نظــر

امان الله او مولانا

احمدالله احمدزی –

دا دوه ورځې له انټرنيټه لرې وم، چې راغلم، ګورم، يو انډوخر جوړ دی، چې سيکولر بې دينان په قصدي توګه او ساده خېل مسلمانان په ناپوهي د مولانا عبدالصبور، ملا او ديني ارزښتونو سپکاوی کوي.

لومړۍ خبره د غازي امان الله خان: په دې کې خو بيخي د بحث اړتيا نه شته، چې غازي امان الله خان يو ستر غازي، مجاهد او د خپلواکۍ تلپاتې اتل دی، ولس يې پر ځان راټول کړی و، په ډېر جرئت او مېړانه يې له انګريزانو خپلواکي ترلاسه کړې وه او ټول تاريخ پرې شاهد دی. امان الله خان واک ته له رسېدو سره سم خپلواکي اعلان کړه، ځکه یې اوس غازي بولو او شخصیت یې ټولو ته د درناوي او احترام وړ دی.

زما د خوښې تاريخپوه او فيلسوف ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد د امان الله ستاينه کړې د نورو تاريخ پوهانو په څېر يې هغه غازي، د خپلواکۍ امام او په هېواد مين پاچا ګڼلی او تر څنګ يې دا هم ويلي، چې امان الله خان ځوان و، تجربه يې دومره نه وه او له همدې امله يې ځينې تېروتنې هم کړي دي. دا یو علمي او معتدل نظر دی. نه ترې د امان الله خان مینه افراطي شوې او نه یې کرکه. یو اعتدال یې ساتلی.

د حداد بابا په وينا امان الله خان د ميرويس نيکه او احمد شاه بابا ځای ته نه رسيږي. امان الله خان غازي بولي، اتل یې بولي، د خپلواکۍ لیډر یې ګڼي؛ خو احمدشاه بابا او میرویس نیکه ته یې نو هم نه رسوي.

زموږ د خلکو يوه عمده ستونزه دا ده، چې منهجي او اکاډيميک فکر نه لرو. هر وخت، چې څوک مني له ټولو تېروتنو يې سترګې پټوي او څوک چې ردوي، بيا يې هېڅ ښه والی نه مني. موږ یې یا ټول منو، یا یې ټول ردوو. بس یوه افراط کې اخته یو. ډېر لږ مو معقول او معتدل قضاوتونه وکړل.

دا ستونزه زموږ په علمي او اکاډيميکو حلقو کې هم ده او په ځانګړې توګه د غازي امان الله خان په اړه هم دغه ستونزه شته.

زه خو وايم، چې غازي امان الله زموږ وياړ او اتل دی او ځينې تېروتنې يې هم کړي، چې بايد ومنل شي، مګر دا تېروتنې په دې معنا نه دي، چې د هغه ټولې قربانۍ، غزاوې او جهادونه يې محوه کړو او له اسلامه يې وباسو.

که هغه مهال داسې زيرک او بادرکه خلک پيدا شوي وای، چې غازي امان الله خان ته يې ښې مشورې ورکړې وای، چې د هېواد ابادۍ لپاره ستاسې نيت او عزم سم دی، مګر دا چې تاسې په کومه طريقه د هېواد پرمختګ غواړئ، ځينې يې بايد اصلاح شي او دی يې د ولس له حساسيتونو خبر کړی وای، زه فکر کوم، چې غازي امان الله خان به د خلکو مشورې خامخا منلې وای.

مولانا صاحب څه ویلي؟

مولانا عبدالصبور له تېرو شلو کالو پېژنم، ټول عمر يې د قرانکريم په دعوت او تفسير کې تېر کړی، ستر او بادرکه عالم دی، اختلاف په ډېره خوښۍ زغمي، د هر شاګرد او مخاطب خبره په غور اوري، توجه ورته کوي او په ډېرو قوي دلايلو ځواب ورکوي او ډېر وخت داسې هم کيږي، چې مولانا صيب له خپلې خبرې تېر شي او د مخالف خبره ومني.

دا چې مولانا صيب امان الله خان بې دينه بللی، د هغه په ږيره يې هغه سپک ياد کړی او د سقاو زوی يې له دې امله مجاهد بللی، چې ږيره يې وه، په ډېر ادب او مولانا صیب ته په پوره احترام وايم، چې دې خبرې سره یې موافق نه یم او ماته د مولانا صاحب دا قضاوت له تاريخه ناسم برداشت برېښي.

اصل خبره د هغو بې دينه سيکولرانو او د ټولنيزو شبکو د ځینو فعالانو ده، چې د مولانا صيب د يوې خبرې له امله د هغه ټول دعوتي خدمات په اوبو لاهو کوي، د هغه شخصيت، نورو علماوو حتی اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کوي دا خلک د فيل په غوږ کې ويده دي او دوی اوس فکر کوي، چې افغانان به د دوی پر دې سپکو سپورو له ملايانو لاس واخلي او دښمني به ورسره شروع کړي دا د دوی یو خوب دی. دلته دا مهمه نه ده چې دوی د مولانا صاحب پر کومې کمزورې خبرې نقد کوي، دلته مهمه دا ده چې دوی اوس د مولانا صاحب پر ضد خپله مافی الضمیر دښمني راڅرګندوي. اوس یې د دې دښمنۍ د ښکاره کولو مجال ترلاسه کړ.

که څوک د مولانا عبدالصبور په څرګندونو نيوکه لري دا يې حق دی، خو دلته د نيوکې خپل انداز دی، او تر دې مهمه د نیوکې هدف دی، دا نیوکه په کوم هدف کېږي، څوک یې کوي، ولې يې کوي.. دا یې له چلنده معلوميږي. که يوازې د امان الله خان دفاع وي، دا جلا مسئله ده، خو که خبره د علم، دين او ملا د دښمنۍ وي، دا هم خلکو ته څرګنده شوه، چې دغه سيکولران چې په سر کې يې نور محمد ضيا (خوشال خليل) دی او په ښکاره د خپلو ملګرو تر منځ ځان ملحد بولي له دې موقع په استفاده د علم، ديني ارزښتونو او علماوو سپکاوی کوي نو دلته بيا د کفر او اسلام کرښې معلومې دي. که مولانا صاحب عبدالصبور امان الله خان ستر غازي او د ازادۍ باني هم وګڼي، نورمحمدضیا به ورسره خپله دښمني پالي.

په تېرو پنځلسو کالو، په ځانګړې توګه د اشرف غني د واکمنۍ له پيله لومړی د هغه ښځې په اسلامي حجاب په زغرده نيوکې وکړې، د رجم سزا يې وحشت وباله، ايکسپرېس ورځپاڼې په څرګندو ټکو پر الله تعالی، رسول الله صلی الله عليه وسلم او نورو اسلامي مقدساتو نيوکې وکړې، له ولسمشره نيولې تر ولسکشره هېچا پرې غبرګون ونه ښود.

ولسمشر په خپله لومړنۍ مشهوره خطبه تر اوسه غلطه وايي، حسين رضي الله عنه «نواسه يې خدا بولي»، ټول ارګ پلوي «خياطان» يې په يو نوم او بل نوم پرده کوي، خو چې مولانا عبدالصبور يوه خبره وکړه، ټول ورپسې راپورته شول او د اطلاعات او کلتور وزير جهاني صیب هم اعلاميه پرې خپره کړه. جهاني ته په دې دومره ناپړېتو چې د ده ولسمشر او د ده د ولسمشر ماندېنې ووېلې د مولانا صاحب خبرو اعلامیې ته اړوېست.

زه داسې ډېر استادان او پوهان پېژنم، چې په شخصي مجلسونو کې پر غازي امان الله خان سختې توندې او ترخې نيوکې کوي، د خپلې مور پر مټ او انګريزانو په دسيسه يې د خپل پلار امير حبيب الله خان قاتل بولي، په ځينو کتابونو کې يې هم ليکلي، مګر هېچا د هغوی پر وړاندې داسې غبرګون نه دی ښودلی.

