افغانستان

ولسي جرګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر استیضاح کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې پرېکړه وشوه چې راتلونکې ناسته کې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير د دې جرګې له لوري استیضاح کېږي.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي وویل چې د رییسانو د مېټې په ناسته کې پر دې پرېکړه وشوه، چې ښاغلی عبدالرزاق وحيدي به د را روانې دوشنبې پر ورځ استیضاح شي.

د کورنیو دندو او اصولو د ۹۹مې مادې پر بنسټ د که د استیضاح په غونډه کې د استیضاح شوي وزیر دلایل د قناعت وړ نه و، ولسي جرګه له نوموړي نه د باور رایه بېرته اخیستلی شي.

د ښاغلي انعامي په خبره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر استیضاح د ولسي جرګې د ۶۵ غړو د وړانديز له مخې د دوشنبې ناستې په اجنډا کې نیول شوې ده.

نوموړي د ياد وزیر د استیضاح لاملونه د ولسي جرګې د کمیسیونونو غونډو ته نه حاضريدل ا و په وزارت کې غیر قانوني ټاکنې په ګوته کړي دي.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازي غلام حسين ناصري د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزرات ته په اشارې سره وویل، چې له ځينو ادارو فاميلي ادارې جوړې شوې دي، چې په وينا يې که مخه ونه نيول شي د ولس او دولت تر منځ به شته واټن لا ډېر شي.

ياده دې وي د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ولسمشر هغه دوه فرمانونه هم تاييد شول، چې له مخې يې د لومړي او دویم بست مامورينو واک د اړوند ادارو چارواکو ته ورکړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x