افغانستان

جوزجان: ۱۷ تنه سرتيري له طالبانوسره يو ځای شول

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): د جوزجان په ولايت کې ۱۷ تنه سرتيري طالبانو سره يو ځای شوي دي او د هغوی له مخالفت څخه يې لاس اخيستی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبر پاڼې کې ويلي چې د طالبانو د دعوت او ارشاد کميسيون او د سيمه ييزو طالبانو په هڅو دغه عسکر چې د هېواد د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي وو او د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې يې دندې ترسره کولې، له طالبانو سره يوځای شول.

په خبر پاڼه کې د تسليم شويو عسکرو له خولې ويل شوي چې « دوی د طالبانو پر ضد د بهرنيو عسکرو سره په ملګرتيا پښېمانه دي او تر دې وروسته به د طالبانو ملاتړ کوي او د بهرنيو ځواکونو له مرستې به د تل له پاره لاس اخلي»

طالبانو ويلي چې دعسکرو تسليمېدل او عادي ژوند ته د راګرځېدو له پاره به دوی هم دغو سرتېرو ته د ارام او ډاډمن ژوند کولو زمينه برابروي او ژمنه ورسره شوې چې د دوی سر او مال ته به په راتلونکې کې د طالبانو له لوري هېڅ ګواښ نه وي او دوی ته به په درنه سترګه کتل کيږي.

په خبر پاڼه کې د تسليم شويو عسکرو نومونه هم په دې توګه راغلي دي.

۱ــ عبدالغفارولدالله نظر

۲ــ عبد الله ولدصدیق بای

۳ــ دردیقل ولدعبدالله

۴ــ چاری ولدالله مراد

۵ــ عبدالاحدولدخداینظر

۶ــ نورالدین ولدقاری عبیدالله

۷ــ عبدالباسط ولد مراد

۸ــ سیدمحمدولدعبدالباقی

۹ــ عبدالقهارولدرحمانبردی

۱۰ــ عبدالستارولدحاجی قیوم

۱۱ــ محمدظریف ولدمحمدامین

۱۲ــ عین الدین ولدعبدالله

۱۳ــ چاری ولدیازمحمد

۱۴ــ الله نظرولداسدالله

۱۵ــ عمرالدین ولدعبد الرشید

۱۶ــ دین محمدولدمحمدظریف

۱۷ــ نجیب الله ولد امیرمحمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x