ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (11)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

يوه ډيره عجيبه واقعه

حضرت جابر بن عبد الله رضي الله عنه بيان کوي چې يو ځوان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او عرض يې وکړ : [يا رسول الله ! يريد ابی ان ياخذ مالی] اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم ! زما پلار زما په مال باندې قبضه کول غواړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : [ائت بابيک عندی] خپل پلار دې ما ته راوله.

دغه ځوان پلار ته ورغی او ورته وې ويل : رسول الله صلی الله علیه وسلم تا ته په خپل دربار کې د حاضريدو امر کړی، ته ولاړ شه.

پلار يې راغی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل : [يقول ابنک انت تاخذ ماله] ستا زوی شکايت کړی چې ته د هغه په مال قبضه کول غواړې.

پلار يې وويل : اې د الله نبي صلی الله علیه وسلم! لږ زما له زوی څخه وپوښته آيا ما د خپلو نورو بچيانو د مصرف لپاره د هغه مال اخيستی او که مې د هغوی د رشته دارانو لپاره اخيستی.

په دې وخت کې حضرت جبرئيل علیه السلام د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او وې فرمايل : [يا رسول الله ! قال هذا الشيخ فی نفسه شعرا ما وصل الی اذنه] اې د الله رسوله ! دغه سپين ږيري په خپل زړه کې څو شعرونه ويلي کوم چې د ده تر غوږونو نه دي رسيدلي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له همدغه سپين ږيري پوښتنه وکړه :

[هل قلت فی نفسک شعرا؟] آيا تا په خپل زړه کې څه شعرونه ويلي؟.

سپين ږيري د دې خبر تصديق وکړ او وې فرمايل : [لا يزال يزيدنا الله تعالی بک بصيرة ويقينا] الله تعالی ستا په باره کې زما په بصيرت او يقين کې برابر زياتوالی را ووست.

بيا همدغه سپين ږيري په خپل زړه کې ويل شوي شعرونه واورول، د همدغو شعرونو لنډ مفهوم په لاندې ډول دی :

دی چې پيدا شو نو ما د هغه په پالنه کې ډير تکليفونه برداشت کړل، په ده به چې بخار قدرې تکليف راغی نو په ما به خوب کول حرام شول، زه به ټوله شپه ويښ ګرځيدم، زما زړه به چې د بچي تکليف وليد وبه ويريده او زه به وډاريدم، سره له دې چې زما زړه ته دا معلومه وه چې مرګ به يوه ورځ خامخا راځي، مګر دا يوه داسې رشته ده چې تر مرګ پورې د زوی ساتنه پلار خپل فرض بولي، مګر نن ورځ ما ته د خپل دغه زوی له نا روا چلند څخه داسې ښکاري لکه چې زه د هغه بيخي پلار نه يم، بلکې بل څوک يم.

زويه ! کله چې تا د ځوانۍ په دهليز کې قدم واخيست نو ما ستا په باره کې ډير ښه خوب ليد چې زما زوی ځوان شو، ګټه به کوي، زما لاس به پرې ازاد شي، سبحان الله ! تا زما خوب ته څرنګه تعبير ورکړ چې زما په باره کې ستا انداز بدل شو، ستا رويه سخته شوه.

کاشکې ! ته د والدينو له حقوقو لږ خبر وای، تر څو له ما سره يې داسې معامله نه کولای.

د دې واقعې بيانوونکی صحابي حضرت جابر رضي الله عنه فرمايي کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا شعرونه واوريدل نو وې ژړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپين ږيري د زوی ګريوان ونيو او وې فرمايل : [اذهب انت ومالک لابيک] ځه ! ته او ستا مال ټول ستا د پلار دي.

اسلام په خپلو ارشاداتو کې له مور پلار دواړو سره د نيک چلند کولو حکم کړی او هر يو يې په جلا جلا توګه ذکر کړي، تر څو د اولاد په نزد له والدينو سره د نيک چلند په توازن کې کوم خلل رانشي او په هغوی کې د کوم يوه حق ضايع نشي.

