فکري روزنه (15) – د کاميابي لوی سبب خود اعتمادي ده

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د کاميابي لوی سبب خود اعتمادي ده

د کاميابي لويه وجه خود اعتمادي ده، همدا شان د نا کامي يوه لويه وجه هغه عدم خود اعتمادي ده، دا د کاميابي او نا کامي په لار کې يو لوی خنډ دی، له خود اعتمادي څخه مراد دا دی چې هيڅ يو فرد له خود اعتمادي څخه پرته ترقي او کاميابي نشي تر لاسه کولای، يو ډير ذهين مګر له خود اعتمادي محروم طالب العلم هغه شان ترقي نشي کولای کومه چې يو درميانه ذهين مګر له خود اعتمادي ډک طالب العلم حاصلولای شي.

په ټولنه کې اکثر وګړي د عدم خود اعتمادي ښکار دي، په عدم خود اعتمادي کې انسان يقين نه کوي چې دی کوم کار کولای شي، داسې خلک د نورو په مخکې هيڅ يو کار نشي کولای، مثلا له استاذ څخه پوښتنه نشي کولای، د خلکو په وړاندې چې ودريږي د خپلو خيالاتو اظهار نشي کولای، ځکه د ده په دې يقين وي چې له ده څخه کوم کار نشي کيدلای، هر کار چې وي يا يې غلطه وي او يا يې ناکامه کوي.

د نفسياتو ماهرين وايي خود اعتمادي فطري يا پيدائشي صلاحيت نه دی، بلکه دا په مشق سره تر لاسه کيږي، عدم خود اعتمادي د انسان په کاميابي او ناکامي کې يو لوی خنډ دی، بلکه تر بل هر شي لوی خنډ دی، لهذا د دغه خنډ ليری کول پکار دي، د عدم خود اعتمادي د ختمولو لپاره څو مهمې طريقې په لاندې ډول ذکر کيږي.

(۱) د عدم خود اعتمادي لويه وجه د ماضي کومه ناخوشګواره واقعه يا د والدينو غير مناسب چلند کيدلای شي، مثلا د داسې خبرو کول ! ته دغه کار نشي کولای، له تا څخه کار کيدونکی نه دی او نور، په دغه صورت کې بايد د نفسياتو له کوم ماهر څخه مرسته وغوښتل شي.

(۲) احساس کمتري، په خود اعتمادي کې د کمي يوه وجه هغه احساس کمتري ده، احساس کمتري لره ضرور يوه وجه وي، اول هغه وجه معلومه کړی او بيا د هغې د ليری کولو لپاره يو پروګرام جوړ کړی، اکثر وخت په وړکتوب کې ناخوشګواره واقعات احساس کمتري پيدا کوي، د احساس کمتري د ختمولو لپاره که مونږ په لاندې ذکر شويو خبرو عمل وکړو نو تر ډيره حده مو احساس کمتري ختميدلای شي.

الف= دا خبره هر وخت په ذهن کې وساتی او په دې فخر وکړی چې د زمکې په ټوله کره باندې له تاسو پرته بل کوم فرد نشته، يعنې تاسو يواځې ياست، يا په بل عبارت په ټوله زمکه کې ستاسو مثل نشته، تاسو د يوه خاص مقصد لپاره پيدا شوي ياست.

ب = په هر انسان کې يو څه خوبی ضرور وي، خپلې خامی هيری کړی او د خپلو خوبيانو تالاش وکړی، له هغوی څخه يو فهرست جوړ کړی، په دغه فهرست کې له وړو نه وړې خوبی وليکی، مثلا ښه صحت، د ښه لباس شوق، د مطالعه شوق، خوش اخلاقي، ايمانداري، دروغ نه وئيل، نرم دلي، له غيبت څخه ځان ساتنه، په خندا له خلکو سره ملاويدل او داسې نور، د خپلو خوبيانو دغه فهرست د احساس کمتري تر ختميدلو پورې روزانه سهار او ماښام لولی او ځان ښه محسوسوی.

