نظــر

د ګاندي، غفارخان او منډيلا لارويانو!

عبدالرحيم مطمئن

د نه تاوتريخوالي او (عدم تشدد) فلسفه او نظريه مو هغه بادار ته وواياست  چې  تاسي سپوټ کوې، برمانه درکوې او دلته مو د ولسونو پر ضد هر ډول ناروا او جنايت ته اماده کوې .

دا فلسفه هغه چاته وواياست  چا چې شپږ ميليونه يهودان په اور کې وسوځول، دا فلسفه مو هغه بادار ته وواياست  چاچې په (هيروشيما او ناګاساکې) کې په يوه ورځ يوسله پنځوس زره خلک ووژل، دا نظريه مو هغه ته وواياست چې په فلسطين کې هره ورځ بشر ضد جنايات ترسره کوې، دا نظريه مو هغه ته وواياست چې په برما کې يې مظلوم مسلمانان ژوندي په اور وسوځول او دا فلسفه مو هغه غواپرستانو ته وواياست چې په هند کې مسلمانان دې ته مجبوروي چې بلاخره په تشدد لاس پوري کړې .

دا درواغجنه ډرامه مو دلته مه تمثيلوئ!

تاسو نه  ياست خبر چې دلته داسې قومونه اوسيږي چې تل يې نړۍ ته د سولې او سوکالۍ پيغام رسولى خو تل نورو يرغلونه پري کړې ځمکه،  فضا او هرڅه يې ترې يرغمل کړې .

تاسو نه ياست خبر! چې دلته د داسې دين پيروان اوسيږي چې په راتګ سره يې جاهليت کډه وکوله او نړۍ يې  د امن او استقرار ځاى وګرځاوه، د ښځو ژوندي خښول نور پاى ته ورسېدل،هرچا د مينې او ورولى په فضا کې ژوند پيل کړ او بشريت د روښانه راتلونكي په لور يې  ګړندي ګامونه واخيستل.

ددې ملت تاريخ ته يو ځل مراجعه وکړئ په خلاصو غوږنو او د عدالت په سترګو يې ولولئ، خو متاسغانه چې دا سترګې تاسو نه لرى !

تاسو به حتماً دا درک کړى چې دې خلکو هيڅكله ده تشدد لاره نده نيولې خو تل نورو اړ کړې دي، ازادي او ټول ملي او اسلامي ارزښتونه يې ترې يرغمل کړې دي .
تاسو به د تاريخ په پاڼو حتماً له زرينو کرښو سره مخ شى چې پري ليکلي به وي

هر چاچې زموږ خوا ته په بد نظر کتلي دي
موږ په ډېر تلوار د هغو سترګې را ايستلي دي

او دا به هم ولولئ چې کله هم چې چا د غرور ښکر کړې دي  او د امپراتورۍ هوا يې سر ته ورغلې ده، همدې سوله خوښو ولسونو يې ښکر مات کړې او ماغزه يې د اوسپني په سوک تري شيندلي، چې د يوه يې لا لږ کلونه کيږي او د بل په ماتيدو دې  ان شاءالله !

تاسو ياست چې د ولسونو دحق غوښتني او انتقام مخه مو ډب کړې ده، دښمن ستا په اوږه ټوپك ږدي او ستا ولس پرې وژني

خو ته يې اشغال او هر ډول نارواٶ ته دلايل تراشي، بادار ته دې شاباسى ورکوې ماته (ګاندي،  غفارخان اومنډيلا) الګو کوې.

يو ځل بيا هم درته وايم که غواړي د اولس له محاسبې خلاص شي او دلته په هسکو سترګو ژوند وکړې نو دا لاټيتوب دې پريږده او د اشغال بقا ته دلايل مه تراشه، کنه بيا به دې بادار هم نوي چې خلاص دې کړې  او په خړو سترګو به د هغو نورو په شان د ولس محکمې ته ولاړ وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Suliman Zahid

اصلا دا نظریه د اشغال د بقا لپاره جوړه شوی او د همدی لپاره ورته اشغالګران د نوبل جایزی ورکوی ، تعجب دا بی فکرو لارویانو ته که دوی د انګریزانو او نورو غربیانو مخالف ول نو دوی بیا ولی د همدی مخالفو له لوری ستایل کیږی ، هیڅکله څوک خپل دښمن نه ستا یی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x