افغانستان

منځګړو علماو د طالبانو د مشر سره په پنځو مادو بیعت کړی (د مولوي نظر محمد د غږیږي وینا بشپړ متن)

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): نن ټکي آسیا ته په یوه رسیدلي غږیږ صوتي بیان کې چې د منځګړو علماو یوه مخکښ عالم مولوي نظر محمد ته منسوبیږي، ویل شوي چې دغه علماو د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره وروسته تر هغه بیعت وکړ کله چې ددوی پنځه مادې د طالبانو له لوري ومنل شوې.
دغه پنځه مادې په لاندي ډول دي.

۱- د ملا اختر محمد منصور پر زعامت او مشرتوب به اتفاق وي

۲- خوابدي مشران او طالبان به په هر قیمت خوشحاله کیږي

۳- خپل منځي جګړې به نه کیږي.

۴- په رهبري شورا کې به علماو ته ځای ورکول کیږي.

۵- کار به اهل کار ته سپارل کیږي.

مولوي نظر محمد په خپل صوتي بیان کې چې د زیاتو خلګو په مخ کې کړی، وايي په دغه مجلس کې مولوي احمد او مولوي حمد الله جان هم شامل وه.

دغه درې تنه عالمان د هغو علماو څخه وه چې تر اوسه یې رسما بیعت نه وو کړی او د منځګړو علماو په نامه یې شورا جوړه کړې وه.

مولوي نظر محمد وايي چې کله ددوی له خوا وړاندي شوي پنځه مادې ومنل شوې، نو دوی او د فراه څخه راغلي علماو د ملا اختر محمد منصور سره د مولوي هیبت الله پر لاس بیعت وکړ.

شیخ مولوي هیبت الله اخندزاده د طالبانو د مشر لومړی مرستیال دی.

مولوي نظر محمد په خپل بیان کې د هغه فتوا څخه هم دفاع کړې چې دوی په دې وروستیو کې را ایستلې وه، نوموړي وویل چې هغه د افغانستان په اړه نه ده، په افغانستان کې شرعي امیر او زعیم اختر محمد منصور دی، اطاعت او بیعت یې واجب دی.

بل لوري ته مولوي احمد رباني چې ځان د علماو د شورا رئیس معرفي کوي، په یوه صوتي پيغام کې پر پنځو مادو ټینګار کړی خو د بیعت په اړه یې د مولوي نظر محمد خبري رد کړي، او ویلي چې دوی کله هم د طالبانو د نوي مشر سره بیعت نه دی کړی.

نن ټکی اسیا د شیخ مولوي نظر محمد وروستی غږیږ بیان د خپل اهمیت له وجي په لیکلي شکل هم د خپل لوستونکو سره شریکه وي:

د وینا متن:

لله الحمد، رب السماوات والارض رب العالمین، وله الکبریاء فی السماوات والارض وهو العزیز الحکیم، اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، فِي الْعَالَمِينَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ .

اما بعد، فاعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم. أُولَٰئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ ۖ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ ۗ  . صدق الله العظيم.

داسي خلاصه ټکو کې دا اوسنی لږ جریان درسره شریک کوم، مطلوب می همدا وو چی ملګری راسره اوسی، خبر سی، دا علماو مبارکانو ته چی مو حال ورکړ، مونږ ویل ښه دی چې دا زمونږ د اوسني جریان په مشترک شکل سره واورو.

د ملا محمد عمر رحمت الله تعالی علیه د فوات د ږغ وروسته چی لږ خپل منځی مشکلات راغلل، دومري خو هم نه وو چی دښمن تبلیغ کړل، دومري هم نه وه، خو څه شته، او څه وه.

مونږ وخت په وخت دا کوششونه را شورع کړل چې دغه لږ درز او څه نا څه اختلاف چې را پیدا شوی، او دنیا پیک ورته وهی، دینا باندی خوشحاله ده او هم ورباندي خاندی، چې دغه لږ درز هم د حکمت او مصلحت له مخي وتړو او یو حسن اتفاق راسي.

