نظــر

طالبانو ته وایم

حاجي غلام محمد معصومي –

نکل نه دی یو واقیعت او دا هم زموږ او ستاسی ژوندی تاریخ دی د ثور ۷ څخه وروسته چی افغانان په یوه او بل نامه ورک سول او د خان ملا ملک په نامه ډیر ښه او وطن پرسته افغانان داسی ورک سول چی اوس یی هم خلک د راتلو په انتظار دی، د وخت حکومت د دی په ځای چی ولس ته خدمت وکړی د خان ځمکه یی د هغه بزکر ته ور کړه چی نه بیا خان خوړلی سوای نه هم بزګر.

د ملا، سيد، ملک، خان څخه یی داسی ناوړه استفادي وکړلي، چی تاریخ په شرمیږي، خو د روسانو او امریکا یانو خبره وه چی یوی ډلی ته روسی وسله او پیسی ور کولی او بلی خوا ته بیا غربيانو پیسی او وسله ور کول، خو د وخت په تیریدو سره مجاهدین د الله په نصرت او د امریکایانو په کومک کامیاب سول خو هغه غربیان چی دا ۱۳کاله ور سره ملګری وو کله چی کابل یی ونیوی بیا یی دوی پريښودل او په خپل منځی شخړو اخته سول.

ملت هم د دوي ددي ناغيړيو په مقابل کي مخ ځنی واړوی هغه ملت چی د طالبانو ملا یی ور تړلی او د هیواد ۹۵ فیصد خاوره یی تر لاسه کړل خو د وخت ضرورت و چی د یوی لسیزی ورسته بیا امریکایان او ملګری یی د وسلو او پیسو سره یو ځای دملګرو ملتونو په مشوره زموږ پاکی خاوری ته راغلل د القاعدی په نامه یی جکړه پیل او ورسته بیا دهر افغان تر کوره دا جکړه ورسیدل چی اوس نه د افغانانو سر په امان دی، نه یی مال اونه یی ناموس.

دا چی ۱۴ کاله د نوی اداری تیر سول اوس بیا د داعش نوی غم را پیدا سوی چی دغه نوی غم نه افغان پر یږدی، نه مسلمان او نه هم انسان.

درې سوه بیګنا افغانان چی د ننګرهار په ولایت کی له داعش سره بندیان دی دا نه د خلګو څخه ورکه ده او نه هم د دولت څخه.

دانسان سر پریکول په هیڅ دین کی روایت نه لری خو اوس یی هم داعش او هم یی په ننګرهار کی د ظاهر قدیر وسله والو پرې کولو ته ملاتړلې ده.

نن دولسي جرګې وکیلانو وویل د خلافت ږغ راډیو د نشراتو د امریکایانو له مرکز څخه خپروني کوی او په طیارو کی وسله انتقالوي او دولت هم په دی اړه څه نه وایی نو معلومه خبره ده چی دا بیا د کافرانو یو بل شوم پلان دی .

مسلمانانو ته دامعلومه خبره ده چی په جنګ باندی نه دولت او نه هم طالبان ماتیږی.

که امکان وای، نو دا دري میاشتي به سختي جګړې هلمند اوس به یوی خواته سوی وای طالبانو ته می خواست دا دی چی که تاسی ددولت سره خبری شروع کړی له یوی خوا به داعش په سیمه کی کمزوری سی او دبلی خوا څخه به ددولت سره جکړه ودرول سی چی د هری جکړی پای سوله ده

په افغانستان کی د روسی د ولسمشر ولادیمر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم دا خبره وکړل چی ګواکی د داعش له منځه وړلو لپاره روسيې د طالبانو د مشرانو سره لیدلی دی اوس په کار داده چی طالبان افغان دولت سره خپلی غوښتنی شریکی کړی تر څو دا مذاکرات بین الافغانی سی او په اخیر کی به سوله هم د افغانانو په نصیب سی او که نه خدای مکړه دا جکړه به څو لسیزی نوره هم وغځیږی خو په اخیر کی به بیا هم سوله کیږی.

په ګران افغانستان کي د تلپاتي سولي په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبید

ها ورته وايه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x