دیني، سیرت او تاریخ

دايمان شُعبې اوڅانګي

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
عن ابې هريرة رضی الله عنه  قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  الايمان بضع وسبعون شعبة فافضلهاقول لاله الاالله وادناهااماطة الاذی عن الطريق والحياءشعبة من الايمان (متفق عليه )
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه  څخه روايت دی چي  رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:دايمان څواويا څانګي دي ترټولوغوره(لويه) څانګه يې لااله الاالله اقرارکول دي  اوترټولووړه شُعبه  يې له لاري دتکليف ورکوونکي شي لري کول دي اوحياء هم دايما ن يوه  شُعبه ده(بخارې اومسلم)

تشريح :په دي حديث شريف کي دايمان شُعبې  څواويابلل شوې دي، خوپه بل روايت کي څوشپيته بلل شوې دي.

ددې احاديثو تطبيق داسي دی چي کله کله  هره يوه جلاشمارل شوې ده نوځکه زياتي شي  اوکله  بعضي  په بعضوکي داخلې کړې دي.

په دې حديث مبارک کي دايمان درې شُعبې  بيان شوې دي چي يوه يې اعلی اولوړه ده چي هغه  دلااله الاالله ويناده.

بله شُعبه  ترټولو وړه ده: اماطة الاذی عن الطريق. يعني له لاري  دداسي  شي لري کول چي  چاته تکليف رسوي لکه  ډبرې ،ازغي ،خښتي اوداسې نور…داکارکه څه هم  خلګوته ډيرمعمولي ښکاري ،له همدې امله عمل کوونکي هم ورباندي کم دي،خوليکن دادايمان شُعبه ده اوبايدعملي کړل شي.

نومطلب دادی چي  په دي حديث کي دايمان درې شعبې بيان شوې  چي يوه ېې  اعلی،بله ېې متوسطه اوبله ېې ادنی ده.

دايمان ټولي(۷۷) اوه اوياشُعبې په  نورواحاديثوکي   ذکرشوي دي.

په دي خبره هيڅ دعقل  خاونداختلاف اوشک  نه لري چي په دُنيااوآخرت کي فلاح اوکاميابی ته يوازې هغه څوک رسيدلی شې چی هغه په ځان کي دايمان اوصاف راوستلې وي اوځان يې په ايمان پوه کړی اودايمان ټولي شُعبې يې په عمل کي راوستې وي.

نوهرمسلمان بايد دايمان شعبې زده اوعمل ورباندي وکړې،ددې لپاره چي ددُنيااوآخرت نېکمرغي اوسرلوړي موپه برخه شي.

نوله دي امله موږ دلته دايمان ټولې هغه شعبې په لنډډول  ليکوچي کومې دمختلفواحاديثوڅخه علماؤ راايستلې دي.

ځيني شُعبې دزړه سره تعلق لري، ځيني دژبې سره اوځيني دبدن سره.

همدارازځيني  دځان سره اوځيني دټولني اوعواموسره.

دزړه سره تعلق لرونکې شًعبې:

دادېرش شُعبې دي:

۱: پرالله تعالی ايمان:په دې کي دالله تعالی په ذات،صفاتواوتوحيدچي دده په څېرهيڅ شی نه دی،ايمان راوړل داخلېږي( په داسې  عقيدي سره چي الله تعالی  ددي عالم ساتونکی،پيداکوونکی،إله  اومعبوددی.
دالله تعالی سره په دې  کي هيڅ  ډول شريک اودبرخي خاوندنشته،نه په پيداکولوکي،نه په پالني اوچلولوکي.
الله پاک  هرڅه اورې اوپه هرڅه خبردی، دسينوپه خبروهم پوه دی،نه په زمکه کي يوشی ترې پټيدای شي اونه په اسمانوکي.
الله تعالی دکمال،عزت،جلال،جمال، او دلويې په صفاتو سره متصف د ی.
الله تعالی اسماء حسنی( ښائسته نومان) لري.
لوی لوی صفات لري.
دالله پاک  صفات دچاسره ورته والی اومشابهت نه لري لکه څنګه چي يې ذات دنوروذواتوسره مشابهت اوورته والی نه لري.
موږدالله تعالی په ټولونومانواواوصافوايمان لرو لکه څنګه چي الله تعالی  دځان لپاره بيان کړې دي اوياهم دالله پيغمبرصلی الله عليه وسلم  دالله په هکله بيان کړې وي).