دا هڅی مو وی، وې وې… وخت په وخت تاسو ته دا هڅي په یوه نه یوه ډلو را رسیدلی، اوس دا اخیرنی مرحله را خلاصه کوم، اخیرنۍ…

زما غیر متوقع سفر وسو، او د اختبار او امتحان ترتیب مو هم یعني له خپله فکره واوښت په دې لحاظ باندي چې وا مو وریدل  د فراه له طرفه څه علماو راغلی، او هغه کوشش کوی چی دا لږ خبره هم ورکه شی، بیا ملګرو د هر اړخه زمونږ څخه دا غوښتنه وه چی زه هم په دا مجلس کی شرکت ضرور غوندي وي، زه هم داسي په عجله ولاړم، چی لاړم مجلس مو وشو،

د ځینو مشرانو سره وړاندي، بیامي د علماو سره دغه منځني علما چې را شروع وه، او دفراه علما میلمانه علما ددوی سره می یواري مجلسو وسو ، بیا مي مشترک مجلس وسو، چې په هغه مشترک مجلس کې شیخ هیبت الله اخندزاده صاحب، شیخ عبدالحکیم صاحب، حاجي ترابي صاحب دوی وو ملا عبدالرزاق نومیږي، دا لاس یې پرې دی، دا ملګري وه، او هغه مسافر مشایخ چی را غلی وه هغه هم د منځګړیتوب په صفت باندي هم دلی ددې ځای اوسیدونکي علما چی دي، نو هغو کوشش وکړلی چې درې کسه انتخاب کړي، تاسي باور وکړی ما عذر وایه، او د عذر وروسته جدیت وو، بیا ولاړو، یو زه وم، یو مولوي احمد صاحب وو، یو شیخ حمد الله صاحب وو، نو بیا مو مشترک مجلس وکړ، چې دغه نو د پنجشنبې شپه ده، مشترک مجلس مو وغځېدی، په مشترک مجلس کي یو ښه فضا رامنځته شوه، یو منوره فضا راغله، هر ملګری چی را ږغیدی داسی حسن نیت ځینی ښکاریدی، تا به ویل چی زړه یی څومره خوږ دی، څومره جدي دی دیته  چې دا کار پر مخ ولاړ سي، او دا څه ناخوالي چې دي ، څه نا څه، دا په قطعي صورت ورکي شي.

مجلس ته ډیر خوشحاله سوم، ښه خوند یی راکړ، داسي می وابله تابه ویل چي یو زیری دی، ددې لپاره چې بیا به کږه خبره سړی نه واوري.

بیابه دښمن دا فرصت پيدا نه کړی چې نو دلته یو شی ځاییولای سي او امر چي څوک ونه مني، هغه دلي بی اطاعته دی، ښه ښه مجالس وشول.

هغه د فراه علما چی وه، هغو د هغو خوا وکالت را اخیستی وو، د کومي خوا؟ د ملا محمد رسول له طرف څخه یعني د ملا باز محمد او ننګیال، دغه نومان یی یادول چی بس تاسی او دغه علماو خبره سره جوړه کړه، هغه سي به کوو.

نو بیا راځم، دغه حسن اتفاق ته چې دا څو ټکي به زه په دې لحاظ ووایم، هلته خو مو مصلحت دا وو چې دا خبري د علماو سره پاته سي، اشاعت یې ضرورت نه وي.

مګر دادی چی یو شواروز پوره کیږي، دا مسیجان چې تاسي وینئ، نیټ خو لا ما کتلی نه دی، دوی وايي پر نیټ داسي شخوند دی، یو یو څه وايي، بل بل څه وايي، نو اوس دا اړتیا وینم چې هغه مجلس ته هم لږ وضاحت ورکړل شي.

