شعـــــرونه

بلال باسل: زړه می بی واره نن ټوپونه وهی

هیڅ نه پوهیږمه چی څه به کیږی
زړه می بی واره نن ټوپونه وهی

دپاکی مینی دحصول په خاطر
خلک بلا ډیر واټنونه وهی

څوک پکی لعل څوک پکی سره لټوی
ددی لپاره لوی لوی غرونه وهی

نړۍ ان پورته شوه مریخ ته لاړه
داځینی خلک لا جیبونه وهی

لکه چی خوښ یی شومه داسی ښکاری
کړی اشاری راته لاسونه وهی

په سپین جبین کی دی خالونه ګرانی
لکه سپین ستوری سترګکونه وهی

کامیابه شول بس هغه څوک چی
دسرو  دکفارو ورمیږونه وهی

داسی یی انګیرم باسله! چی نور
سپین لمر را درومی تورتمونه وهی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x