ت= په ټولنه کې يو فرد ضرور يو کار د ټولنې له بل فرد نه په ښه طريقه سرته رسولی شي، يعنې خدای جل جلاله هر فرد په ځينو خاصو صلاحيتونو سره نازولی، چا ته يې زيات صلاحيتونه ورکړي او چا ته کم، په دنيا کې هيڅ يو داسې فرد نشته چې هغه ته دې کوم صلاحيت نه وي ورکړل شوی، يعنې هر فرد کم از کم يو خصوصي صلاحيت ضرور لري، د کوم په واسطه چې له نورو څخه بهتر وي، د ستاسو تر ټولو ښه صلاحيت څه دی؟ د خپلو خصوصي صلاحيتونو فهرست جوړ کړی، هغه روزانه کم از کم يو ځل لولی او په هغه باندې فخر کوی.

ث = هيڅکله د ځان په حق کې منفي خبره مه کوی، مثلا احمق، بد شکل ناکام او نه بل چا ته اجازه ورکړی چې ستاسو په حق کې منفي خبره وکړي، تر دوو هفتو پورې تاسو دا نوټ کړی چې هغه کوم شی دی چې د هغه په وجه تاسو د خپل ځان په حق کې منفي خبرې کوی؟ هغه کوم شی دی چې د هغه له وجهې تاسو خپل ځانونه سپک ګڼی؟ د خپلو منفي سوچونو نګراني وکړی، کله چې د احساس کمتري کومه منفي جمله پيدا نشوله نو تاسو سمدستي وواياست زه يو ډير هوښيار شخص يم، دا مشق جاري وساتئ تر څو مو چې احساس کمتري نه وي ختمه شوې، هر کله مو چې خپل منفي سوچونه کنترول کړل، بيا خپل ځان ته يو انعام ورکړی، مثلا ځان ته کتاب، قلم واخلی او يا د خوښې خواړه وخوری.

ج = خپلې پخوانی غلطي په خپله ځانته وبخښئ او هغه هيری کړی، د هغوی يادول هيڅ ګټه نه کوي، بلکه هغه د تاسو په پريشانيو کې اضافه والی راولي، له ځان ويريدنې څخه نجات پيدا کړئ او د خپلو خوبيانو خيال مو ساتئ.

ح = د ټولنې لپاره خپل ځان ګټور جوړ کړی، خلکو ته په ښمر ورشئ، ډير زر به تاسو دا محسوسه کړی چې د ټولنې لپاره تاسو څومره مفيد ياست، خلک به ستاسو خدمت او قدرداني کوي او د تاسو احساس کمتري به ختمه شي، دا خبره په ذهن کې وساتئ چې خلک تاسو د ظاهري شکل او صورت له وجهې نه بلکه د شخصي خوبيو له وجهې دوست جوړه وي.

خ = غربت هم د احساس کمتري يوه لويه وجه ده، غربت ته د خپلی ترقۍ په لار کې د خنډ جوړيدلو موقع مه ورکوئ، خپل ځان ته د هغه چا مثالونه مخته کيږدئ کومو چې په غربت کې سترګې پرانستلی، اما د خپل محنت له وجهې يې خپل نوم په دنيا روښانه کړی، قطب الدين ايبک کوم چې يو غلام ؤ د بادشاهي بنياد يې کيښود، مشهور امريکايي صدر نکسن په کوچنيوالي کې څپلۍ او بوټونه پالش کول، د ماضي ټولو لويو خلکو د خپلی زندګۍ اغاز له غربت څخه کړی.

د = د احساس کمتري د ختمولو يوه آسانه طريقه دا هم ده چې تاسو په روز مره زندګۍ کې د دې اظهار وکړی چې تاسو د احساس کمتري ښکار نه ياست، په دې سره د ستاسو احساس کمتري ډير زر ختميدلای سي.

ذ = سترګې پټې کړی او داسې تصور وکړی چې تاسو د احساس کمتري ښکار نه ياست، بلکه ډير پر اعتماد ياست.

