شعـــــرونه

دقــــــرآن فریاد – هاشم سادات

ستـا د لاری رهـــــــــــنما یم کاش تانه یم پیژندلي
ځـــــه کلام د پاک الله یـــــم کاش تانه یم پیژندلی

چاچه ته یی پیداکړي څوک چه ستادژوند مالک دي
رالیـــږلي هـــــغه چــا یـــم کاش تا نه یم پــیژندلي

ځــــــه دغیـــــرو ګیله نکړم خو لتامي ګــیله کیږي
غــورځـــولي دي پـــه شا یم کاش تانه یم پیژندلي

اي ځــمانه مروره راشــــه ماســــره په خولا شــــه
ستــــا دهــــرمرض دوا یــم کاش تا نه یم پیژندلی

ماپه مینه مینه ښکول کړه لږ مي اونیسه سینی ته
ولي پــریخے دی تـــنها یـــم کاش تا نه یم پیژندلی

پدی ستړي دنیـــــاګئ کښ دوحشت په تــورو لارو
ستا ملګرے ستا خــیرخوا یم کاش تا نه یم پیژندلی

هغــه ځایی د تنهایی کــښ او دقـــبر په تیرو کــښ
ځــه تســـل یــم ځه رڼا یـم کاش تا نــه یم پیژندلی

شپه او ورځ مي تلاوت کړه  اي هاشـــمه راته ګوره
ټوله مــــینه یم ښکلا یم کاش تا نــه یم پیــــژندلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x