په يوه حديث مبارک کې ذکر شوي چې يو سړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې د جهاد په کولو د بيعت خواهش وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه پوښتنه وکړه : آيا په والدينو کې دې کوم يو ژوندی دی؟ له دې حديث معلوميږي چې له مور پلار دواړو سره يو برابر د نيک چلند کول واجب بلل شوي.

د سيده اسماء رضي الله عنها له حديث معلوميږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته له مشرکې مور سره هم د صله رحمي کولو حکم کړی، همدا شان يو کس د حضور صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او عرض يې وکړ : يا رسول الله ! زما د نيک چلند تر ټولو زيات حقدار څوک دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې ورته وويل : ستا مور، هغه کس وويل : له هغې وروسته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل : ستا مور، هغه وويل : بيا څوک؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل : ستا مور، هغه کس وويل : بيا څوک؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل : ستا پلار.

په دې حديث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې خبره تاکيد کړی چې د مور خدمت او له هغې سره نيک چلند په پلار باندې لومړی دی، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته صحابه کرامو رضي الله عنهم هم مسلمانانو ته د دې اهميت بيان کړی او په همدې خبره يې تاکيد کړی، حتی چې سيدنا ابن عباس رضي الله عنه (کوم چې د دې امت عالم او فقيه دی) له مور سره نيک چلند الله تعالی ته تر ټولو زيات نږدې کيدونکی عمل ښودلی، د هغه په خدمت کې يو سړی حاضر شو او وې ويل : ما يوې ښځې ته د نکاح پيغام ور وليږه او هغې له ما سره له نکاح کولو انکار وکړ، بيا بل سړي هغې ته د نکاح کولو پيغام ور وليږه او هغې ور سره نکاح وکړه، ما ته غيرت راغی او هغه مې ووژله، آيا زما توبه قبليدی شي؟ حضرت ابن عباس رضي الله عنه ورته وويل : آيا ستا مور ژوندی ده؟ هغه ورته وويل : نه ! هغه ورته وويل : بيا له تا څخه چې څنګه کيدی شي الله ته توبه وکړه او هغه ته د نږديوالي اعمال وکړه، عطاء بن يسار رضي الله عنهما کوم چې دا حديث له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کړی فرمايي چې زه د حضرت ابن عباس رضي الله عنه په خدمت کې حاضر شوم او له هغه څخه مې پوښتنه وکړه : تا له هغه کس څخه د مور د ژونديوالي په باره کې ولې پوښتنه وکړه؟ هغه راته وويل :

[انی لا اعلم عملا اقرب الی الله عز وجل من برالوالدة] زه نه پوهيږم چې له مور سره له نيک چلند څخه دې بل کوم عمل الله تعالی ته نږدې کيدونکی وي.

امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب (الادب المفرد) کې د کوم شروع چې له والدينو سره د نيک چلند په باب سره شوې، له مور سره د نيک چلند کولو باب يې له پلار سره د نيک چلند کولو په باب مقدم کړی.

قران کريم له والدينو سره په نيک چلند کولو او د هغوی د حق پيژندلو ډير تاکيد کړی او له همدې تاکيد سره يې د مور د فضيلت لوري ته هم اشاره کړې، ځکه چې د حمل او رضاعت په وختونو کې مور انتهايي سخت تکليفونه او مشقتونه برداشت کوي، لوی متعال خدای جل جلاله په خپل مقدس کتاب قران کې فرمايي : [وَ وَصَّيْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ١ۚ حَمَلَتْهُ اُمُّهٗ وَهْنًا عَلٰى وَهْنٍ وَّ فِصٰلُهٗ فِيْ عَامَيْنِ اَنِ اشْكُرْ لِيْ وَ لِوَالِدَيْكَ١ؕ اِلَيَّ الْمَصِيْرُ۰۰۱۴].

