
د طالبانو یو جګپوړی مشر د ورپيښي ناروغۍ له امله په حق رسیدلی
نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): د طالبانو د یو مخکښ مشر ملا سید محمد حقاني چې د طالبانو په وخت د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د بهرنیو چارو د وزرات مرستیال، په پاکستان کې د افغانستان سفیر او وروسته ډیره موده د چارو د ادارې لوی رئیس او د وزیرانو د شوری منشي پاته شوی و، نن د شنبې په سهار د خپلي ور پيښي ناروغۍ له امله وفات سو.
ملا سید محمد حقاني د طالبانو په اوسني تشکیل کې د فرهنګي کمیسون مرستیال دنده په غاړه لرله.
ملا سید محمد حقاني په قوم اڅکزی او د کندهار ولایت د ښار اوسیدونکی و، طالبانو ته نیژدې سرچینې د نوموړي په اړه وايي چې یو ښه مدبر او په خبره پوه کس وو، چې د ښه ادارې تر څنګ یې د افغانستان په تاریخي او سیاسي چارو کې ډیره مطالعه لرله.
د نوموړي په اړه ویل کیږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د صف په متحد ساتلو کې فعاله رول لرلی وو، او په همدې موخه یې د هیواد دننه او بهر د طالبانو د پخوانیو او اوسنیو مشرانو، قومندانانو او جنګیالیو سره د اړیکو لپاره مختلفو سیمو ته سفرونه کول.
ملا سید محمد حقاني په دې وروستیو کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ولایت ته په سفر تللی وو، چې هلته د سفر په مهال په ناڅاپي توګه د سینې په مرض اخته شو، یوه اونۍ یي ناجوړۍ دوام وکړ د جمعې ورځې له سهاره يي تنفس په ټپه ودرېد او د ماشین په واسطه ورته اکسیجن ورکول کیده تر دې چې د شنبې په سهار یي د پيښور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د نوموړي د جنازې لمونځ په چمن ښارګوټي کې اداء کیږي خو تراوسه یي دقیق وخت نه دی ښودل شوی.
الله تعالی دې ورباندې ورحمیږي او الله دې هغه خدمتونه ورته قبول کړي چې د جهاد او اسلامي نظام د قیام په لاره کې یي کړي دي
سید محمد حقاني صاحب واقعا د امارت ستره هستي وه، په امارت کې به یي ځای همیشه تش وي رحمه الله و اسکنه روحه فی اعلی علیین
آخ
انا لله وانا الیه راجعون
د فرهنګي کمیسیون دوه وزرونه و چې یو متقي صاحب او بل حقاني صاحب
خو لکه چې فرهنګی کمیسیون وزر ماتی شو
الله تعالی دې په حقاني صاحب رحمت نازل کړي اللهم اغفره و ارحمه
کل نفس ذائقة الموت…..انا لله واناالیه راجعون… مرګ پخپله شپه ده، که په ګولۍ وي ، که په اکسټنټ وي که په لويه ناروغي وي اوکه په وړه ناروغي وي، چې دالله فیصله نه وي شوي بیا بندګې اسباب ددې سبب شي چې له سترې ناروغۍ انسا چوړ شي، کله يې ډیر عادي اوکم درمل دسترې نارغئۍ دعلاج سبب شي، ځينې وروڼه وايي چې که امیرالمومنين له زابله وتلی واي او په ماډرن روغتون کې تداوي شوي واي ، نو روغ شوی به وايي .. خوداسي نه ده، بلکې درب فیصله شوې وه اوهغه پاک انسان يې نور دځان پلوته… نور لوستل »
کاروان صیب: څوک چی له کافرو سره د سولی توافقات او موالات کوی او د بیوزله افغانانو وژنه، په هغوی کی وحشت خپرول، هغوی له کلی او کور نه په مهاجرت محبورولو ته جهاد وایی داسی کس به څنګه الله (ج) وبښی. ممکن چی حقانی صیب ستاسو په نزد به یو پاک او خدای بښلی سړی وه خو طالبان په جمله کی ټول د وحشت او د جنګ عاملین دی. مګر ما سوا له یو تعدادو څخه.
