د ټولو پيغمبرانو دين همدغه اسلام وو

”د حق او باطل جګړې“ له کتاب څخه

د کتاب ليکوال: عبدالمالک همت

لوي څښتن فرمايي :

﴿ إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ ۗ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۗ وَمَنْ يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴾ [ آل عمران ٣:۱۹]

ژباړه: د لوى څښتن په وړاندي دين همدا اسلام دى. له دې دين څخه پرته چي اهل كتابو كومي بېلي بېلي لاري غوره كړي دي، د هغو د دې چار چلند له دې پرته بل هيڅ دليل نه وو چي هغو د علم له وركول كېدو وروسته په خپلو منځو كي يو پر بل باندي د تېري كولو لپاره داسي وكړل.

له دې مبارک آيت او د قرآن کريم له نورو آيتونو څخه جوتيږي چي زموږ واحد خداى د حضرت آدم علیه السلام له وختو څخه د نړۍ د ټولو وګړو لپاره همدغه د اسلام په نامه يو دين غوره کړى دى، او د ټولو انسانانو د ژوندانه د سم سمبالښت لپاره يې همدغه يوه لار غوره کړې ده. همدغه راز د ټولو پيغمبرانو علیهم السلام ا دين هم له  حضرت آدم  څخه تر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پوري همدغه اسلام وو او دى او دنده او موخه يې د مكاني او زماني شرايطو د اختلاف سره سره يوه ده. ټول رسولان يې خلکو ته د دغه دين سره استولي دي. هغوى ټول د دغه ستر امانت حاملين وه. له دې پرته نور هرڅه باطل او ورک لاري ده. لوى څښتن له دې دينه پرته بل دين نه مني. دغه راز دغه دين په هيڅ توګه بدلون هم نه مومي، او لوى څښتن يې د قيامت تر ورځي حافظ او ساتونکى هم دى. پر لوى څښتن باندي ايمان هم د هغه پر وحدانيت ايمان دى او دا وحدانيت د دين د وحدت تقاضا کوي کوم چي لوى څښتن خلکو ته غوره کړى دى، څو د خپل ژوند ټولي چاري د هغه پر بنسټ جوړي کړي. مسلمانان هم هغه دي چي يوازي پر لوى څښتن او د هغه پر ټولو رسولانو ايمان ولري او د کفر او شيطان د احزابو او صفوفو په وړاندي، په يوه اسلامي ډله کي ودرېږي

البته دا هم بايد وويل سي چي يوازي د اسلام په دعوه کولو او صرف په ژبه د کلمې په ويلو څوک نه مسلمانيږي او نه څوک يوازي په لمانځه، حج او روژو نيولو مسلمانيږي. دا هغه اسلام نه بلل کيږي چي لوى څښتن له هغه پرته په بل څه نه راضي کيږي. اسلام له تسليم، طاعت او مطابعت څخه عبارت دى. اسلام دادى چي د بنده ګانو پر هيوادونو او نورو ټولو چارو د لوى څښتن کلام حاکم سي. نه دا چي د امريکا په مشرۍ څو کفري هيوادونو پر څو اسلامي هيوادونو تېري کړي وي او دوى او يهود او يا د کفارو ګوډاګيان د هغو په نماينده ګي حکومت پر کوي او مسلمان يوازي طاعت او عبادت تر سره کوي او خپل نور مسؤوليتونه هيڅ نه درکوي او نه يې تر سره کوي.

دلته دا هم بايد وويل سي چي د کفارو او د شيطان د ډلو سرکښي او له دينه اوښتل او نوري لاري خپلول د جهل او ناپوهۍ له امله نه دي. دوى ته د خداى پر وحدانيت، د بشريت پر طبيعت او د عبوديت پر حقيقت قاطع علم راغلى وو خو بيا به يې هم د ناروا  ګټو د تر لاسه کولو او د هغو د خوندي کولو لپاره سرکښۍ، ظلم او عدوان ته مخه کول. په دې توګه د دوى دغه سرکښي د بغي او د نورو پر حق د تېري له مخي ده.

موږ په تاريخونو کي لولو چي د سياسي واکمنو ډلو لخوا به د علم  سره سره، د دغسي سر کښيو پر بنسټ په لوى لاس مذهبي اختلافات رامنځته کېدل. لکه چي ځينو قيصرانو به پر خپل تر لاس لاندي هيواد باندي د واک د هر اړخيز ټينګښت لپاره د يوه منځني مذهب د رامنځ ته کولو کوښښونه کول او له ايمان او عقيدې څخه به يې په سياسي او وطني مسايلو کي د لوبوني په توکه ګټه اخيستل. دغه راز موږ په تاريخ کي لولو چي مصريانو او شاميانو او د هغو پيروانو به د روم له واکمنو څخه د سياسي مسايلو او ګټو پر سر بد راتله. له دې امله هغو د روم له رسمي مذهب څخه کرکه کول. البته د دغسي اختلافاتو رامنځته کېده د يهودو او عېسويانو په ژوند کي ډېر ليدل کېدل. چي البته دا ټول په قصد او پوهه سره وه او ډېر ستر او شنيع تېرى او بغاوت باله سي.

لوى څښتن جل جلاله پر مځكه باندي د انسانانو د استوګني له هماغه پيله د هغو د ژوند سمه لار ور وښوول. خو وروسته له هغو څخه ځينو د شهوتونو د غلبې، له خپلو روا حقونو څخه د پورته او زياتو امتيازاتو او ګټو د ترلاسه کولو، د شبهو د زياتوب، د زړونو د سختوالي، د بدعتونو د رامنځ ته کېدو او داسي نورو له امله يو په بل پسې د ژوند دغه سمه لار ﴿ د اسلام دين ﴾ پرېښود او د هوا او هوس او د مادي ګټو د ترلاسه کولو او خوندي ساتلو په موخه او تقاضا يې ډول ډول ناسم  چلندونه غوره كړل. هغو دغه سمه لار د انساني رذيله خواصو په تقاضا، د نس، نفس او تسلط او لوړتيا خوښوني د شهوتونو او د واک او قدرت خوښوني او غوښتني، شيطاني وسوسو، غفلت، مادياتو خوښوني، سراښۍ او د نورو د حقونو د لاندي كولو، غرور او استکبار، تر نورو د ځان او خپلي ډلي او قوم د اصيل او لوړ ګڼلو، غولونو، بديو او فحشاوو ته د تمايل او داسي نورو له امله وركه كړه او شر خوښوني، سركښۍ، بغاوت او ظلم او حسد ته د تمايل پر بنسټ يې تحريفونه هم پكښي وكړل. د مځكي او آسمان انساني او غير انساني، خيالي او مادي ډول ډول موجودات يې د لوى څښتن سره شريك وګڼل، په خداى وركړي علم كي د ډول ډول وهمونو، نظريو او فلسفو په ګډولو سره يې بې شمېره مذهبونه رامنځته كړل. د اخلاقو او تمدن ﴿ شريعت ﴾ هغه عادلانه اساسات چي د لوى څښتن لخوا ټاكل سوي وه يا يې پرېښوول يا يې ګډوډ كړل او د خپلو نفسونو د غوښتنو او د خپلو تعصبونو سره سم يې د ژوند داسي قوانين له ځانه جوړ كړل چي له هغو څخه د خداى مځكه د ظلم او تېريو تورو لړو او لوخړو پر سر واخيسته.

دغه کيفيت حضرت علامه سيد جمال الدين افغاني رحمة الله علیه په خپل يوه مضمون” جنسيت او اسلام“ كي په بېلو الفاظو په دې ډول څرګندوي:” له يوه يوه څخه داسي ډلي جوړېږي چي په اندونو كي يې يووالى وي او ګډي ګټي ولري. بيا چي دا ډلي د حرص او هوس تر اغېزې لا ندي راسي نو د زور زياتي او ظلم او تېري پر لور ګام اوچت كړي. د ډلو بېلي بېلي موخي سره ټكر سي او د مرګ ژوبلي ډګر تود سي. د سره ټكر سوو موخو په دې ډګركي ملي تعصب رامنځته سي او له ګټو څخه دا احساس پياوړى سي چي پلانى هندى دى او بستانى، انګرېز، روسى يا تركمن دى. دا شيان د دې سراښ (حريص) عصبيت زېږنده دي“ (سيد جمال الدين افغاني، اند او ژوند ٢٠٧ مخ د عبدالمالک همت ژباړه).

له دې امله لوى څښتن جل جلاله بېلو بېلو سيمو ته په بېلو بېلو وختونو كي د دغو بې لارو وګړو سمي لاري ( اسلام ) ته د بيرته را اړولو لپاره په زرګونو پيغمبران ولېږل.البته دا پيغمبران د دې لپاره نه وه لېږل سوي چي هر يو په خپل خپل نوم يو مذهب را وباسي او ځان ته يو نوى او بېل امت وټاکي، بلکي د هغو د لېږني موخه داوه چي خلکو ته يو وار بيا هغه ورکه کړې حقه لار ور وښيي او بيرته له هغو څخه يو امت جوړ کړي.

كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ ۚ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۖ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ ۗ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ [ البقره  ٢: ٢١٣]

ژباړه: په لومړيو وختونو كي ټول خلك يو امت وو او پر يوه لار( اسلام ) روان وه. ( بيا چي دې وضعي دوام ونه كړ او اختلافونه را منځته سول ) نو لوى څښتن پيغمبران ولېږل چي په سم تګ زېرى وركوونكي او د انحراف له پايلو څخه بېروونكي وه، او د هغو سره يو ځاى يې حق كتاب ولېږى څو هغه اختلافونه چي د حق په باب د خلكو تر منځ راغلي وه فيصله كړي. ( او د دې اختلافونو د پېښېدو دليل دا نه وو چي په لومړيو كي خلكو ته د حق ښوونه نه وه سوې. نه !) اختلاف هغو كسانو را پيدا كړ چي د حق په برخه كي معلومات وركړه سوى وو. هغو د روښانو لارښوونو له موندلو وروسته صرف په دې موخه حق پرېښووى، بېلي بېلي لاري يې را منځته كړې چي غوښتل يې په خپلو منځو كي يو پر بل تېرى وكړي. نو لوى څښتن هغو كسانو ته چي پر پيغمبرانو يې ايمان راوړ په خپل اذن د حق هغه لار وښوول چي خلكو پكښي اختلاف كړى وو. د لوى څښتن چي چاته خوښه سي سمه لار ورښيي.

په دې ډول هر پيغمبر چي د لوى څښتن له لوري اسلام ته د وګړو د بېرته ورګرځېدو او د اسلام د بيا سم رامنځ ته کېدو لپاره ور لېږل سوى دى د هغه دين هم همدغه اسلام وو، او هر كتاب چي د لوى څښتن لخوا د نړۍ په هره ژبه هر قوم ته نازل سوى دى، هغه د همدې اسلام ښوونه كړې ده. كله چي په قرآن كريم كي د انبياوو علیهم السلام احوال په دقت سره ولولو راته څرګنديږي چي دوى ټولو خپل ولسونه د لوى څښتن توحيد، د عبادت سوچه والي، د آخرت پر ورځ ايمان لرلو، د طواغيتو او زورواکو ظالمانو سره شلوون، د هغو له پلوۍ څخه ډډي کولو، بلکي د دغسي ابليسي ځواکونو سره ډغري وهلو، د هغو له ولکې او سلطې څخه د ځان ژغورلو او د هغو له واکه د راپرزولو، د الهي او توحيدي نظام د ټينګولو، د ظلم او تېري نه كولو، عدالت او د ښو اخلاقو خپلولو او د ناوړو عادتونو او عملونو پرېښوولو او د دې او هغي دنيا نېکمرغۍ ته ور بلل او پر دې يې اتفاق وو.

د دې لړۍ په وروستۍ كي لوى څښتن جل جلاله زموږ خاتم الانبيا حضرت محمد مصطفٰى صلی الله عليه وسلم ټولي نړۍ ته د يوه جامع او بشپړ دين او شريعت سره چي د پخوانيو ټولو حقه اديانو په غېږ كي نيوونكى هم دى را لېږلى دى.

خو څنګه چي به د پيغمبرانو له لارښوونو او غوښتنو څخه ځيني  د هغو د ګټو، واک  او نفسي غوښتنو پر ضد وې، نو به يې د هغو تر خبرو خپلي باطلي رايي او نفسي غوښتني غوره وګڼلې او د هغو خبري به يې په درواغو لېکه کړې،  د هغو او د هغو د پلويانو سره به يې دښمنۍ راواخيستې او په ډول ډول زورونو او کړونو به يې د هغو کړولو او ان وژلو ته لاس واچاوه. په دې توګه چي به چا د لوى څښتن د پيغمبر خبره منل هغه به مسلمان او د حق د لاري لاروى به سو او چا چي نه منل هغه به كافر او د باطلو پلوى به سو.

په دې هکله د لوى څښتن دې وينا ته پام وکړئ:

لَقَدْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَأَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ رُسُلًا ۖ كُلَّمَا جَاءَهُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَىٰ أَنْفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُوا وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ ﴿٧٠﴾ وَحَسِبُوا أَلَّا تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُوا وَصَمُّوا ثُمَّ تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُوا وَصَمُّوا كَثِيرٌ مِنْهُمْ ۚ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿٧١﴾  [ المائده ٥ : ٧٠ ـ ٧١]

ژباړه: موږ له بني اسرائيلو څخه کلکه ژمنه اخيستې او هغو ته مو ډېر پيغمبران لېږلي، خو هر کله چي کوم پيغمبر هغو ته د هغو د نفسي غوښتنو پرخلاف احکام راوړي دي، نو چاته يې د درواغو نسبتونه کړي دي او څوک يې وژلي دي او له ځان سره يې دا انګېرلې ده چي څه فتنه راولاړه نه سي. له دې امله ړانده کاڼه سول. بيا لوى څښتن هغو ته بخښنه وکړه، خو له هغو څخه زياتره کسان لا زيات ړانده کاڼه سول. لوى څښتن د هغو دا ټول حرکتونه څاري.

دلته دا خبره د يادولو وړ ده چي د پيغمبرانو علیهم السلام اصلي دنده دا نه وه چي هغوى د طواغيتو او منحرفو وګړو سره جنګ جګړې او شخړي پر لاره واچوي، بلکي د دوى له اوصافو څخه يو ډېر ښه صفت چي لوى څښتن ورته ور په برخه کړى وو رحمت او شفقت وو، چي پر ټولو انسانانو يې درلود. لکه چي لوى څښتن د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په هکله فرمايي:

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ  [ الانبياء ٢١: ١٠٧]

ژباړه: او موږ ته د ټولي نړۍ د خلکو لپاره رحمت لېږلى يې.

او چي قرآن کريم په لږ غور سره وکتل سي څرګنده به سي چي نور نبيان هم د رحمت او لورېيني په صفت پسوللي وه. لوى څښتن پيغمبران د دې لپاره را استولي دي چي د انسانانو ګمرهۍ، بخولي او بدمرغۍ او ويرونه او بې وزلۍ ليري کړي. نېکو چاروته د هغو لارښوونه وکړي، د مستضعفو او بې چاره ګانو مرسته او ننګه وکړي د ظالمانو او تېري کوونکو لاسونه د هغو له ګرالبو لنډ کړي او له هغو څخه هم سالم انسانان جوړ کړي او له طغيان او سرکښۍ څخه يې را وګرځوي. خو لکه چي څرګنده ده دغسي سرکښه عناصر زياتره د خپلو ګټو او مصالحو د خوندي ساتلو په خاطر د انبياوو او د حق د پلويانو پر ضد په ډول ډول مخالفتونو او ژوبلو وژنو لاس پوري کوي، دښمنۍ ورسره را اخلي، له کور کلي څخه يې باسي، وهي او ټکوي يې، سپکي سپوري ورته وايي، پوسخندونه په وهي، بندي کوي يې، عذابونه پر تېروي، وژني يې او که يې څه پلويان موندلي وي وسله وال تېري او خونړي بريدونه پر کوي. بشري تاريخ، قرآن کريم او اوسني واقعيتونه ټول د دې خبرو تاييد کوي. لنډه دا چي باطل پالي تل د حق سره دښمني کوي او د انبياوو د لورېيني او مهربانۍ په وړاندي له غرور، جبر او طغيانه کار اخلي. په دې صورت کي نو مصلحت تقاضا کوي چي د دغسي کسانو شر دفع سي او ان په ځينو مواردو کي غوڅ او سخت چلند ورسره وسي. په حقيقت کي دغسي چلند دغسي انسانانو ته هم ګټور دى. دا داسي مثال لري، لکه کوچنيان چي په زوره ښوونځي ته لېږل کيږي او درسونه په داسي حال کي په ويل کيږي چي زړه يې نه غواړي. په دې صورت کي که د غير عقلاني عواطفو پربنسټ کړنه وسي او کوچنى لوبو او ساعت تېريو ته پرېښوول سي، پايله به يې دا سي چي راتلونکې به يې خرابه سي. کله چي يو جراح ډاکټر د ناروغ پر بدن د جراحۍ چاړه راباسي او د بدن غوښي يې ورپرې کوي او يا يې هډوکي ماتوي يا يې د بدن کوم غړى پرې کوي دا ګرده پر ناروغ باندي د لورېيني او ترحم او د هغه د خير او ښېګڼي لپاره دي.

په دغسي صورتونو کي قرآن کريم د بشپړو مسلمانانو صفتونه داسي بيانوي:

﴿ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ ۚ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ ۖ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا ۖ سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ۚ ذَٰلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ ۚ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَىٰ عَلَىٰ سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ ۗ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ﴾ [ الفتح ٤٨ : ٢٩]

ژباړه: محمد (صلی الله عليه وسلم) د الله رسول دى او کوم کسان چي د هغه سره ملګري دي، پر کافرانو سخت او په خپلو منځو کي خواخوږي دي.

بل ځاى د کاملو مسلمانانو اوصاف داسي ښيي :

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴾ [ المائده ٥ : ٥٤]

ژباړه: اى مومنانو! که له تاسي څخه څوک له خپل دين څخه واوړي لوى څښتن به ډېر ژر نور داسي خلک پيدا کړي چي لوى څښتن مينه ور سره کوي او هغوى د لوى څښتن سره مينه کوي، د مومنانو سره به نرمي کوي او پر کافرانو به سختي. د لوى څښتن په لار کي به جهاد کوي او د هيڅ ملامتوونکي له ملامتيا به نه بېريږي. دا د لوى څښتن فضل دى چا ته چي يې خوښه سي ور په برخه کوي يې. لوى څښتن د ډېرو پراخو وسايلو خاوند  دى او په هر څه پوهيږي.

بل ځاى مسلمانانو ته داسي لارښوونه کوي:

﴿ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ﴾ [ التوبه٩: ٧٣]

ژباړه: اى پيغمبره ! د کافرانو او منافقانو سره جهاد روان وساته، او پر هغو سخت اوسه.

بل ځاى فرمايي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴾ [ التوبه ٩ :  ١٢٣]

ژباړه: اى مومنانو ! د هغو کافرانو سره وجنګېږئ چي تاسي ته نژدې دي. او بايد هغوى په تاسي کي سختي ومومي او وپوهېږئ چي لوى څښتن د پرهېزګارانو ملګرى دى.

د حضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په صفتونو کي راغلي دي چي هغه « نَبِيُّ الرَّحْمَةِ و نَبِيُّ الْمَلْحَمَةِ » دى . يعني د رحمت او مهربانۍ او د جهاد او حماسو او سترو جګړو نبي دى. دغه راز د امام محمد بن يوسف الصالحي الشامي ( په ٩٤٢هـ مړ) په” سبل الهدى والرشاد في سيرة خير العباد“  کتاب کي راغلي دي چي په تورات کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم نوم ”احمد الضحوك القتال  “ ليکلى دى. ” الضحوك القتال  “  “يعني د مومنانو سره موسکى او خنده رويه او د کافرانو او د خداى د دښمنانو په وړاندي جهاد کوونکى.

حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دي: « هم للمؤمنين كالوالد للولد والسيد للعبد، وهم في الغلظة على الكفار كالسبع على فريسته » (تفسير القرطبي) يعني مسلمانان بايد د مسلمانانو په وړاندي داسي وي، لکه پلار د زوى په وړاندي او خاوند د مريي په وړاندي او پر کفارو باندي په سختۍ او غلظت کي بايد داسي وي، لکه څيرونکي ځناور پر خپل ښکار باندي.

نو څنګه چي مادي پالو کفارو د پيغمبرانو خبري نه منلې او د هغو په وړاندي يې له تشدد او ژوبلي وژني څخه کار اخيست، د اړتيا پر بنسټ  به  د كفر او اسلام يا د حق او باطل تر منځ شخړي او جنګ جګړې رامنځته سوې او سخته دښمني به  يې تر منځ ولوېدل، لوى څښتن فرمايي:

﴿  وَكَأَيِّنْ مِنْ نَبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُوا لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَكَانُوا ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ ﴿١٤٦﴾ وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلَّا أَنْ قَالُوا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿١٤٧﴾ فَآتَاهُمُ اللَّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الْآخِرَةِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿١٤٨﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ فَتَنْقَلِبُوا خَاسِرِينَ ﴿١٤٩﴾ بَلِ اللَّهُ مَوْلَاكُمْ ۖ وَهُوَ خَيْرُ النَّاصِرِينَ ﴿١٥٠﴾ سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا ۖ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ ۚ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ ﴿١٥١﴾ ﴾ [ آل عمران ٣ : ١٤٦ ـ ١٥١ ]

ژباړه: تر دې دمخه ډېر پيغمبران داسي تېر سوي دي چي د هغو په ملګرتيا کي ډېر خداى پالونکي وجنګېدل. د خداى په لار کي چي کوم غمونه پر هغو راغلل هغوى په زړه ماتي نه سول. کمزوري يې ښکاره نه کړه. او د ( باطل په وړاندي ) يې سرونه ټيټ نه کړل. لوى څښتن همداسي زغمونکي خوښوي. د هغو دعا صرف داوه چي : اى زموږ پروردګاره ! زموږ خطاوي او ګناوي راوبخښه، زموږ پښې ټينکي کړه او پر کافرانو باندي زموږ د بر لاسۍ لپاره مرسته راسره وکړه. په پاى کي لوى څښتن هغو ته د دنيا ثواب هم ورکړ او تر هغه غوره ثواب يې په آخرت کي هم ور په برخه کړ. د لوى څښتن همدغسي نېک عمله کسان خوښيږي. اى مومنانو ! که تاسي د هغو خلکو په خوښه کړنه وکړئ چي کفر يې غوره کړى دى نو هغوى به تاسي بېرته پر شا واړوي او تاسي به ناکام سئ. ( د هغو خبري غلطي دي) حقيقت دادى چي لوى څښتن ستاسي ملاتړ او مرستندوى دى، او هغه ډېر ښه مرستندوى دى. هغه وخت ډېر ژر راتلونکى دى چي موږ د حق نه منونکو په زړونو کي بېره واچوو. ځکه چي هغو د لوى څښتن سره په خدايۍ کي هغه څه شريک بللي دي چي د هغو په برخه والۍ کي لوى څښتن کوم سند نه دى نازل کړى. د هغو وروستى استوګنځى دوږخ دى او ډېر بد هغه استوګنځى دى چي دغو ظالمانو ته ور په برخه وي.