د مجلس دوې صفحې دي، یوه صفحه داده، چې علماو یوه فتوا را ایستلې وه، ددې فتوا څخه ځیني کسان ګیله من وه، نو بیا مو وښودل چې د فتوا محوري ټکي دوه شیه وه، دوه غټ ټکي، که چا سوء تفاهم را وستی وي، هغه دده د فهم کمزوري ده، د علماو محوري دوه ټکي دا چې یعني وړاندي هم مونږ مجلس کړی وو، داوخت مو هم وکړلی، زمونږ خو دا زړه دی چی زمونږ د خاوري څخه یو داسي امیر پیدا سي، چې اسلامي نړۍ یې ټوله تر کنټرول لاندي سي، زړه مو دادی، مګر دغسي څوک نه لرو، عملا دغه موقع ته نه یو رسیدلي، نو موضوع مو د افغانستان ده ، د نړۍ نه ده، امارت کبری ، یا امامت کبری ، یا خلافت، دا هغه ټکي دي، چې اسلامي نړۍ یې ټوله په قبضه کي شي، نو علماو که قلم ایښی وو، دغه یې مطلوب وو، چې موضوع د افغانستان تر سرحده پوري ده، او خود خو به مو زړه دا وي، چې نظام وغځيږي، خو اوس زمونږ خبره د ټولي نړۍ نه ده، د خلافت خبره نه ده، یو ټکی،

دویم دا ټکی، چې مطلق یو ملګری خسته سو، د نظام څخه خفه سو، یو توس یې پر سر را کش کړلی، یا په دا کونج کې کښېنست، دا ته باغي نه ویل کیږي، صرف د خستګۍ له وجي یو چا ته باغي نه ویل کیږي، دا دوه محوري ټکي، خلک خو دا خبره داسي بدرګه کړله ها  فتوا را وتلې ده وايي په افغانستان کې امیر نسته، معاذ الله چا داسي ویل، هغه د دښمن تجاوز چې شوی، قهرمانان اخته دي چې هغه په سي ور توی کړي، دښمن دښمن دی، نو بیا ددې مسلمانانو لپاره هیڅ څوک نسته؟، هیڅ یو مسؤول نه لري؟

نو بیا حسن تفاهم ته دا علما سره ورسیدل، او هغو چې قلم ایښی، یایې کوشش کړی، دغه یو څه ناخوالي چې په مخه راغلې، چې هغه څنګه ژر یاني د پاي ټکی پيدا کړي، خدای مه کړه خپل ملګري سره خوږ نه کړي، نو په دې لحاظ باندي یاني ددې علماو څخه دغه عجله وشول، نو بیا دا دوه خو ښه ټکي دي، د اتفاق ټکي دي، په دې کې خو مشکل نسته، راشئ اوس نو کښينو، چې نظم څرنګه جوړیږي، دویمه صفحه را اخلم.

دویمه صفحه داده چې پنځه ټکي تصویب شوه، پنځه مادې، زما سره خو لیکلي نسته، خو په ذاکره کي می شته، باندي وږغیدلو او ډیر مجلس مو باندي وکړی.

یو ټکی دادی چې قتال به مطلق بند وي خپل په مینځ کې، خپل په مینځ کې د طالب او طالب، د مجاهد او مجاهد په مینځ کې به قتال نه وي. دا یې یو.

او دویم ټکی دا، دغه وختي ځیني ملګري چې خسته یا منځني علما د هغو په ګډه یوه غوښتنه وه ، د علماو د شورا چې د علماو شورا جوړه سي، دغه ستونزي به حل کیږي، په فوري شکل باندي، د هغه مقابل کې دا ماده تصویب شوه، چې مقتدره شورا ملګرو غوښتل یا د علماو شورا ، دادی عالي شورا سته، رهبري شورا سته ، جوړه ده ، څه اعضا یې زیات شوي او فیصله شوی ده چې نور به هم زیاتیږي، یاني څلور شیخان اوس په عالي شورا کي زیات سوي ، نور شیخان به هم په دغه شورا کې ځاييږي، رهبري شورا کې ، خو داغه مقتدره شورا هم ده او علمي شورا هم ده، دایې دویم ټکی.

