افغانستان

دکونړ په دانګام کې سرحدي پولیس وژل شوي

 

{jacomment off}دکونړ ولایت له دانګام ولسوالۍ څخه راپورونه وایي چې په یوه چاودنه کې ۷ تنه سرحدي پولیس وژل شوي دي .

راپور وایي  چاودنه  د دانګام ولسوالۍ په تیرګي سیمه کې رامنځته شوې ده ، چې په نتیجه کې د اوو تنو سرحدي عسکرو په وژل کیدا سربیره څو تنه ټپیان شوي هم دي ، له سیمې یو بل راپور وایي چې له لومړنۍ چاودنې وروسته یوه بله چاودنه هم په یاده سیمه کې شو ې چې ۲ تنه ملکي وګړي یي وژلي دي .

 

تراوسه دقیقه نه ده معلومه چې ددوهمې چاودنې قربانیان ملکي خلک دي او که محلي پولیس یا حکومتي کسان ، ډیر ځله داسې پیښیږي چې حکومتي چارواکي ددې لپاره چې خپله مرګ ژوبله پټه او طالبان بدنام کړي ، او خپل تلفات پټوي او ټول قربانیان ملکیان اعلانوي .

تیره ورځ چې دغزني په اندړو کې طالبانو ۱۷ تنه اربکیان وژلي وو بي بی سي او ځینو نورو رسنیو دچارواکو په حواله وویل چې په دې برید کې ۱۰ اربکیان او ۷ تنه ملکي خلک وژل شوي دي ، خو دوی دا ونه ویل چې ملکي خلکو په نیمه شپه په پوسته کې څه بلا غوښته .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x