دیني، سیرت او تاریخ

په جهاد کي د قومندان واجبات

لیکنه: قاري حکیم اللّه صابري

د جهادي قوماندان واجبات د هغه د فوځيانو پر وړاندې په لاندې ډول دی :

۱- د خپلو فوځيانو سره به مشوره کوي او د يوې موضوع په اړه به د هغوی څخه نظرونه اخلي او پخپله رايه به کلک نه دريږي ، لقوله سبحانه وتعالی :

وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران ۱۵۹) .

ژباړه: او په کارونو کې له دوی سره مشوره وکړه او کله چې ټينګه اراده وکړې نو پر الله توکل وکړه ، په رښتيا چې الله توکل کوونکي خوښوي) .

۲ – قوماندان به له خپلو فوځيانو سره مهربانه رويه او ښه سلوک کوي ،
معقل بن سيار روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : ما من أمير يلي أمور المسلمين، ثم لا يجتهد لهم، ولا ينصح لهم، إلالم يدخل الجنة (رواه مسلم).

ژباړه: څوک چې د مسلمانانو امير جوړ شي او د هغوی د پاره کوښښ ونه کړي او هغوی ته نصيحت ونه کړي يعنې خپله خير ښېګڼه له هغوی څخه وسپموي هغه به جنت ته داخل نشي (رواه المسلم).

۳ – قوماندان به خپلو فوځيانو ته امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي:
ځکه چې دی ددغه فوځيانو پر وړاندې مسئول دی ، ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم قول دی چې :كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ (البخاری ۸۵۳) .

ژباړه: هر يو د تاسې راعی (شپون) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت لاس لاندې کسانو په برخه کې مسئول دی.

٤ – قوماندان به سهار او بيګا خپل فوځيان چک کوي او د هغوی د احوالو څخه به ځان خبروي ، د هغوی د جنګي وسائلو او جنګي مهارت څخه به ځان خبروي ، هغه کسان چې جنګي صلاحيت نه لري يا په فوځيانو کې وېره تردد ، او د جنګ د ترک کولو تبليغات خپروي او يا هم د جنګ راز نشي ساتلای له خپل صف څخه لري کړي.

۵ – خپلو فوځيانو ته د وظائفو مشخصول .

۶ – خپلې نښې يا بيرغونه به پر خپلو لاسونو بندوي .

۷ – د ځان د پاره غوره مرکز يا قرارګاه ټاکل او د هغه په شان حفاظت کول .

۸ – د دښمن د حال او احوالو معلومولو د پاره د جاسوسانو استخدام ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو څخه يو دا ؤ چې : کله به يې د جنګ اراده لرله د هغه ځای نوم به يې نه اخيستو بلکي د بل ځای نوم به يې اخيست يعنې کله به يې چې د جنګ د پاره اراده کوله د هغه ځای نوم نه بلکه د بل ځای نوم په يې اخيست چې مونږ هغه ځای ته ځو د جنګ د ساحي نوم به يې نه اخيست، او د دښمن طرف ته به يې جوسوسان ليږل تر څو د هغوی حال معلوم کړي ، او خپل فوځيان به يې ترتيب او منظمول او خپلې نښې يا بيرغونه به يې تړل .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم وصيتونه خپلو قوماندانو ته !

ابو موسی اشعری رضی اللّه عنه وايي جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم به کله له خپلو يارانو څخه څوک د کوم کار د پاره ليږل نو داسې به يې ورته فرمايل : «يسروا ولا تعسروا، وبشروا و لاتنفروا:
(آساني راولی ، سختي مه کوئ ، زېرې ورکوئ او متنفرول مه کوئ).

او ابو موسی اشعری رضی الله عنه وايي چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم زه او معاذ يمن ته ليږلو نو داسې يې را ته وفرمايل : يسروا ولاتعسروا، وبشروا ولا تنفروا، وتطاوعا، ولا تختلفا :

ژباړه : آساني راولی ، سختي مه کوئ ، زېرې ورکوئ او متنفرول مه کوئ ، يو د بله متحد شئ او اختلاف مه کوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx