نړۍ

تهران: لاريون کوونکو د سعودي سفارت ته اور اچولی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومی ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل): په هغو ۴۷ کسانو کې چې تېره ورځ د سعودي عربستان د حکومت له لوري اعدام شول يو هم په کې د ايران شيعه ملا نمر النمر و چې د اعدام په غبرګون يې په تهران کې خلک راوپارېدل او د سعودي سفارت ته يې اور واچاوه.

د شنبې په ورځ د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې ۴۷ تنه ديني عالمان او د القاعده شبکې غړي يې له تروريزم سره د تړاو په تور وژلي دي.

دغه کسان په ۲۰۱۴ زيږديز کال د سعودي عربستان د سترې محکمې له لوري د مرګ په سزا محکوم شوي دي چې د شنبې په ورځ له ځینو څخه سرونه پرې شول او ځينې هم په ډزو ووژل شول.

په تهران کې د شيعه ملا د وژلو په غبرګون پارېدلو مظاهرينو د سعودي عربستان په سفارت کاڼې وورول، وروسته سفارت ته ننوتل او په چور او تالان يې لاس پورې کړ اوسفارت ته يې اور ورکړ.

په دغه شيعه ملا تور و چې په ۲۰۱۱ زيږديز کال يې په سعودي عربستان کې د سعودي د دولت پر ضد خلک راپارول او مظاهرې يې په لار اچولې او هم يې د سعودي عربستان په شاهي کورنۍ نيوکې کولې.

که څه هم ايران له سعودي عربستان څخه څو ځلې غوښتي و چې ياد شيعه ملا خوشې کړي او د اعدام د پرېکړې د لغوه کېدو په بدل کې يې هر قيمت ته تيار دي خو سعودي عربستان د ايران دغه غوښتنه ونه منله.

سعودي عربستان ډېر ځله د خپلو محاکمو د پرېکړو په عملي کولو ټينګار کوي او تورن کسان په ټاکلې سزا محکوموي.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت د ايران په وروسيتو څرګندونو او مظاهرو نيوکه کړی او ويلي يې دي چې سعودي عربستان له خپل قانون سره سم عمل کړی دی او دغه ډول اعتراضونه اونيوکې د سعودي عربستان په کورنيو مسئلو کې لاسوهنه ده.

باید وویل شي چې مخکې تردې چې په تهران کې دسعودي پر سفارت برید وشي، د مشهد په ښار کې د پاسیج په نامه ایراني شیعه ځواکونو د سعودي پر کونسلګري برید کړی وو او هلته یې هم د کونسګلرۍ ودانۍ ته اور اچولی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x