شعـــــرونه

پر فيس بوک آنلاين فی البديهه مشاعره

ترتيب  (مستور مجاهد)

د تېرې جمعې د شپې لسمه ( آنلاين فی البديهه مشاعره ) چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پر دېوال تر سره شوه په لا ندې ترتيب يې کتلی شئ !

د معمو ل سره سم دا دی مشاعره د ښاغلي ( احمدي صاحب ) د نعت شريف په مطلع پيلوو، په همدې قافيه او رديف يې راپيل کړئ

بلال خو کله دا ويلو چې جانان به نوي
د مدينې کوڅې به وي نبي سلطان به وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دامې احساس دامې ضمير او دا مې زړه نه مني
چې انقلاب به وي او ښکلی طالب جان به نوي
مالک وفا
.
دوی خو په فکر د عراق او فلسطين راغلي
ګوته په غاښ شول ويل يې دا افغانستان به نوي
خالق يار احمدزئ
.
که خدای کول دا سپين بيرغ به په ارګ ورپيږي
د امارت واګي به ټينګ شي ظالمان به نوي
عبدالله ذکر
.
زمونږ جونګړې ته اوبه راغلې را وڅڅېده
هغلته و ګوره جانانه چې ياران به نوي
زرقاوي ځاځئ
.
دا سپېرې دښتې به را و ټوکوي بيا ګلونه
تل خو به دا سړې سيلۍ بدرنګ خزان به نوي
عرفاني
.
په توره شپه يمه ولاړ د تود سنګر لمن کې
دروکې ګرځم د غليم چېرته ټکان به نوي
عزيزالله حسيني
.
د استکمال او استحکام په څو پوړيځو هڅو
د مستصحبو شاعرانو عرفان جان به نوي
خالق يار احمدزئ
.
بيا به جوړه ګرځم جانان سره په مينه مينه
دغه بد مخي غمازان او رقيبان به نوي
عرفاني
.
که کله ستا په پاک بشر باندې دردونه نوي
پوه شه چې نوره زندګي زمکه اسمان به نوي
صديقي احمدزئ
.
چې څنګه درز شي اربکيان د يو بل شاته پټ شي
يوبل ته غلي غلي وايي طالبان به نوي
زرقاوي ځاځئ
.
که مې دا ستا لمنه کلکه کړله سپينه ياره
تل به مې ګټه وي او هېڅکله تاوان به نوي
صديقي احمدزئ
.
د خوشحالۍ په انتها به مې الله خبر وي
حوض کوثر د جانان څنګ وي او هجران به نوي
مستفيد
.
مونږ افغانان له خپل وطن نه همېشه ځاريږو
د يرغلګرو سره مل هغه افغان به نوي
جبار تنها
.
زما به کله دارمان پوره شي لويه خدايه
چې زه يواځې ووم په کلي رقيبان به نوي
عبدالهادي احمدي
.
د غزلونو يو يادګار به درته جوړ کړمه زه
دا يادګار به درسره وي خو ريحان به نوي
ريحان جان ذاهد
.
د يرغلګرو مزدوران دې دا له زړه و باسي
چې صليبيان به دلته وي او فدايان به نوي
مستفيد
.
يوځل به بيا سپين بيرغونه په هر لور ورپي
شي به هېواد ازاد نور دغه کافران به نوي
عبدالستار پرهاري
.
زما ګډ وډ غزل به ليک وي دتاريخ پر پاڼه
له ډېرو پاتې به اشعار وي شاعران به نوي
عرفاني
.
د چاچې زړه د خوار يتيم په فرياد نه ځوريږي
ملګرو هغه کس حيوان به وي انسان به نوي
ابدالي اشنا
.
چې د حساب کتاب په وخت کې شفاعت مې وکړي
که تلاشي مې کړي زړګی خو بل ارمان به نوي
مهربان مجاهد
.
کبر غرور مکړه انسانه تاته څه پته ده
تل خو به دارنګه ځواني او دا دوران به نوي
عبدالمقيم ناقرار
.
ګرانه وطنه خفه نشې انتظار او سېږه
نور آزادي راځي نور دغه لوی بحران به نوي
امارتي زلمی
.
د زړه امان به مې پوره شي په فاني دنيا کې
تل به خوښي او خوشحالي وي نور خفګان به نوي
عبدالمقيم ناقرار
.
چې جنتي رب پيدا کړي په دنيا باندې دي
غلط پرې نشئ دا ښايسته ټول فدايان به نوي
شکرالله شمال
.
راځه جانانه يو دمينې ښه مجلس و کوو
دنيا فاني ده ګوره بيا دا مجنونان به نوي
خپلواک افغان
.
که مې د خپل مظلوم اولس او ښکې ورپاکې نکړې
په هغه ورځ به مې غيرت نوي ايمان به نوي
مالک وفا
.
بيابه دې ورپي په څوکو د حريت وزرې
دلته د کفر دا تور مخي غلامان به نوي
عزيزالله حسيني
.
که اسرافيل پورته شپېلۍ کړه د آواز لپاره
د عقبا غېږې ته به ځو دا خراسان به نوي
مهران مجاهد
.
دلته تنګ شوي مونږ له دغو رقيبانونه يو
هلته خو ښه ده دا ناولي غمازان به نوي
ريحان جان ذاهد
.
له امارت چې څوک جلاشي نو پښېمانه به شي
چې څوک ولاړ وي امارت سره پښېمان به نوي
زرقاوي ځاځئ
.
د انديښنو شپېلۍ وهمه او بې ياره يمه
ځمه دګلو کر کومه او ځوزان به نوي
صديقي
.
بيابه درځم دعشق په ورځ کې او دمينې په لار
مختور رقيب او دا بد مخه تور شيطان به نوي
مالک وفا
.
نور بيتونه هم وه بس په دې مو اکتفا‌ وکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x