دریم ټکی دا چې څه خسته ملګري چې دي، هغه که دلي دي، که وطن کې دي، د ټولو د رضائیت او د خوشحاله کولو لپاره به هر امکان چې وي، هغه به په کار لویږي، په هر قیمت چې دا خستګي او کونج نشیني د هغه خفګان پای ته رسیږي، په هر قیمت چي وي دا هلي ځلي به کیږي، دا وس او کوشش به کیږي، دا دریم ټکی دی.

څلورم ټکی دا چې تر وسه پوري، تر هغه خپل فکره پوري بندګي مسؤولیت دی، تر وسه به د هر ملګري اجتهادات ته کتل کیږي، هغه که اوس خوشحاله کیږي او که د وختي څخه خوشحاله وه، فرق نه لري، هر یوه ته به د خپل استعداد په اندازه توجه کیږي، دا د ولسوالۍ مستحق دی، دا د ولایت مستحق دی، دا د کمیسون مستحق دی دا د شوری مستحق دی، دا د معاونیت مستحق دی، د استعداد په اندازه به هر چاته توجه کیږي، دا یې څلورم ټکی.

خو ایت شریف دی، اعوذ بالله من الشیطان الرجیم، ان الله یأمرکم ان تؤدوا الامانات الی اهلها امانت خپل اهل ته وسپاری، کار اهل کار ته وسپاری.

پنځمه ماده ده چې پر زعامت به اتفاق وي، په زعیم کې به څوک څه نه وايي، منصور صاحب زعیم دی، بس د ټولو به اتفاق وي ورباندي، پنځم ټکی دا.

نو په دې جریان کې بیا خبري وسوې، دا مجلس انجام سو، چې له دې وروسته دا اجازه نشته چې یو طالب بل طالب ته ووایی، چې ته خو نو پخوا داسي وې، ته خو فلاني مجلس ته نه راتللې خوابدی وي، یا والي ورته ووایی یا ولسوال ورته ووایی چې ته خو د فلاني ملګری یې، هغه خو تر یوه وخته پوري ښه جوړ نه وو، اوس هم یاني یو داسي وضعیت ورته ښکاره سي چې د هغه په زړه کې شی را وګرځیږي، نه، هیڅ به نه وي له دې وروسته. ټول سره وړونه دي، ټول سره وړونه دي، او پر هر هیچا باندي دا فکر مونږ نه کوو، چې هغه قرباني دی، او هغه زهیر دی، هغه خوږ شوی دی، هغه هجرت کړی دی، هغه فراره دی، هغه وطن پری ایښی دی، د هغه کور نړیدلی دی، د هغه باغ خراب شوی ، او ددې بیا فکر وي چې په داسي نیت باندي دی یو کار راکوي چې ګویاکې نو اسلام یې نه دی خوښ، یا یې نظام نه دی خوښ، نه، معذور یې بولو، ممکن د یو چا اجتهاد دا وي چې دغه به ښه لار وي، د چا فکر به وي چې دا به یې ښه لاره وي، اجتهادي فکر یې دادی، هغه به مونږ پر دې نه ور حمل کوو چې یاره دا نو اوس په دې حرکت باندي خدای مه کړه له دایرې څخه ووتی، یا د اسلامه ووتی، کلا، معاذ الله، نو چې وروري ده، بس یو له بله بخښه ده، مشکل به نه وي، اوس هم یاني یو ملګری چې خوشحاله کیږي، کله مکرر مجالسو ته ضرورت وي، او کله څه وخت ونیسي، هغه به څوک په دې مانا نه کوي چې دا خو ولي نه خوشحاله کیږي، آ نو خوله په سي وازه کي، یو څه په کي ووايي.