ژباړه : او وصيت، امر کړی دی مونږ انسان ته له مور او پلار خپل سره (په نيکي کولو ځکه چې په نس کې) ګرځاوه ده لره مور د ده په سستي سره له پاسه د بلې سستي او بيلول د ده دي (له تي نه) په (پوره کيدلو د) دوو کلونو کې (او ورته ويلي دي مونږ داسې) چې شکر کوه ما ته او مور پلار خپل ته خاص بيا ما ته دي راتله (ستاسو اې انسانانو!).

په دنيا کې په عام ډول داسې کيږي کله چې زوی دنيا دار شي، خزانې يې له مال او دولت څخه ډکې شي، ډيره پراخي ورته پيدا شي او يوه ښکلې (ښايسته) ښځه يې هم په نکاح کې شي نو هغه بيا خپلو والدينو ته هيڅ توجه نه کوي، خپل پلار او څه چې خپل پلار په ده مصرف کړي او کوم احسانات يې چې ور سره کړي هغه ټول هير کړي او د سپين ږيرتوب په حالت کې له پلار سره له مرستې کولو خپل لاسونه تر شا ونيسي چې له امله يې بيا په هغه باندې د الله تعالی غضب را نازل شي.

يو حقيقي او رښتونی مسلمان تل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه اعلان باندې عمل کوي :

[انت ومالک لابيک] ته هم د خپل مور پلار يې او ستا مال هم د هغوی دی .

د دغه حديث مکمل متن دا ده چې يو سړی د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او عرض يې وکړ : يا رسول الله ! زه د اولاد څښتن يم، له ما سره يو څه مال هم شته، زما پلار د هغه هلاکيدل غواړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل : [انت ومالک لابيک، ان اولادکم من اطيب کسبکم فکلوا من کسب اولادکم] ته هم د خپل مور پلار يې او ستا مال هم د هغوی دی، ستا اولاد د ستا بهترينه ګټه ده، د خپل اولاد له ګتې څخه يې خوره.

د امام احمد رحمه الله په يوه روايت کې دي : [فکلوا هنيئا] د هغوی له ګټې څخه مزې اخله او خوره يې.

امام خطابي رحمه الله په دغه حديث باندې حاشيه کړې : سوال کوونکي چې کله دا خبره ذکر کړه چې پلار يې د مال هلاکيدل غواړي د هغه مطلب شايد دا وي چې په هغه باندې د مصرف کولو لپاره چې څومره پيسو ته ضرورت دی هغه بيخي زياتې دي، د هماغه مصرف لپاره د مال منافع کافي نه دي، بلکې اصل مال هم له منځه پکې ځي، مګر بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه معذور ونه باله او په هغه باندې د مصرف نه کولو رخصت يې ور نکړ او وې فرمايل : ته هم د خپل مور پلار يې او ستا مال هم د هغوی دی، يعنې چې ستا مال ته يې کله او څومره ضرورت شي اخيستلای يې شي، لکه څنګه يې چې له خپل مال څخه اخيستلای شي، داسې نه ده : بلکې که چيرته له تا سره مال نه وي او ته ګټه کولای شې په تا باندې ضروري ده چې ته ګټه وکړې او په هغوی باندې يې مصرف کړې .

[عن ابي هريرة رضي الله عنه عن النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: رغِم أَنْف، ثُم رغِم أَنْف، ثُمَّ رَغِم أَنف مَنْ أَدرْكَ أَبَويْهِ عِنْدَ الْكِبر، أَحدُهُمَا أَوْ كِلاهُما، فَلمْ يدْخلِ الجَنَّةَ].

ژباړه : له حضرت ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي، بيا دې ککړه شي، بيا دې د هغه پوزه په خاورو ککړه شي کوم چې خپل مور پلار د سپين ږيرتوب په حالت کې پيدا کړي خوا دواړه وي که يو وي او د هغوی د خدمت نه کولو له امله جنت ته داخل نشي (مسلم) .

يعنې د يو چا چې مور پلار يا په هغوی کې يو ژوندی وي او کمزوري وي او زوی يې په همدې حالت کې هم خدمت ونه کړي.

لغات : رَغِم : چې له خټو سره يو ځای شي، دا په حقيقت کې د ذلت او فقر لپاره بد دعا ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x