نظــر

غازی امان الله خان او ناکام امان الله خان

وهاج افغان-

دوه امان الله خانه لرو، په يو يې وياړو، خو په بل يې نه.

د دواړو د ايمان مسأله الله تعالی ته ده، او دواړه الله تعالی ته ورغلي دي، زمونږ لپاره يې ظاهر دی، دواړه مسلمانان و، او د مسلمانۍ تظاهر يې کړی دی، ځانونه يې کافر او ملحد نه دي ګڼلي.

په کوم امان الله خان وياړو؟

په هغه امان الله خان وياړو چې:

د افغانستان د استقلال پلار دی.

له انګرېزي ښکېلاګرو سره يې په نره جګړه کړې، او په نره يې د غازي لقب ګټلی.

په انګرېزانو يې جبرا د افغانستان استقلال منلی.

د نړۍ له مختلفو سترو او کوچنيو هېوادونو سره يې د افغانستان د اړيکو نيولو لپاره لارې هوارې کړې.

د ذکورو او اناثو زده کړې ته يې وده ورکړې، چې دا د ده ابتکار و.

شاهي يې دستوري کړه، او ولس يې له ځان سره په حکومت کې شريک کړ.

ښځې ته يې د کار فرصت برابر کړ.

د افغانستان فوځ يې آپډېټ کړ، او د وخت په لازمو وسلو او آلاتو يې سنبال کړ.

په هند کې يې د انګريزانو په خلاف د انقلابونو لپاره هندوستاني ولسونه په جوش راوستل. ځکه هندوستانيانو (مسلمان+غير مسلمان) ورته د يو ستر قهرمان په سترګه کتل، او تقديراوه يې.

ولس ترې راضي و، مستبد نه و، د شوری په اسلامي مبدأ يې عمل کاوه، ځان يې د ولس په وړاندې مسؤول ګاڼه.
——————————————

په کوم امان الله خان نه وياړو؟

په هغه امان الله خان نه وياړو چې:

خپله ښځه ملکه ثريا يې بې حجابه کړه، او لويې جرګې ته يې په اروپايي لباس کې حضور راوړ.

د غربي کلتور د رواجولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې، بلکه د جبري وسايلو له کارولو يې هم ډډه نه کوله.

حجاب يې منعه کړ، حجاب کړې ښځې يې په بازار کې له سودا اخيستلو منع کړې، او که کومې ښځې به مخالفت کاوه؛ جرمانه به ترې اخيستل کېده.

دوهم واده يې تحريم کړ.

افغانستان يې په اروپا قياس کړ.

ښځې ته يې د کار فرصت برابر کړ، خو نه په افغاني او اسلامي شرايطو، بلکه په اروپايي شرايطو.

د اسلامي مخالفتونو تر څنګ د سياسي حماقتونو ښکار شو.

له دې غافل پاتې شو چې انګرېز به خامخا له ده انتقام اخلي.

د خپلې ټولنې د حساسيتونو او احساساتو درک يې له لاسه ورکړ.

(هماغه کيسه ده چې: هوښياره مرغۍ نه نښلي، خو چې نښلي له دواړو پښو نښلي).
—————————————

که چېرې امان الله خان د خپلې ولس د ايمانياتو، احساساتو او حساسياتو درک له لاس نه وی ورکړی، ځينې اسلامي فوق الذكر احکام يې نه وی چېلنج کړي، د افغانستان غوندې په امي عنعنوي او له جهالته او ظلمه رنځېدلې ټولنه کې يې خپلو پوهنيزو او مديريتي اصلاحاتو ته زور ورکړی وی؛ نو نه به په دې ګران هېواد کې سرسخته کمونستان پيدا کېدل، نه به خلقيان او پرچميان منځته راتلل، او نه نور سرزوره افراطيان.

خو متأسفانه چې امان الله خان بذات خود د افراط او تفريط دواړو ښکار شو.

له متطرف طبيعت او متطرفې اب و هوا به همداسې متطرفين پيدا کيږي، هغه يې که اسلامپالو کې دي او که اسلام ضدو کې.

نو يا ربه رحم، يا ربه يوه معجزه، نور نو د نا اميدۍ مرحلې ته رسيدلي يو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبید

مننه. کور ودان. ښه لیکنه وه. ښه دروس پکښی وه .خصوصا دوخت حاکمی طبقی ته.

خلیل الله

په رښتیا، چې حقیقت تریخ دی ! له شاه شجاع نیولې تر غني پورې ټولو ځانونه معنوي پلرونه گڼلي؛ چا ځانته غازي ویلی او څوک شیر گڼل شوی . دا تېره ۲۱۵ کلنه لوبه نوره پای ته رسیدلې، ځوانان دې ځانونه د دوی په تر سره شوې لوبه کې په وینو نه لړي !

غوربندي

وهاج افغان سیب ديره عالي موزونه او معتدله ليکنه ده، خداوند متعال دي اجرونه درکري،

د اسلام ضدو آبخور بی دینی ده چی د بحث زاي نيشته پکي.

خو د په اصطلاح اسلامپالو په باره کی چی تاسو د افراط شکار بللي دي آبخور يي په تیر، اوس او راتلونکي کی یوازی او يوازي سلفيت/وهابیت دي چی انگريزي استعمار په تخت او منبر دوارو کی وده ورکري او دادی نن يي سره آخته کري دي.

فرید احمد خان

زما گرانہ ورورہ ایمان پہ ہر چا کی شتہ نہ سوک وابی سویدی اونہ سوک سلفی سویدی
لومڑی خبرہ پہ سبوت رسول کیژی چی افغان ولس شکر دہ کلیمہ وائ اولمونز کوی زکات ورکوی نورداسی شرائط ہم پرہ کوی
او دوہمہ خبرہ دا چی تاویلی چی مونگہ لہ خپل اسلام سخہ اوشتی یو او کافر پر موژ غاثب دی
1 موگ او تاسو تہ سوچ کول پکار دی چی مونگ او تی مسلمانان یو او ہغہ کافران دی مونگہ کلیمہ وایو او ہغہ خو کلیمہ ہم نہ وائ نو کافران ولی پہ مونگ غاثب دی!

الحاج استاذ بیانزی

وهاج صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو وةنی ! ستاسی لیکنی د محتویات سره چه له امان الله خان مو نر ښځۍ جوړه کړی سره که د ښځینه اړخ سره یی توافق لرم د د نارینتوب اړخ سره یی د تاریخی معلومات او سیمه کی د دوه لویو قدرتو استعماری کړنو او کله د یوه او کله د بل د موثریت له مخی پوره او جدی اختلاف لرم . د دی موضع ارزونه په یوه کوجنی تبصره کی ستونزمنه ده بیا هم څه به پری ولیکم : لمړی : تاسی ټولو ته پټه ده چه افغانستان ، روسانو او انګریزانو… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x