دغه یوه توصیه به لا خلاصه زه شریکه کړم هغه توصیه داده چې دغه ځیني کشران چې دي هغه بې نظمي جوړوي ، ستاسو یې د ټولو فکر د هغو سره علم نسته، د هغو سره تجربه نسته، د هغو سره پوهه نسته، سپک سپک کیږي لکه د بازار یو سړی سپک سپک، دروند سړی به وي د هغه نوم به یاني دده پر خوله باندي ډیر دروند وي چې دده په خوله د یو چا نوم یاد سي، مګر توهین به وکي سپکاوی به وکي، دغه نو جاهلان دي هر طرف ته چې وه دا جاهلان دي دا ناپوهان دي داسي احساس راسره وسي چې که خدای مکړه د چا دغه فکر وو چې زما د رايي سره که دا سړی برابر سو نو بیخي ښه سړی دی، قهرمان دی مجاهد دی شیخ الحدیث دی او قوي سړی دی او که دده د رايي سره دوري سو، هغه دده یو کاچوغه قدر دماغ چې دی ، بیایې نو د شکایت خوله په سي خلاصه کړي وي، هغه سي خو یې نه بولم خو ددغه عمل بېلګه یې بولم.

بخاري شریف کې روایت تیر شو، فضلا کرامو ته ، عبد الله بن سلام رضي الله عنه چې په اسلام مشرف شو، پيغمبر علیه السلام ته وايي ته وړاندي تر دې چې دا خلګ زما په اسلام خبر سي، زما پوښتنه ځیني وکړه ددې یهودو څخه چې عبد الله څرنګه سړی دی؟ په یو کوټه ننوتی عبد الله بن سلام، نو یهود پیغمبر علیه السلام را وغوښتل ، ورته وې ویل: کیف عبد الله بن سلام فیکم؟ عبد الله بن سلام څنګه سړی دی په تاسي کي؟ قالوا، خیرنا وابن خیرنا، سیدنا وابن سیدنا. ویل یې دی زمونږ خیر دی، پلار یې زمونږ خیر وو، دی زمونږ سردار دی پلار یې زمونږ سردار وو، ویل یې ښه نو که یې اسلام راوړی ، ویل یې معاذ الله، اسلام به څرنګه راوړي. عبد الله بن سلام دروازه خلاصه کړه او را ووتی، ویل یې اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا رسول الله . دا وخت بیا یهود څه وايي، وايي شرنا وابن شرنا. دی زمونږ شر دی، او پلار یې زمونږ شر وو. اوس په یوه ګړي څرنګه ذهنیت بدلوي، داسياسي ذهنیت دی ، دا سیاسي ذهنیه ده، تر اوسه پوري خیر وو او ابن الخیر وو کنه؟ ، چې ددوی د سیاسي ذهنیې څخه واوښتی بیا شر سو او ابن الشر سو، زه وایم مجاهدین دي داسي نه کوي طالبان دي داسي نه کوي، ذهنیه دي سیاسي نه جوړوي، عقیدوي مفکوره دي د هر چا سره ورسره وي … عقیدوي، نو دا په کوټه کې یې خوله کږه وږه کول ، ته په فرض په یو چا پسی بل وخت د هغه تر امر لاندي هغه چې دی خوله پسي ښوروي ، هغه خوشحاله سوی دی هغه په نظام کې دی، هغه ده ته امر ورکوي ، هغه دده قومندان دی، بیابه شرمیږي نه ؟ نو دا خو مناسبه نه ده هیڅ چا ته نه ده مناسبه چې داسي وسي یا داسي وکي، نو کله چې مونږ دې صفحې ته ورسیدلو چې دا پنځه مادې تصویب سولې، بس شروع سولې چې دا ناستو علماو چې دا یاد مي کړل دې ټولو توقیع تقریظ باندي وکړل ، لاسلیک یې وکړ، هر یوه دا تصویب شوه .

