شعـــــرونه

د رب دربار ته د وطن په حالت چيغې وهم ـ مشفق حريت مل

مشفق حریت مل

يا ربه !!!!

زما په هېواد باندې د رحم باران ووروې

زما هيواد کې د غمونو کيسې ختمې کړې نور

زما هېواد نور د پرديو له منګولو خلاص کړې

زما هېواد ديرغلګرو له يرغل ازاد کړې

زما هيواد کې بدبختۍ کړې په خوښۍ بدلې

زما هېواد کې د ظالم کاسه نسکوره کړې نور

زما هيواد له دې ياغي نړۍ نور ته وژغوره

زما هېواد د وخت له هر جبر او غم وساته

 

ربه په دې ولس لسګونه کاله غم تېر شوی

ربه ددې ملت بچيان خوشالي نه پيژني

ربه يو جغ د ظالم تير شي پسې بل راشي

يو په دوستۍ راشي او بل دښمن په چل راشي

ربه ساده ساده ملنګ ملنګ قومونه دي دا

سخت کړيدلي ځورېدلي ولسونه دي دا

چا پرې د خپلو وسلو ښې ښې تجربې وکړلې

چا ورسره خيانت وکړ چا دوکې وکړلې

خو دې ولس هر يو دښمن ته سينه سپر نيولې

خو دې ولس هر يوه دوست باندې باور کړی دی

خو دې باور او اعتماد وروسته ضرر کړی دی

 

ربه زه تاته تاريخونه مخ ته نه کېږدم

ربه زه تاته د وختو وختو فرياد نه کوم

ربه زه تاته دخپل ګران هېواد انځور نه ښايم

ربه زه تاته د دردونو کيسې نه وايمه

ځکه چې ته زما په هر حالت خبر يې ربه

خو لويه ربه ما سوالونه او زارۍ راوړي

ستاسو حضور ته مې رڼې اوښکې ډالۍ راوړي

مادې حضور ته د سپېڅلو شهېدانو وينې

او هغه ځوانې ځوانې ښکلې ککرۍ راوړي

 

ای زما لويه ربه!!!

زه خو پوهېږمه چې مونږه زښته ډير ګناهګار

زه خو پوهېږمه چې مونږ يو ستا له امره ياغي

او ملامت يو ملامت يو ملامت يو مونږه

خو اميدار ستا د رحمت او مغفرت يو مونږه

ځکه چې ته رحيم غفور يې او رحمان ذات يې

الهي رحم پر مونږ وکړې مهربان ذات يې

 

ربه!!!!

 

دا څه چې ليکم ګران افغانستان مې مخ ته

د يو ټپي ټپي جسد په څېر رنځور پروت دی

او لايې هم د تداوۍ او پيوازۍ څوک نه وي

خو بيا يې هم د تداوۍ او همکارۍ په پلمه

د نړۍ خلک په ټپونو او دردونو باندې

نرۍ نرۍ مالګه شيندي او رنځوي يې پسې.

 

ياربه زمونږ د ګناهګارو فريادونه واورې

ياربه زمونږ د شهيدانو قرباني ومنه

يا ربه زمونږ د يتيمانو د سلګو په خاطر

يا ربه زمونږ د کونډو بورو د اهو په خاطر

يا ربه زمونږ د بې څوکه کورنيو په روی

يا ربه زمونږ د مظلوميت او د ويرو په خاطر

يار به زمونږه د غمو د انتها په خاطر

يا ربه زمونږ د ژړا ژړا ژړا په خاطر

 

زما په ګران او جنتي افغانستان باندې

خپل خصوصي او خپل ځانګړی رحم ولوره

او له هېواد نه مې د ټولو اندېښنو او غمو

دا غوړيدلی ټغر تل تر تله ټول کړه ربه.

 

امين امين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x