ټولنیزه برخه

کله به له شیشې نه چرګې راباسئ

داد یوه هوښیار او پوه ښوونکي کیسه ده ، دی دعربي ژبي ښوونکی و ، یوه ورځ یې په ټولګي کې شاګردانو ته په داسې حال کې درس ویلې چې د ښووني او روزني د وزارت له خوا داستادانو د ارزیابي دوه کسیز پلاوی هم ولاړ وو ، دا وخت دکال اخیري ازموینو ت ایل څو اونۍ پاته وې ،

د درس په مهال یې یوه زده کوونکي خبرې پرېکړې ، او ورته ویې ویل : استاده عربي ژبه دیره سخته ده ؟!! دي زده کوونکي چې خبره ختموله ټولو زده کوونکو د ده خبره تکرار کړه یو هلته غږیدی بل دا خبره په لوړ اواز کوله او شور جوړ شو استاد یوڅه وخت غلی پاته شو وروسته یې وویل : نن درس نه وایو نن یوه لوبه کوو . زده کوونکي خوشاله شول او دوزارت پلاوی هم متوجه شو .

ښوونکي په تخت باندې یوه داسې دشیشي بوتل انځور کړه چې اوږده تنګه غاړه یې لرله اوپه منځ کې یې چرګه ایساره کړه بیا یې شاګردانو ته وویل : دا چرګه به له دې بوتل نه راکاږﺉ ، په دې شرط چې نه چرګه مړه شي او نه بوتل مات شي . 

زده کوونکو ټولو یې دحل کولو هڅې وکړې خو یوه هم سم ځواب ورنکړ ، د وزارت پلاوي هم ونشوی کړی حل یې کړي ، یوه شاګرد په نا امیدي سره وویل : استاده ! څو چې بوتل مات نشې چرګه نشې وتلی ، اویا که بوتل نه ماتوو نو چرګه مري ، استاد ورته وویل : شرطونه به نه ماتوې ، شاګرد وویل : استاده بیا یې باید هغه څوک وباسي چې پکي ایساره کړې ده ، 

شاګردانو ټولو وخندل ، استاد یې خندا وې په خوله کې ور وچې کړې او ویې ویل : ستاسو ځواب سم دی ، چاچې دا چرګه په بوتل کې ایساره کړې ده هغه به یې راباسي ، اوتاسو هم داسې یﺉ !!
په ذهنونو کې مو دا خبره د ننه کړې ده چې عربي ژبه ډیره سخته ده زه چې هرڅومره کوښښ کوم تاسو ته یې در رزده کړم نشم کولی ، ترڅو چې تاسو دا خبره پخپله له ذهنونو نه یې ایستلي زه نشم کولی تاسو ته عربي ژبه در زده کړم 

د استاد خبره شاګردانو ډیره خوښه کړه ، په دقت سره ځانونو ته متوجه شول او دعربي ژبي زده کول یې اسانه وبلله او اخز یې وکولی شوی چې زده یې کړي . 

د دې کیسې درنه لوستونکیه ! ته له ځانه سره فکر وکړ ه چې په خپل ژوند کې دي څومره چرګې دشیشې په بوتل کې ایسارې کړې دي ، او هک حیران ورته دریدلی یې چې نشم کولی خپلو ناشونو خوبونوته تعبیر پیداکړم ، ته خپلو بندو چرګو یعني دژوند ناپوره او سختو ارمانو او هیلو ته مه خپه کیږه . لومړي په لوی څښتن توکل وکړه ، اوبیا په دي خبره باور پوخ کړه چې کوم شی تا په خپل فکر سخت او ناشونی بللی دی هماغه شی ته پخپله قوي اراده او پاخه هوډ سره اسانه ګرځولی شې ، په قوي اراده سره ته ټول خنډونه ل منځ وړلی شې او دا بندې چرګې به روغې رمټي راوباسې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x