ستا د حکومت شريکوال مجيب رحيمي او نورې ډلې ټپلې دې، د افغانستان له جوړښته انکاري دي، د غازي امان الله خان سپکاوی، په دولتي ادارو کې کوي، د پدرام خبرې خو ټولو ته معلومې دي، د اطلاعات او فرهنګ پخواني وزير مخدوم رهين يوې ايرانۍ مجلې ته «افغانستان يک نام جعلي هست» تر عنوان لاندې مقاله ليکلې وه؛ هېڅوک داسې پيدا نه شول، چې مخې ته يې ودريږي او نه پرې جهاني صیب کوم غبرګون وښود.

جهاني صيب دې لطيف پدرام، مخدوم رهين د ډاکټر عبدالله وياند مجيب رحيمي او محکمې ته معرفي کړي، چې د افغانستان له اوسني جوړښت سره مخالف او غازي امان الله فاشست بولي او د هغه سپکاوی کوي.

درې مياشتې وړاندې، چې طالبانو کندز ونيو، د نورو جګړه مارانو انځورونه يې وشکول او د کندز څلور لارې کې د امان الله خان غازي انځور هماغسې ولاړ و، خو چې حکومت دوهم ځل کندز ونيو، حکومتي ملېشو لومړی د امان الله انځور څېرې کړ، مګر هېچا پرې هېڅ غبرګون ونه ښود. چا ونه ویل چې طالبه کور ودان، خدای دې راوله، اتل یې چې زموږ د اتلانو درناوی کوې؛ خو چې دولتي لنډغر ولاړل، د امان الله خان عکس یې څېرې کړه. چېرته وه ضیا جانه او نور بلابتر!

که جهاني صيب سره رښيتا هم د امان الله خان او ملي نواميسو غم وي، لومړی دې مجيب رحيمي، مخدوم رهين، پدرام او هغه دولتي ملېشې محکمې ته معرفي کړي، چې د افغانستان جوړښت نه مني، د ديني نواميسو سپکاوی کوي، امان الله خان فاشست بولي او په نورو سپکو الفاظو يې يادوي.

دغو سيکولرانو ته وايم، چې د امريکا په مشرۍ د پنځوسو هېوادونو غلامي کې يې ډېر سره او سپين وموندل، کورونه او تعميرونه يې په کې پيدا کړل، د امريکايانو په بقا کې خپل ژوند خوندي بولي او د ژوند هره ګړۍ يې د امريکايانو د احسان پورړوې ده، دوی څنګه د امان الله خان دفاع کوي.

موږ خو ځکه د امان الله خان دفاع کوو او د خپلواکۍ اتل يې بولو، چې انګريزان يې شړلي، هېواد ته يې خپلواکي ګټلې او تل به د ولس په زړونو کې وي او اوس هم د امريکايي اشغال مخالف يو او تر پايه به يې مخالف يو او دغه بې دينان هېڅ حق نه لري، چې د امان الله خان دفاع وکړي، ځکه چې امان الله خان د انګريز دښمن و، هغه له انګريزي ښکېلاک سره جګړې کړي او دوی د انګرېزانو حلقه بګوش غلامان دي او فخر هم پرې کوي.

ايا که اوس امان الله خان ژوندی وای، نو د دغو حلقه بګوش غلامانو په اړه به يې څه ويل؟

قدرت الله حداد په افغان ملي تاريخ کې ليکلي، چې امان الله خان د خپلواکۍ د اعلاميې خپرولو پر مهال ويلي و، چې هر چا د افغانستان په چارو کې د سر د يو وېښته په اندازه مداخله وکړه، «په دغه توره به ترې سر پرې کوم» خلکو د الله اکبر نعرې کړې نصر من الله وفتح قريب شعارونه يې ورکول او له خلکو يې د ازادۍ لپاره د جهاد بيعت او ژمنه واخيسته.