۲:په دي خبره ايمان لرل چي دامخلوقات ټول حادث  اودالله تعالی  مخلوق دي.

۳:په  ملائيکوايمان راوړل

۴:په ټولواسماني کتابونواوصحيفوايمان راوړل.

۵:دالله پاک په ټولوپيغمبرانوعليهم الصلاة والسلام ايمان  راوړل.

۶:په دې خبره ايمان راوړل چي دخيراوشرتقديردالله لوري دی

۷:دقيامت  په ورځ ايمان راوړل،په دې کي په قبرکي سوال،دقبرعذاب،پس له مرګه راژوندي کېدل،دالله حضورته راغوڼدېدل،دبندګانوسره دحساب کېدل،داعمالودتللولپاره ترازو اوپل صراط دټولومنل داخلېږي.

۸:په جنت اودجنت په همېشوالي ايمان راوړل.

۹:په دوزخ اوددوزخ په همېشوالي  ايمان  راوړل اوپه دې چي په جهنم فنانه راځي.

۱۰:محبة الله(دالله تعالی سره محبت کول)

۱۱: الحب في الله والبغض في الله:
خالص دالله پاک له امله  دچاسره مينه کول اودالله پاک له امله  دچاسره بُغض کول.
په دې کي دمهاجرينواوانصاروټولوصحابه کرامورضی الله عنهم اودنبي عليه السلام داهل سره محبت کول داخلېږي.

۱۲: درسول الله صلی الله عليه وسلم سره(تربل هرچازيات)محبت کول.
په دې کي په رسول الله صلی الله عليه وسلم  باندي درودويل اودده  دسنتوتابعداري کول هم داخلېږي.

۱۳:اخلاص:په دې کي درياء(ځان ښودني)اومنافقت پرېښودل هم داخلېږي.

۱۴:توبه اوپښېمانتيا(په خپلوګناهونوباندي)

۱۵:خوف(دالله پاک څخه دزړه وېره چي په ظاهراوباطن دواړواثروکړي)

۱۶: رجاء.يعني دالله پاک درحمت اميدلرل.

۱۷(له الله جل جلاله څخه)دنااُميدۍ پرېښودل.

۱۸:هميښه دالله پاک شکرونه کول.

۱۹:په وعده وفاداري کول.

۲۰:صبرکول.

۲۱:تواضع:يعني له زړه څخه عاجزي کول اوځان ترنوروکم بلل.
عاجزي يوازي دانه ده چي په خوله سړی دعاجزی الفاظ ووايي.
په دې کي دمشرانوعزت اودرناوی کول هم داخلېږي.

۲۲:(دالله تعالی پر ټولومخلوقاتو)رحمت اوشفقت  کول،په دې کي پرکشرانوشفقت اومهرباني هم داخله ده.

۲۳:په قضاء اوتقديرباندي راضي کيدل

۲۴:پر الله تعالی توکل کول.
(ديادوني وړده چي توکل دکارلپاره داسبابودپرېږدولوپه معنی نه دی بلکي اسباب استعمالول اونتيجه يې الله ته سپارل دي)

۲۵:ترک عجب:له خودپسندۍ اوځان خوښوني څخه ځان ساتل.په دې کي دځان دستايني اوپاکوالي بيانولو پرېښودل هم داخليږي.

۲۶:ترک حسد:دحسداوکينې پرېښودل.

۲۷:د مسلمان سره له دًښمنۍ کولو ځان ساتل.

۲۸:ترک غضب:يعني په  دُنيوي کارونوکي له غصې څخه ځان ساتل.

۲۹:ترک غش:له بدخواهۍ اودوکوڅخه ځان ژغورل.
په دې کي له بدګمانۍ اومکر(چم)څخه ځان ساتل هم داخلېږي.

۳۰:ددُنيادمحبت پرېښودل.
ددًنياددووشيانوپرېښودلوته زًهدويل کيږي:دمال محبت اودمرتبې اواقتدارمحبت.
دادېرش شُعبې دايمان هغه دي کومي چي دزړه سره تعلق لري.
اوس هغه شُعبې ليکوکومي چي دژبې سره تعلق لري،هغه اوه شُعبې دي.


