداکولو لپاره هم همت وکړه ځکه چې د علم اومال حصول په يوه وخت کې مشکل کار دی.له علم وروسته محمدي سنت پرځای اونکاح وکړه خوپه هغه وخت کې چې تاته د کوردارۍ د ټولو ضرورياتو د پوره کولو قدرت حاصل شي.
• په مسجد او لاره کې له خوړلو ډډه وکړه.
• څوک چې له تاڅخه کومه مسئله پوښتي ځواب يې په حقه سره ورکړه او دځانه په پوښتنه کې نور څه مه يوځای کوه.
• په عقايدو کې له عوامو سره بحث مه کوه.
• له خپلو شاګردانو سره درسي سلوک او رفتار وکړه تر څو خلک فکر وکړي چې ستا اولادونه دي.
• په علمي بحثونو کې داسې خبرې وکړه چې دې هغه پوره ثبوت په لاس کې ولرې.
• که کوم بل ځای يا ښار ته ولاړشئ نو د هغه ځای له عالمانو او فاضلانو سره داسې مجلس او صحبت وکړه چې دهغو په فکر کې له تاسره رقابت پيدا نه شي.
• دمناظرې په وخت کې له زړورتيا او خپلواکۍ څخه کار واخله د خوف او ډار يوې ذرې ته په زړه کې ځای مه ورکوه کنه نو فکر دې خرابيږي او ژبه دې لړزيږي.
• کوم خلک چې دمناظرې او بحث په ادابو نه پوهيږي او له حق څخه عملا ً انکار کوي له هغو سره هېڅکله بحث مه کوه.
• د تګ په وخت کې ښئ او کيڼې خواته ډېر مه ګوره.
• په خبرو اترو کې ترخه خبره مه کوه او غږ دې ډېر مه پورته کوه.
• کوم خلک چې ستا ملاقات ته راځي دهغو په مخ کې علمي مسائل ذکر کړه.
• په لمانځه کې دامکان تر حده امامت مه غوره کوه.
• په هر خبره کې تقوا او امانت خپله تګلاره وګرځوه .
• کله چې دې آذان واوريده په بېړه لمانځه ته ځان تيار کړه.
• په هر مياشت کې درې څلور ورځې د روژې نيولو لپاره وټاکه.
• هره ورځ له لمانځه وروسته دقرانکريم تلاوت وکړه.
• له دنيا سره ډېره مينه مه کوه.
• د قرانکريم تلاوت مه قضا کوه.
• د قبرونو زيارت ته ډېر لاړ شه.
• له لهو او لهب څخه پرهېز وکړه.
• او د کاونډيان عيبونه ته دستر په سترګه وګوره.
ومن الله التوفيق