انا لله وانا الیه راجعون: الحاج مولوی سید محمد حقاني صاحب رښتیا چی ډیر معقول، مدبر، دلوړې حوصلې لرونکی، او دروند شخصیت وو، لوی الله دی رحم ورباندي وکړي یوخو دنعیم ابن حماد دکتاب ( الفتن) ۲۰۰۰/ حدیث شریف دی چی: موت الغربة شهادة، اوبل داچی: 1999 – حَدَّثَنَا نُعَيْمٌ حَدَّثَنَا رَجُلٌ، مِنْ بَنِي شَعْوَذٍ بَصْرِيٌّ، عَنِ الْحَكَمِ بْنِ أَبَانَ، عَنْ وَهْبِ بْنِ مُنَبِّهٍ، عَنْ طَاوُسٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِذَا حُضِرَ الْغَرِيبُ فَالْتَفَتَ عَنْ يَمِينِهِ وَعَنْ شِمَالِهِ فَلَمْ يَرَ إِلَّا غَرِيبًا فَتَنَفَّسَ، كَتَبَ اللَّهُ لَهُ بِكُلِّ نَفَسٍ تَنَفَّسَ أَلْفَيْ أَلْفِ حَسَنَةٍ، وَحَطَّ عَنْهُ أَلْفَيْ أَلْفِ… نور لوستل »
انا لله وانا الیه راجعون
بی انتها زیات خفه سوم
الله تعالی دی جنت الفردوس ځای کړی
حقاني صاحب می دوه درې ځله لیدلی وو، خو چی هر ځل می لیدی تر مخکني واری یی زیات متاثره کولم
الله تعالی دی وبخښي ډیره لویه هستي وه
الله ج دی جنت الفردوس فه نصیب کری اوالله ج دی قریبانوته صبری جمیل اجرعظیم ورفه نصیب کری اوامارت اسلامی دی الله ج دائم سالیم حاکیم محکم سابط قدم اوقائم فه شرعی اوقرانی اوسولوولری
د حقانی صاحب د وفات خبر غمجن، حیران او بی سده کړی یم. د مریضی څخه یی نه وم خبر او بیا ناببره یی د وفات خبر راغی. انا لله و انا الیه راجعون . الله تعالی دی جنت الفردوس ورته نصیب کړی. یقینا لویه هستی وه. د پوهی، حلم، استقامت ، متانت ، ښه مدیریت او اخلاص نمونه وه. دده ځای به تل خالی وی او یاد به یی همیش راسره وی .الله تعالی دی کورنی ته ددی ستری صدمی او غمیزې له امله صبر جمیل نصیب کړی. امین ثم امین
الله ج دی ئی شهادت قبول کړی . او رب العزت دی جنت الفردوس ور نصیب کړی . الله ج دی ئی اولادونو ، فامیل او ټولو قریبانو او ملګرو ته صبرجمیل او اجرعظیم ورنصیب کری ! آمین آمین یا رب العالمین !
دخبرویا څه ویلوتوان خونه لرو ،
صرف داخبره می په فکرکښی راګرځی
په انډیوالانوکښی به یو تبدیل شوبل بل ځای ته
نو نورو انډیوالانوبه هم کوشش کاوه چی ځان ورسره تبدیل کړي
زموږ په وس کی څه نشته د تبدیلی مامور راتلوته به په بیړه انتظار باسو
نثاراحمد
حقاني صيب ..
شكلي اخلاق در لودو ..نو شكلي لاره دي ورته شكلي وي
زه ورته درب العلمين نه دروشانه سفر دوعا كوم
واقعا درون تاثير يي راباندي وكو……رحمه الله…ودخله في . الجنات االفردوس الاعلي
انا لله و انا الیه راحعون ، الله ج دی وبخښی حنتونه دی ورپه برخه شی . دا چه مونږ ژوندی یو باید دعا ورته وکړو ، زه باور لرم چه دی د مطمنو له ډلی څخه وو هغه چه الله ج فرمایی چه زه له دوی او دوی له ما راضی دی ، مطمن او قانع انسانان هغه دی چه د ځان په شمول هر څه د الله ج مالکیت ګڼی او د هغه به مالکیت کی د هغه شرعی اصولو لاندی د خپل ژوند او د نورو د ژوند چاری که دی یی مسول وی مخی ته بیایی… نور لوستل »
إنا لله و إنا إليه راجعون
الله جل جلاله دي حقاني صيب ته جنتونه نصيب كري.
د هغه كورني أو خپلوانو او لارويانو ته دي الله تعالی د صبر توفیق ورکري.
د پاکستان پر خاوره د داسي اشخاصو وفات ماته انديشمن کوونکي دي. الله تعالی دي په هره زمکه د پاته مخلصو او بااحساسه افغانانو مل شي. امین
لقد هوى نجم العلم فقيد الأمة الأخ العزيز و المجاهد التقي النقي سيد محمد حقاني طيب الله ثراه سِرُّ المُحِبِّ غَدَاةَ البَيْنِ مَفْضُوحٌ *** وَدَمْعُهُ لِفِرَاقِ الإِلْفِ مَسْفُوحٌ يَا نَائِحَاً فَوْقَ أَغْصَانِ الأَرَاكِ أَلاَ *** تُجِيْبُ مَنْ عَادَ مِنْهُ الشَّجْوُ مَبْحُوحُ يَا لَيْلَةً جَاءَ فِيْهَا النَّعْيُ مُشْتَمِلَاً *** ثَوْبَ السَّوَادِ عَلَى الأَحْزَانِ مَلْفُوحُ له مَنَاقِبُ فِي الآفَاقِ ظَاهرِةٌ *** يَكْفِي شَوَاهِدُها ذِكرٌ وتَلمِيحُ يَدْعُو إِلَى الله لَا يَنْفَكُّ مُزْدَلِفاً *** عِدَاهُ فِي الرَأْيِ مَقْصِيُّ وَمَطْرُوحُ إذا تَكلَّمَ سَالَ الدُّرُ مِنْ فَمِهِ *** فَقَوْلُهُ عِبْرَةٌ وَالصِّمْتُ تَسْبِيحُ جَمّ السَّمَاحَةِ مِفْضَالٌ أَخُو ثِقَةٍ *** بِكُلِّ سَابِقَةِ الأَخْلَاقِ مَمْدُوْحُ سَهْلُ المَنَالِ حَصِيْفُ الرَّأْيِ… نور لوستل »
ما د محترم او عالیقدر ورور حقانی سره ډیر مجلسونه او شپي روڼي کړي وي خو دمجلس څخه به ئي هیڅکله ستومانه شوي نواي ضحوک بشوش او په ورین تندي به ئي صحبت درسره کوي دآیمان او اسلام أثر ئي له ورايه په مخ کښي څرګند وه ڼ الله جل جلاله دي خــــپل رحمتونه پر وکړي یا اله العالمینه ته زمونږ سره د حضرت رسول أکرم صلی الله عليه وسلم په جنت الفردوس الأعلی کښي يوځاي کړي آمین