نړۍ

برما: مسلمانانو سره د دښمنۍ له کبله راهب ته جایزه ورکړل شوه

borma

د روهینګیا خبري اژانس وايي چې د برما اختلاف اچوونکي راهب (ویراثوا) د تیرې یکشنبې په ورځ د (دیني ازادۍ) جایزه ترلاسه کړه.

“ويراثوا” په برما کې په نژادپالنې او له مسلمانانو سره په دښمنۍ شهرت لري، او د مسلمانانو پرضد ئې د ګڼو کمپاینو مشري کړې ده.

نوموړی په ۲۰۰۳م کال د برما حکومت هم په دې تور نیولی وه چې په “ماندلاي” ښار کې ئې دیني او مذهبي شخړو ته لمن وهله.

ویراثوا ته دا جایزه په برما کې د انګلیسي کلیسا د مشر (ساسانا رمزي) لخوا ورکړل شوه.

ویراثوا د برمايي مسلمانانو شړلو ته د خلکو په رابللو کې مهم رول لري. دی مسلمانان د (کلار) په نامه یادوي چې دا اصطلاح په برما کې د حقیرې او رټل شوې طبقې خلکو لپاره استعمالیږي.

ده همدا راز تیره اونۍ په “رانغون” ښار کې د قومي شخړو په راټوکولو کې مهم رول ولوباوه چیرته چې نږدې ۳۰۰ بوذیانو په یوه اسلامي مدرسه او د مسلمانانو په سوداګریزو ځایونو حمله وکړه.

دده دا کار د “اوتارا” په نامه یو مسیحي راهب ستایلی او زیاته کړې ئې ده چې مسلمانان د برما جزء نه شي ګرځیدلی او نه په کې د اوسیدو حق لري، هغوی له بنګله دیش نه راغلي غیرقانوني مهاجر دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x