دژبې سره تعلق لرونکي ايماني شًعبې :

۳۱:په  توحيدسره تلفظ کول( همدارازدنبي عليه السلام دپيغمبرۍاقرارکول)

۳۲:دقراٰن کريم تلاوت کول.

۳۳:دديني علم تعلم اوزده کړه کول(ځکه علم هم نور(رڼا)ده،ايمان هم نوردی،دواړه سره لازم دي)

۳۴:تعليم دين:يعني دديني علم بل چاته ورښودل.

۳۵:دُعاء کول:(مؤمن به دالله تعالی څخه د خپلوحاجتونودحل لپاره دُعاګاني غواړي)

۳۶:دالله تعالی ذکرکول،په دې کي استغفارهم داخلېږي .

۳۷:اجتناب لغو:له عبث اوبې فائدې خبروڅخه ځان ژغورل.

دا اوه شُعبې دژبې سره تعلق لري،اوس هغه شُعبې دبدن دنورواندامونوسره اړيکه لري،هغه ټولي څلوېښت دي،چي شپاړس يې دبنده دذات سره تعلق لري،شپږيې دبنده دکورنۍ،اولاداوخادمانوسره تعلق لري اوپاته اتلس شُعبې دعامو مسلمانانوسره تعلق لري:

د بدن سره تعلق لرونکې ايماني شُعبې

۳۸:طهارت:پاکوالی :په دې کي دبدن،جامو،ځای ټول طهارتونه داخلېږي.
اودبدن په پاکوالي کي له بې اودسۍ څخه اودس کول،له جنابت،حيض اونفاس څخه غسل کول(اوتيمم داوبودنشتوالي په وخت کي کول) داخلېږي.
(همدارازباطني اوظاهري دواړه صفايئ ضروري دي).

۳۹:اقامة الصلاة:دلمانځه پابندي کول:په دې کي فرض اونفل دواړه داخلېږي.همدارازدقضايي لمونځونواداءکول هم داخلېږي.

۴۰:دزکات اداءکول:په دې کي(نفلي)صدقه اوخيرات هم داخلېږي،په دې سرسايه هم داخله ده،په دې باب کٍي سخاوت،ډوډۍ ورکول(مسلمان ته) اودميلمه اکرام اوعزت کول هم داخلېږي.

۴۱:روژه:که فرضي  وي اوکه نفلي.

۴۲:حج،په دې کي عُمره کول هم داخلېږي.

۴۳:اعتکاف کول:په دې کي دليلة القدرلټون هم داخلېږي.

۴۴:الفراربالدين من الفتن:دخپل دين دساتلولپاره دفتنوله ځايه تېښته کول،په دې کي دشرک له ټاټوبي څخه  هجرت کول  هم داخلېږي.

۴۵:دنذرونوپوره کول اوورته پام کول.

۴۶:دقسم په اړه فکر،له بې ځايه قسمونوځان ساتل

۴۷:دکفارې اداکول(که هرډول کفاره وي)

۴۸:په لمانځه کي دننه اودباندي دعورت پټول.

۴۹:قرباني:اختری کول(همدارازنذري حيوان حلالول).

۵۰:القيام بامرالجنائز:دجنازودکارپابندي کول. يعني دمړه مسلمان  تجهيز،تکفين،تدفين اودجنازې لمونځ  کول.

۵۱:اداءالدين:دقرضونواداکول.

۵۲:الصدق في المعاملات(په معاملواوکارونوکي صداقت اورښتينولي اوله ځان ښودني ځان ساتل)

۵۳:دحق خبري شاهدي ورکول اودکوم دُنيوي يانفساني مصلحت له امله يې)له پټولوځان ساتل.
داشپاړس شُعبې دانسان دذات سره تعلق لري.

اوس هغه شُعبې چي دکورنۍ دنوروافرادواوخادمانوسره تعلق لري:

هغه شپږدي.

دکورنۍ سره تعلق لرونکې ايماني شُعبې

۵۴:التعفف بالنکاح :په نکاح سره ځان پاک لمنه کول(چي ځان له ګناه اوبدنظرۍ څخه وژغوري)

۵۵:داهل اوعيال حقوق پوره کول.اوپه دې کي دخادمانوسره نرمي کول هم داخلېږي.

