نړۍ

هند: په پوځي اډه بريد کې ۴ بريد ګر او ۲ هندي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): د هند امنيتي چارواکي وايي چې ددغه هېواد د پټان کوټ په سيمه کې د پاکستان پولې ته څېرمه په يوه نظامي هوايي ډګر د بريد له امله ۶ تنه وژل شوي دي.

د پټان کوټ پوځي چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ سهار وختي ۴ تنه بريد ګر چې د نظامي ځواکونو يونيفارم يې په تن وو، د پوڅ يوې اډې ننوتل او په سرتېرو يې ډزې پيل کړې.

د هندوستان د دفاع وزارت وياند نتن وکانکر وويل چې د څو ساعته جګړې په ترڅ کې د دوی دوه نظامي سرتيري هم وژل شوي او ۴ بريد ګر هم له منځه لاړ دي.

يوې امنيتي سرچيني فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي چې بريدګر په پوره توګه په وسلو سمبال و او غوښتل يې چې هوايي اډې ته پوره زيان واړوي او کيدای شي دغه بريد ګر د پاکستان د جيش محمد د ډلې کسان وي؛ خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم په دغه سیمه کې د هند يوه چورلکه غورځېدلې وه چې له امله يې ۱۰ کسان وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x