شعـــــرونه

کوکاره – احمدي

قاري یوسف احمدي-

دیـــارانـــو بیلتون  مـرګ دی شـه هـــوښـیـــاره
خــــدای دي نــکا څوک بــې یاره بــــې ســالاره

زړه مـــــي وچــــاود په فـــــراق دخـــوږ ملګـري
بیـــلتانه پــــه زړه رنځـــــور کــــړم لالـــــــه  واره

دبیــــابان تـــــر لیـــونومــــي حــــال بتــــر شــــــو
خدایه خیر کړې څه ناورین دی او څه چاره !!

(حــقـانـی= شـریـف)سـرلاری دکـــــــــاروان وو
مـــرګــي واخیـــست له کــاروان پــرنیـــمه لاره

پــه تقــوی او هـوښــیارۍ  یــې ســـاری نـــه وو
پــه تـدبیـــر او ځـــراکــــت یـــې کـــړ هـــرکــــاره

د(مــــرحــــوم امــیر) دسِــــر او راز مــلــګــــری
د(زعـــیــم منــصــور)دپــریکـــړو مــُــستشـاره

دومره خوږ ،دومره حسـین دومــره سپیـڅلی
بــل  بـه نــشـي را پـیـــدا لــــه  (قــــنـــــدهــــاره )

زمـوږ تـاریـخ بــه (حــقــاني سیــد) حسـاب کـا
دهیـــــــواد دنــــــــومــــیالـیــــو لــــــــه قـــــطــاره

دجــــهــاد دســـپـیــنــې لارې یــــــو مـــشـــال وو
آه چــــي لاړ دروڼــــــو ستـــورو لـــــه مــــــــــداره

دمــــــرګـــي قـــاصــدان ســـم را پســي ګــــرزي
وَبلــه جـــار شـئ کــه شتمـــن یاسـت کـه ناداره

دژونـــدشـمــعـه داجـل  پــه شــمال مـــړه  شـــي
واړه ګــل شـي کـه پـه شمـار وي کـه بې شماره

دمرګي ســپاهـيان پـر خپل وخــت رسیــده کا
نــه یـــې زور مـــخـه نیـــوَی شــي نــه کــوکــاره

(احـــــمـدي) ددنــیـــا دارنـــګـــه قـــانـــون دی
کـــلـه یــو وړي  کـلــه بـــل دژونـــدلــــه  ښــــاره

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۲ ربیع  الاول ۱۴۳۷هق)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x