(۳) شرم، د خود اعتمادي په کمي کې يوه اهمه وجه هغه شرم دی، شرم دا مطلب چې د اجنبي خلګو، يا له استاذ، يا له صاحب منصب خلکو څخه ويره لري او د هغوی تر مخ د څه ويلو جرئت نشي کولای، شرمناک خلک له عامو خلکو سره د رابطې له قائمولو څخه ډاريږي، له هغوی سره له ملاقات کولو احتراز کوي، شرمناکو خلکو ته له نويو خلکو سره ملاويدل او له هغوی سره دوستي کول مشکل وي، شرمناک خلک د نورو خلکو خاصکر د اجنبيانو په موجودګي کې ډير خفه وي او ويره محسوسه وي، په داسې چاپيريال کې د هغوی نبض او زړه درزيږي، مخ يې تک سور شي او خولې پرې را ماتې وي، د همدغې ويرې له وجهې هغوی صحيح سوچ او فکر نشي کولای، شرمناکو خلکو ته له صاحب منصب خلکو سره د رابطې قائمول مشکل وي، طالب العلم له خپل استاذ سره او پياده (مامور) د ادارې له سربراه سره د رابطې کولو په وخت کې داسې کوشش کوي تر څو په داسې وخت کې ور سره ملاقي شي چې له هغوی سره بل څوک نه وي، د دې لپاره هغوی د ساعتونو نه بلکه د هفتو انتظار کوي.

شرمناک خلک د نورو خلکو په موجودګي کې عموما خاموش وي او خبرې نشي کولای، اکثر وخت په لړزيدونکي آواز خبرې کوي، د خلکو په موجوديت کې په کوم کار شروع نشي کولای، که چيرته د نورو خلکو په وړاندې د کوم کار کولو ورته وويل شي نو هغوی د عدم اعتماد له وجهې په ويره کې شي، شرمناک خلک عموما ښه او مؤثر ليډر نشي جوړيدای.

ځينې خلک په خاصو حالاتو او د خاصو افرادو په مخکې شرم محسوسه وي، مثلا په کومه جلسه کې تقرير کول، يا په کوم نوي ماحول کې، يا د کوم تنظيم په مخکې، يا له جنس مخالف سره د رابطې قائمولو په وخت کې.

شرم د جسماني معذوره کيدو په څير ذهني معذوره کيدل دي، کوم چې انسان فلج کوي، شرم يو منفي طاقت دی، د کوم چې ډير نقصانونه دي، مونږ يو څو په لاندې ډول ذکر کوو.

الف: شرمناک خلک له صاحب منصب او اعلی افسرانو څخه خپل حق نشي غوښتلای، د کوم له وجهې نه چې بيا دوی له خپلو جائزو حقوقو څخه محروم پاته شي.

ب : شرمناک خلک د خپلو صلاحيتونو اظهار نشي کولای، د کوم په وجه چې نه يواځې دوی بلکه معاشره هم د دوی له صلاحيتونو څخه محرومه پاته شي، همدا وجه ده چې د دنيا په تعمير کې د هغوی کردار قابل ذکر نه دی.

ت : د عامو خلکو په وړاندې چې دوی څه ويل غواړي نشي يې ويلای او چې څه کول غواړي نه يې شي کولای.

ث : د عامو خلکو په موجوديت کې شرمناک خلک د ښې کار کردګي مظاهره نشي کولای، چې وروسته بيا دا کار د هغوی د ترقي په لار کې يو لوی خنډ ثابت شي.

ج : شرمناک خلک د عامو خلکو په وړاندې يو صاف او واضحه سوچ نشي کولای، د کوم له وجهې چې دوی د بهترينو خيالاتو او رايو اظهار هم نشي کولای.

ح : دا خلک د خپلې کومې ذاتي مسئلې لپاره له بل چا مرسته نشي غوښتلای.
په ټولنه کې په ډير زيات شمير کې خلک د دغې مسئلې ښکار دي، د نرانو په نسبت ښځې ډيرې شرم کونکي دي او دا په مونږ  د لوی خدای جل جلاله رحم دی، که چيرته ښځې شرم کونکی نه وی نو حالات به بيا بل ډول ول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د