سعودي چارواکو لسګونه دیني شخصیتونه اعدام کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۴۷ تنه بندیان یې له ترهګرۍ سره د تړاو په تور اعدام کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړي کسان یې نن د شنبې په ورځ په پلازمینه ریاض، مکه مکرمه، مدینه منوره، تبوک او نورو سیمو کې اعدام کړل. د دې وزارت ویاند وايي چې له ځینو څخه یې په تورو سرونه له تنې بېل کړل او ځینې نور یې په ډزو ووژل.

د کورنیو چارو وزارت د اعدام شوو کسانو نومونه او انځورونه خپاره کړي، چې په کې یو تن د مصر او یو د چاد هیواد او پاتې نور ۴۵ تنه د سعودي اتباع دي.

په اعدام شوو کسانو کې د یو شیعه عالم «نمر النمر» څخه پرته نور ګڼ شمېر سني علماء شامل دي. نمر النمر هغه څوک دی چې وړاندې د ایران حکومت سعودي چارواکي د نوموړي په اعدامولو ګواښلي وو او څرګنده کړې يې وه چې د نوموړي اعدام به سعودي ته په دروند قیمت پریوځي.

له کورنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې نوموړي کسان خوارج، د تکفیري مذهب لارویان او له ترهګرو ډلو پورې تړل شوي کسان بلل شوي او زیاته شوې چې هغوی د سعودي عربستان په ګڼو سیمو کې د چاودنو پلانونه جوړ کړي، ولسي او امنیتي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې او د هیواد ملي ګټو او منافعو ته یې زیان اړولی.

په اعدام شوو سني علماوو کې د «عبد الرحمن الفالح، مشعل حمود الفراج، صالح الجمعة، نجيب عبد العزيز البهيجي، عادل الضبيطي، عبد الجبار حمود التويجري، فكري علي فقيه، أمين محمد عبدالله ال عقالا، فهد الزامل، فهد البريدي، ماجد إبراهيم المغيني» نومونه د یادولو وړ دي، چې ډیری یې په دې تور نیول شوي وو چې د جهادي ډلو په ملاتړ یې ویناوې کړې وې.

فارس الشویل د القاعده د شرعي کمیټې غړی و

په دې ډله کې د «فارس الشویل» په نامه هغه دیني عالم هم اعدام شوی چې سعودي چارواکو په ۲۰۰۴ کال له القاعده سره د تړاو او په دې هیواد کې د القاعده ډلې د مشر په تور نیولی و. نوموړي د قصیم پوهنتون څخه په شرعیاتو کې ماسټري اخیستې وه او د سعودي حکومت په سیاستونو یې اعتراضیه ویناوې او لیکنې کولې. په نوموړي ګومان کېده چې د القاعده ډلې د شرعي کمیټې غړی و.

د نوموړو کسانو د اعدام له اعلان څخه څو شیبې وروسته د پاکستان د علماوو شورا مشر طاهر اشرفي د دغه کار ستاینه وکړه او ویې ویل چې دوی له سعودي عربستان سره د «ترهګرو» په مخنیوي کې اوږه په اوږه ولاړ دي او په سعودي چارواکو یې غږ وکړ چې باید دغسې کسان په «اوسپنیز سوک» ووهي.

باید وویل شي چې د سعودي عربستان په زندانونو کې زرګونه دیني علماء له کلونو کلونو راهیسې په دې تور بندیان دي چې د واکمنې کورنۍ په سیاستونو یې نیوکي کړي او د جهادي ډلو په ملاتړ یې څرګندونې کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

د مسلمانانو بايد دې مسئلې ته پوره پام وي په اسلامي امت کې د کفري ټلوالې دوې سترې خطرناکې پوروژې دي چې هغه د سعودي حاکمان او د پاکستان انګريز نظام دی.
ددې پروژو لخوا اسلام او مسلمانانو ته درانه زيانونه اړول شوي او هم به واړول شي .

محمد قلندرزی
میلمه
محمد قلندرزی

محترم عبدالله وروره، د کفري ټلوالي یوه پروژه تر دې هم ډیره خطرناکه ده چي موږ یې د روافضو په نوم پیژنو چي دې ډلي د کفري ځواکونو په ملاتړ په تهران کي خپله ځاله جوړه کړې ده او پر اسلامي هیوادونو باندي د کفري یرغلونو په تسهیلول کي مهمه ونډه لري. که څه هم د سعودي دولت یو غیر اسلامي موروثي شاهي نظام دئ خو د دې نظام مستقیم ړنګیدل حرمین شریفینو ته د سخت زیان رسیدو زمینه برابروي. همدا سبب دئ چي اسلامي دولت تر اوسه د سعودي دولت پر ضد هیڅ ګام نه دئ پورته کړئ. نن… نور لوستل »