دا هم بايد له ياده ونه باسو چي د اسلام د مقدس دين د برقرارولو او د باطل د طردولو او له منځه وړلو لپاره سرښندني او هر اړخيزي هلي ځلي په کار دي. د مولانا مودودي رحمة الله علیه په وينا د دې دين لار هيڅکله په ګلانو نه ده فرش سوې. د مهالونو په اوږدو کي چي هر چا پر اسلام ايمان راوړى دى ځان، مال او ډېرڅه يې د دې دين د کاميابۍ او د دواړو جهانو د نېکمرغۍ د ګټلو لپاره په خطر کي اچولي دي او هر طاغوت چي د هغه په مخ کي خنډ سوى دى د هغه د نسکورولو لپاره يې په سرښندنه مقابله او مبارزه کړې ده. په دې هکله د قرآن کريم دې ارشاد ته پام وکړئ:

﴿ أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ ۖ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّىٰ يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَىٰ نَصْرُ اللَّهِ ۗ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ ﴾ [ البقره٢ : ٢١٤ ]

ژباړه: آيا تاسي دا ګڼئ چي همداسي به جنت ته ننوزئ. په داسي حال کي چي تر اوسه لا پر تاسي هغه هر څه نه دي تېر سوي، چي تر تاسي دمخه پر مومنانو باندي راغلي دي. پر هغو ستونزي راغلې، کړاوونه پرتېر سول، وبوږنول سول، ان تر دې چي د وخت رسول او د هغه مومنو ملګرو فريادونه وکړل چي د لوى څښتن مرسته به کله راسي؟ په هغه وخت کي هغو ته ډاډ ورکړه سو چي د لوى څښتن مرسته نژدې ده.

لکه چي له تاريخونو او د قرآن کريم له تفاسيرو څخه څرګنديږي د يوه پيغمبر په مبعوثېدو او هلو ځلو سره به د نړۍ د يوه ګوټ په خلکو کي د اسلام حق دين خپور سو، خو د پيغمبر تر وفات وروسته به بيا د مهالونو په تېرېدو سره خلک بيا له سمي لاري واوښتل. چي بيا به لوى څښتن د هغو د لارښووني لپاره استازى ورته ولېږى او بيا به د حق او باطل جګړه ونښته. چي دا لړۍ د  حضرت محمد صلی الله عليه وسلم تر مهاله او په راوروسته كي د اسلام او كفر تر منځ تر همدې اوسه روانه ده او نوره به هم الى ماشاء الله روانه وي.

د ولسونو په تېره  د انبياوو تاريخ ښوولې ده  چي د انبياوو بلنو به لومړى د مظلومو، بې وزلو او مستضعفو وګړو په زړونو كي ځاى نيوى او زياتره به دغو وګړو پر انبياوو ايمان راوړى او د هغو ملاتړ به يې كاوه. دا  ځكه  چي دوى به د هغو په بلنه كي عدالت، برابري، مينه او وروري او له ډول ډول مظالمو څخه د ځانونو ژغورل ليدل. خو بر عكس به فرعونان، نمرودان، شدادان ، قيصران، سترواکان، ظالمان، سركښان او ډول ډول لوى او واړه واكمنان، شتمن او په اصطلاح اشراف او لويان د انبياوو د دعوت په وړاندي درېدل. دا ځكه چي دوى د ټولو ټولنيزو فسادونو، شرونو او ناروغيو زڼي وه، كوم چي د انبياوو د بلني په منلو كي يې خپلي ګټي په خطر كي ليدلې. په پايله كي به د دوى د ګمراهۍ،  سرکښۍ، حسادت،  ځان غوښتنو او حق ته د غاړي نه ايښوولو له امله اړ كېدل چي د انبياوو او د هغو د بې وزلو ملګرو پر ضد ودريږي، د غرور او تكبر لار واخلي، په باطلو او غولونه تمسك وكړي او د حق پلويان وزوروي، په ټيټو سترګو ورته وګوري او ان اراذل يې وبولي او په وينو يې خپل لاسونه ورنګوي.

