ادبي لیکني

که غواړئ چې ليکنه مو جالبه شي!

ژباړن: مولوي عبدالرحمن محمود

يوي عربي پاڼي ليکلي دي،که غواړي چي ليکنه مو جالبه شي او ده کتونکو دپام وړ وګرځي نو لانديني عوامل په نظر کي ونيسي أو دا هغه عوامل دي چي د ليکني په جالبتيا کي ډير مٶثر أومهم رول لري.

اول: صحت يعني سم والی او ښه جوړښت داِملاء:

د شنونکو په اند په هغه ليکني کي چي داملاء لحاظ سوي وي دا ليکنه کولاي سي چي دکتونکو توجه راجلب کړي او په زړونو کي ئي قرار ونيسي،او په مقابل کي يي هغه ليکنه چي د املاء مراعات نه وي پکښي سوي هرڅومره که يي مضمون مهم او دقدر وړ وي مګر بيا هم خپل قدر او ارزښت دلاسه ورکوي اوکتونکي ته د ذهن ستړيا پيداکوي.
دوهم: مراعات او لحاظ د اشاراتو د ليکنې:

مثلا که جمله مستأنفه وه يعني بله خبره شروع کيدله نو لازم دي چي هلته د تفريق اشاره راوړه سي مثلا/يا|، أو که جمله استفهاميه وه يعني دمخاطب څخه يي پوښتنه کوله نو لازم دي چي هلته بايد داستفهام اشاره راوړه سي مثلا?، أو که جمله معترضه وه يعني د ماقبل او مابعد سره يي ربط نه درلود نو هلته لازم ده چي دغه جمله به دقوسينو په مينځ کي راوړه کيږي مثلا( )،وعلى هذا القياس،داځکه چي ده اشاراتو مراعات اولحاظ کول دليکني په فهمولو کي ډيرستر حيثيت لري،

دريم: جالب عنوان کيښودل:

د څيړنکو په وينا هر هغه ليکنه چي عنوان يا په بله اصطلاح د سرټکي، ولري هغه ليکنه جالبيت ترلاسه کولاي سي أو ترڅنګ به يي ليکونکي داکوښښ هم کوي چي عنوان په مهم لباس کي راوړي،

څلورم: د مضمون نادروالی:

څيړنو دا ثابته کړي ده چي هر څومره چي دليکني مضمون دکتونکو داذهانو څخه ليري وي هغومره يي جالبيت زياتيږي،

پنځم: د مضمون تمثيل:

يعني که چيري ليکنه داسي ليکنه وه چي په ژوندي بڼه يي په عکس يعني په تصوير کي تمثيل ممکن وو لازم ده چي تصوير به ورسره نشرته سپارل کيږي.

شپږم: سياسي ليکنه:

څيړنوالو دا ثابته کړي ده چي په شريکو رسنيو کي دسياسي ليکنو کتونکي په زياته کچه ليدل کيږي.

اووم: د ټولنې ده ادابو لحاظ:

يعني بايد په ليکنه کي داسي الفاظ شتون ونلري چي د آدابو خلاف وي أو نازيبا کلماتي وي.

اتم: د ليکني اختتام به په داسي جملو کوي چي مخاطب هم په دي پوه شي کلام ختميدونکي ده چي په اصطلاح دبلغاٶ يي،حسن الاختتام بولي.

نهم: متل ياضرب المثل راوړل:

شنونکو داثابته کړي ده چي ضرب المثل هم وه ليکني ته جالبيت ورکوي.

لسم: سهل الفهمه ليکنه:

يعني نه زيات ايجاز واختصار پکښي وي او نه هم يو مخ اوږد والي چي کتونکي ورڅخه ستړي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x