شعـــــرونه

غزل – مجا هد ينو په جر ئت غم دعقبا خو ړلى

غزل
استشهاديانو ژوند دپاك خداى په رضا خوړلى
دايې ارمان وو چي بس واى يې ډيرپخواخوړلى

آيا اوس شمعه ده قاتله اوپتنګ مقتول دى ؟
ما د پتنګ جنازه و كړه وو رڼا خوړ لى

د دې فانې دنيا ګئ چارې خلاصېدل نه لري
مجا هد ينو په جر ئت غم دعقبا خو ړلى

خوله يې شه ماته چي بدوائي په غازيانوپسي
غا ز يانو هر قدم قسم دى دو فا خو ړلى

باور مي نه شي چي دي هيڅكله قرارومومي
چاچي دچا سپېڅلى زړه دى په جفا خوړلى

داناالحق چيغه يې دارته بهانه جوړه كړه
منصور په دارنه دى منصور درب ثنا خوړلى

نورمي دزړه دجوړېدو ګمان كولى نه شم
څه غم خوړلى دى اسيره اوڅه تا خوړلى

نه غواړم تاته ځمكه سره كړمه الهامه ! آشنا
ځكه دا نه وايم چي درست يمه آشنا خوړلى

2013/02/26سيداحسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x