خو لكه چي په قرآن كريم كي لولو د لوى څښتن سنت او اراده داده چي خپل استازي د بې وزلو په ملاتړ پياوړي كړي او د هغو پر دښمنانو باندي په غلبه او بري سره خپل نعمت پر ولوروي. لكه چي فرمايي :

﴿ إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ ﴿٤﴾ وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ ﴿٥﴾  ﴾ [القصص ٢٨ :۴ ـ ۵]

ژباړه: فرعون په مځكه كي سركښي وكړه او د هغې اوسېدونكي يې پر ډلو ووېشل ، د هغو يوه ډله يې خواره كړه، د هغو هلكان يې وژل او د هغو ښځي  ( نجوني ) يې ژوندۍ پرېښوولې، دغه فرعون له مفسدانو څخه وو. او موږ اراده درلوده چي پر هغو خلكو لورونه وكړو چي په مځكه كي ضعيف كړى سوي وه  او هغوى لارښوونكي وګرځوو او هغوى وارثان كړو  او په مځكه كي واك وركړو.

دغه راز لوى څښتن فرمايي :

﴿وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَكْثَرُ الْأَوَّلِينَ ﴿٧١﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا فِيهِمْ مُنْذِرِينَ ﴿٧٢﴾ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِينَ ﴿٧٣﴾ ﴾ [الصافات  ٣٧:۱۷۱ ـ ۱۷۳]

ژباړه: موږ د خپلو لېږل سوو بنده ګانو سره له پخوا څخه لا ژمنه كړې ده چي خامخا به د هغو سره مرسته وسي او زموږ پوځ به هرو مرو برلاسى سي.

د لوى څښتن د استازو او رشتينو بنده ګانو ژوند ټول په رشتينولۍ او د كفر، فساد، ظلم او بې عدالتۍ سره په غزا، جهاد او مبارزه كي، پر لوى څښتن په ايمان لرلو، په زړه ورتيا سره او په رشتياني شجاعت او مړانه كي تېر سوى او پاى يې د مستكبرينو، جبارانو، فرعونانو، ټګانو او خاينانو او د شر او فساد د عناصرو وربوزونه په خاورو چيخلي دي او بېله څه مادي ګټي او هيلي يې كړېدلي او زورېدلي وګړي كوم چي د ولسونو اكثريت تشكيلوي له ډول ډول مظالمو او د بنده ګانو له بنده ګۍ څخه ژغورلي دي.

لكه چي په پخوانيو ټولنو او ولسونو كي د دغو مادي پالو طاغوتي او ظالمو كفري ځواكونو د ناوړو او استكباري كړنلارو د پلي كېدو په پايله كي ډول ډول فسادونه، لكه د لوى څښتن په وړاندي كفر، هغه ته شريك نيول، د نعمتونو ناشكري، سركښي، غرور، ورانۍ او بدمرغۍ، د ولسونو خوارول او ښكېلول، اسراف، بې ځايه لګښتونه، د بې وزلو د لاسنيوي پر ځاى د هغو لوټول او د هغو د شتو لاندي كول او خوړل، خيانت، چل ول، په درانه كاڼي رانيول او په سپك كاڼي وركول، زنا او لواطت او نور  رامنځته سول او بيا چي د لوى څښتن د استازو او نورو مصلحينو هلو ځلو، نصيحتونو او ويناوو ځاى ونه نيو، نو د لوى څښتن په قهر او غضب اخته سول او بالاخره داسي پوپنا سول چي يوازي يې كيسې په كتابونو او تاريخونو كي پاته سوې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mohammed
میلمه
mohammed

ماشاالله عبالمالک همت صاحب په رختیا چی ستاسو غوندی لیکوالان الله پاک داسلام خدمت دپاره پیداکړی او تول حقایق مو راتول کړی د مسلمانانو د لارخوونی دپاره سنګه چی تاسو اشاره کړی چی دالله دپیغمبرانو یوازنی دین اسلام ده او نور تول ادیان باطله ده چی پدی باندی قرانی ایات دیر دی چی الله ج فرمایلی ابراهم ع یهودی او نصرانی نه بلکه پاک مسلمان وو نو که سوک بیا داسی ووایی چی ابراهیم ځکه مسلمان وو چی یهودیت او عیسویت هغه وقت کی نه وو او دهغه نه وروسته راغی لکه چی زمونږ یو ورور په یو بل زای… نور لوستل »