۵۶:دموراوپلارسره نيکي کول اوله نافرمانۍ څخه يې ځان ساتل.

۵۷:داولاد(دشريعت مطابق)تربيت اوروزنه کول.

۵۸:صلۀ رحمي کول:دخپلوانوسره ښه ګوزاره اونېکي کول.

۵۹:دبادارانوتابعدارې کول(داحکم دغلام لپاره خاص دی،همدارازدغلامانوسره نيکي کول ځکه دمؤمن صفت دادی چي که باداروي،په غلامانوبه مهرباني کوي اوکه غلام وي،دسردارتابعداري به کوي).
اوس هغه شُعبې چي دعاموخلګوسره تعلق لري،ددغوتعداداتلس دی:
دعاموخلګوسره تعلق لرونکې ايماني شُعبې

۶۰:دحکومت اوامارت په حالت کي  عدل اوانصاف کول.(همدارازپه دې کي داهم داخلېږي  چي هرڅوک به په هرکارکي له عدل اوانصاف څخه کاراخلي)

۶۱:دمسلمانودجماعت اوډلي تابعدارې کول :يعني دصحابه کرامورضی الله عنهم دجماعت چي کومه طريقه وه،پرهغې روانېدل.

۶۲:داُولواالامردواکمنومشرانوتابعداري کول(په دې شرط چي ددوی خبره دشريعت مخالفه نه وي)

۶۳:دخلګوترمنځ اصلاح  اوجوړجاړی کول(کله چي يې ترمنځ اختلاف اوجګړه پيداشي)
په دې کي داسلامي دولت دباغيانوسره جنګ کول هم داخلېږي.

۶۴:دخيراونېکۍ په کارکي اعانت اومرسته کول.

۶۵:امربالمعروف اونهی عن المنکر(دښوکاروامر اوله بدوڅخه منع دخپل وس مطابق کول.

۶۶:دشرعي حدودوقائمول.

۶۷: دالله په لارکي جهادکول.په دې کي دالله عزوجل په لارکي پيره کول هم داخلېږي.

۶۸:دامانت(خپل خاوندته)اداکول.په دې کي دخُمس(اونوروشرعي حقونو)اداءکول هم داخلېږي.

۶۹:حاجت مندته قرض ورکول.اودقرض اداءکول.

۷۰:دګاونډي عزت  اودرناوی کول(اوښه  ژوندون ورسره تيرول)

۷۱:حُسن المعاملة:معامله اوکاروبارپه سمه توګه سرته رسول.په دې کي داهم داخلېږي چي مال به له حلال مال  څخه راغوڼدوي.

۷۲:مال په خپل محل اوموقع استعمالول.په دې له بې ځايه لګښتونواو اسراف څخه ځان ژغورل هم داخلېږي.

۷۳:دسلام جواب ورکول.

۷۴:دعاطس( دپرنجيدونکي) ځواب ورکول(يعني که پرېجېدونکی(نږونکی)الحمدلله ووايي،نوپه ځواب کي ورته يَرحَمَکَ الله ويل).

۷۵:له خلګوڅخه دتکليف بندول.

۷۶:له لهولعب(له داسي بې فائدې کارونوچي نه ديني فائده لري اونه دُنيوي)څخه ځان ساتل.

۷۷:له لاري څخه ددتکليف ورکونکي شي لري کول(لکه ازغي،ډبري اونورتکليف ورکوونکي شيان  له لاري څخه يوطرف ته کول).

داټولي اوه اوياشُعبې شوې چي دبخاري په شرح عُمدة القاري ص:۲۱۲ج۱) کي ذکرشوې دي.

که ددغوشُعبوتفصيل څوک غواړي نودحکيم الامت حضرت مولانااشرفعلی تهانوي رحمه الله کتاب فروع الايمان  ته دي مراجعه وکړي.

دغه شُعبې چي په څومره اندازه په مسلمان کي موجودي وي هغومره به دکامل ايمان خاوندوي،که په چاکي ټولي راغلي نوداکامل مؤمن دی که په چاکي بالکل نه وي نوداپوره بدبخت دی.

الله پاک دي موږټولوته توفيق راکړي چي داشعبې په ځان کي عملي کړو.

آمين يارب العالمين

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x