ټولنیزه برخه

د نظر اختلاف

د نظر اختلاف هغه څه دی، چې د بشر په تاریخ کې په هر وخت او زمان کې لیدل شوی. دغه اختلافونه مختلف دي، چې په سیاست، مذهب او نورو ټولنیزو پدیدو کې موجود دي؛ خو په سیاست او د نړۍ په دینونو کې زیات لیدل کیږي.

    که سیاست او سیاسي افکارو ته راشو؛ نو وبه ګورو، چې د بشریت په تاریخ کې هر وخت مختلف سیاسي افکار موجود وه. لیدل کیږي، چې هرې ایډیالوژۍ او مکتب د ټولنې د پرمختګ لپاره یوه، نه، یوه لار او نظر وړاندې کړی دی او د هغه فکر خاوند په دې نظر دی، چې ښایې دده دغه نظر به وکولای شي، چې ټولنه مثبت لوري ته رهبري کړي. دغه د نظر اختلاف، د کپټالیزم او سوسیالیزم په اقتصادي او عقیدوي نظامونو کې هم ډېر زیات لیدل کیږي.

    د نظر اختلاف د نړۍ په زیات شمېر دینونو کې هم لیدل کیږي او حتی همدغه د نظر اختلاف دی، چې یو شمېر دینونه یې یو د بل په مقابل کې رامنځته کړي. که د هندوئیزم دین ته وګورو، ددې دین په مذهبي کتابونو کې هندي ټولنه د پخوا څخه په طبقو باندې ویشل شوې ده. هندوئیزم چې د نړۍ د لرغونو دینونو څخه دی، په هند کې یې زیات نفوذ درلود او هندي ټولنې هم د بودا تر وخت پورې دغه دین په بشپړ طبقاتي ډول منلی وه؛ خو بودا د هندوئیزم د دغې فلسفې سره مخالفت وکړ او مجبور شو، چې هندي ټولنې ته داسې دین او ټولنیز نظام وړاندې کړي، چې هیڅ طبقات په کې وجود ونلري او ټول خلک په کې د یو شان حقوقو څخه برخمن وي. همدغه د نظر اختلاف وه، چې بودایزم د هندوئیزم د طبقاتي سیستم په مقابل کې وړاندې کړ او وروسته بودایزم د یو لوی دین په شکل خپل موجودیت ثابت کړ.

    اوسنی عیسویت هم ددغه نظر د اختلاف په وجه په مختلفو ډلو ویشل شوی دی، پخوا چې په عیسویت کې دوه، یوه د کاتولیکو او بله د ارتودوکسو ډلې وجود درلود؛ نو د دوی تر منځ په عقیدوي مسائلو کې دومره اختلافات نه وه؛ خو د مارتن لوتر د شپاړسمې پیړۍ اختلافاتو او اصلاحاتو په عیسویت د پروتستانتو لوی او نوی مذهب رامنځته کړ. مارتن لوتر د کلیسا د دغه نظر سره، چې ویل یې، یو عیسوي مجبور دی، چې د خدای سره د کلیسا د مشرانو په واسطه اړیکه ټینګه کړي، د نظر اختلاف درلود، هغه ویل، هر څوک کولای شي، چې د کلیسا د واسطې پرته د خدای سره اړیکه ټینګه کړي، همدغه د نظر اختلاف وه، چې پروتستانت په لویدیځ کې د یو نوي مذهب په بڼه رامنځته شو او اوس په عیسوي نړۍ په تیره د امریکا په متحده ایالاتو کې زیات شمېر پیروان لري.

    که د اسلام سپیڅلي دین ته راشو، نو د بیلابیلو اسلامي مذاهبو د رامنځته کیدو یو لوی لامل هم همدغه د نظر اختلاف دی. دغه اسلامي مذاهب یوازې په فقهي مسائلو کې اختلاف نلري، بلکه په خپل سیاسي نظام کې هم اختلافات لري او بل لامل د اسلامي مذاهبو همدغه سیاسي اختلاف دی، چې په مسلمانانو کې یې دوه لویې ډلې د سني او شیعه په نوم رامنځته کړي دي. ( دلته هدف هغه شیعه ګان دي، چې نورو اسلامي فرقو ته په عقیدوي لحاظ نږدې دي).

    که د سني مذهب څلورو لویو ډلو ته وګورو، د دوی د رامنځته کیدو لامل هم همدغه د نظر اختلاف دی، چې په کوچنیو فرعي او فقهي مسائلو کې ددې مذاهبو د علماوو تر منځ وجود لري، دغه د نظر اختلاف په اسلامي مذاهبو کې اوسنی نه بلکه ان د صحابه کرامو د وخت راهیسې موجود وه، چې وروسته بیا ټولو اهلسنت و الجماعت علماوو د صحابه اجتهاد د دین د اساس په شکل قبول کړ او د هغوی د پریکړو عملي کول یې واجب وکڼل؛ خو د دین په فرعي فقهي مسائلو کې اختلاف د تابعینو د پېر څخه پیل شو.

    مسلمان پوهانو دغه اختلاف ډېر ګټور بللی دی، وایې، په دې سره د دین ساحه ډېره پراخه شوه او هغو ټولنیزو مسائلو ته، چې د حالاتو په تغیر سره رامنځته کیږي، د حل لارې ولټول شوې.

     د اصحابو د اختلافاتو په اړه، امام ابو زهره په خپل کتاب کې د امام شاطبي د خولې لیکي: د اصحابو اختلاف د امت لپاره رحمت وه. خدای (ج) د اصحابو اختلاف په عمل کې د خلکو په ګټې او مفاد تمام کړ، څوک چې د کوم صحابي په علم عمل کوي، عقیده لري، چې په هغه کې پراخی او اساني موجوده ده.

        نن، په نړۍ کې د شلو څخه زیات ستر دینونه وجود لري او په هر دین کې بیلابیلې مذهبي فرقې شتون لري، د زیاترو تر منځ اختلافات موجود دي او هر یو کوښښ کوي، چې ځان بریالی کړي او زیات پیروان ولري؛ خو څنګه کولای شي، چې یو دین په نورو بریالی شي، په دې اړه فرانسوي مؤرخ ډاکټر ګوستاولوبون داسې لیکي:

    د یو کلک ایمان په مقابل کې مادي سلا کار نه شي کولای، پر هغه باندې یوازې بری په هغه صورت کې تر لاسه کیدای شي، چې تر هغه نافذ او ډیر کلک ایمان ورسره مخامخ شي، د روحي تعصباتو او عقایدو په مقابل کې به د توپو ګولۍ بې اثره وي.

زاهد خلیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x