ما ملګرو ته ویل چې مونږ او تاسي خو استازي یو؟ هو! ، نو خو داغه زمونږ فیصله به د علماو فیصله وي؟ هو! . دغه پنځه مادې ومنل شوې؟ هوکې ومنل شوې.

هغه میلمنو علماو ته مي وویل، ما ویل تاسي هم ومنلې؟ ستاسو هم خوښي دي؟ ویل یې بیخي مو خوښي دي.

اخندزاده صاحب دوی ته مي وویل، ما ویل ستاسي هم خوښي دي؟ ویل یې بیخي مو خوښي دي.

نو ما ویل چې په دې پنځو مادو کې خو یوه ماده دا وه چې پر زعامت اتفاق دی ، بس لاس راکه زمونږ بیعت دی.

نو هغه نورو ته ما ویل راځئ، را ولاړ سئ ټول بیعت ورسره وکړئ، چې دا ناست علما وه ټولو بیعت وکړی ولله الحمد.

هیبت الله اخندزاده صاحب د منصور صاحب معاون دی، بس بیعت ورسره وکړئ، ولي خو زعامت مو ومانه، او دا مادې تصویب شوې نو کله دا سلسله شروع سوه دغه سلسله، دا انجام شوه، لله الحمد یو ښه د خوشحالی فضا راغله او ملګري خوښ سول یاني ځینو علماو ژړل، په دې سلسله کې ځیني علماو ژړل ، دا یو ښه قدم شو او یو ښه موقف شو ولله الحمد.

نو په دې لحاظ باندي چې زعیم دی محترم ملا اختر محمد منصور اطال الله عزوجل بقاءه .

دا زعیم دی د افغانستان، د زعامت بیعت وسو، او داغسي مو وکړل اوس به دعا کوو چې هغه ماده چې بیا ستاسي خسته ملګري را خوشحاله سي هغه ماده چې بیا ستاسي کار اهل کار ته وسپارل سي ژر به ان شاء الله چې زمونږ په وس کي وي ، ما خو دوی ته دا قدر وویل ، ما ویل زما اوس ددې حدیثو سره شوق زیات شوی او ډیر زیات شوی دی نو که فرضا دغه دوره ټوله پر نیمی پاتیږي یو مخ.. نو خو هر فاضل به جلا جلا ګیله راته کوي چې ګوره دا کتاب دي پر نیمی را پرېښووی … هم ما ویل زه تیار یم، که زمونږ په هڅو باندي دا مشکل رفع کیږي … هر طرفته مشکل وي زه ورته تیار یم ، نو چې څنګه دغه علماو مونږ دغه مسافر علماو هغه خپله خوشحالي پای ته ورسول او تړون او بیعت یې سرته ورساوه نو مونږ او تاسي هم پر هغه موقف باندي یو ؟

ناست خلک: هو هو هو هو …..

د الله عزوجل پر کتاب او پر سنت د رسول الله صلی الله علیه وسلم او پر مذهب د امام اعظم رضي الله تعالی عنه تر خپله وسه پوري چې زمونږ توان وي زمونږ طاقت وي مونږ د منصور صاحب په بیعت کي یو .

ناست خلک: هو هو هو

او دهغه اطاعت به کوو…

ناست خلک: ان شاء الله

اللهم بارک فینا و في….

په ټولنیزو پاڼو کې نشر شوی لاسوند: د بیعت تر مخه د طالبانو له لوري منل شوي پنخه مادې، چې منځګړو علماو دستخطونه هم باندي کړي
په ټولنیزو پاڼو کې نشر شوی لاسوند: د بیعت تر مخه د طالبانو له لوري منل شوي پنخه مادې، چې منځګړو علماو دستخطونه هم باندي کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کاروان

الحمدلله ثم الحمدلله

pattang

شکر خدایه پاکه، ډير شکر خدای پاک دې اتفاق راولي!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x