حداد بابا ليکلي، چې د امان الله د اعلاميې له مخې هر افغان، چې د خارجيانو جاسوس وي، د هغو لپاره کار کوي، سر يې د پرې کېدو دی.

نو دا خلک د غازي امان الله د دفاع هېڅ حق نه لري، بلکې د امان الله خان د خپلواکۍ د اعلاميې له مخې دا خلک بايد ووژل شي؛ ځکه چې دا څو ورځې د امان الله خان په دفاع کې ډېری فعالان د امريکايي اشغال غلامان دي.

پاتې شوه، د هغو سپين زړو افغانانو خبره، چې د غازي امان الله توهين يې زړونه دردولي، په ټول احترام بايد د مولانا صيب دعوتي ژوند مطالعه کړي، چې وړوکی د دين په خدمت کې رالوی شو، توره ږيره يې د قران په دعوت او تفسير کې سپينه شوه او دومره تېروتنې يې هم طبعي دي، هر انسان کمزوری دی او زموږ مخلص افغانان که پر مولانا صيب نيوکه کوي، نو بايد په پوره ادب او احترام يې وکړي، دا د دوی حق دی، خو نيوکه کې بايد د هغه شخصيت، ديني ارزښتونه او ملا ته په سپکه ونه کتل شي. له مولانا صاحب سره علمي اختلاف د هغه توهین نه دی، هر څوک حق لري چې پر علمي دلایلو ولاړه نیوکه وکړي.

زموږ او د بې دينه ډلو توپير بايد همدا وي، چې موږ هم له مولانا صيب سره اختلاف کوو،د هغه ټول عمر په نظر کې نيسو او وايوو، چې دا خبره يې سمه نه ده او بې دينه سيکولران د همدې ورځې په تمه و، چې د مولانا صيب له خولې داسې يوه خبره راووځي، چې دوی يې له مخې د دين او اسلامي مقدساتو سپکاوی وکړي.
سيکولران له ډېرې مودې مولانا عبدالصبور ته زړه تنګي و، په ټولنيزو شبکو او ناستو کې به يې د هغه له دعوت او قراني درسونو شکايت کاو او دا به يې د خپلو بې دينه فکرونو پر وړاندې خنډ باله او اوس يې سمه موقع په لاس ورغله.

سيکولران پر دې خبره پوهيږي، چې افغان هره خبره د ملا او عالم په خوله کوي او تر څو چې ملا او عالم ولس کې د معنوي واکمن په توګه وي، د دوی هڅې سرته نه رسيږي.

امان الله مو اتل، مولانا مو لارښود!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

احمدزي صيب مننه خبره دي سمه را تاو كري .خو دمولا نا خان خبري ته دي ليك حجاب ور اغوستي زه وايم عبد الصبور مولنا .هم دونه غته خبره كري جي دستر افغانستان به تول استقلال يي دشرم كرشه را شكلي او استقلال ته يي نا روا او بي دينه لا دينه استقلا ل ويلي زه هم دغه مجمع بيزنم (اصلاح) خو به والله كه به زوند دونه كار وكي دملك وطن لباره لكه غازي صيب جي به يوه ورز كي كول. مو لنا او مجمع يي هم بدي محتل دوران كي مزي كوي …ددين حفاظت به تصاوير او غوندو… نور لوستل »

engener habib

خو تاریخ دا خبره نده پټه کړې.جي امان الله ددیني عالیمانو اومشایخو پرمټ دخپلواکي اعلان وکړ.خو وروسته دانګریز لمن ته ولوید اوخپل دین یی پريښود.ګمراه شو.او دده دمتارکي له امله دډیورنډ کرښه همداسی پاتي سوه.کنه ملی مجاهدینو ددیني علماوو په مشري.تربنو اوپیښوره انګریزي لښکر پرشاتمبولی و.دډیورنډ لاین نور ځکه حثیت نه لاره.چې چې انګریزانو معاهده ماته کړې وه اوبیرته یی یرغل کړی و.جګړه پیل وه مجاهدینو نور اټک ته ځان رساوه.چي دغه بي دینه غازي له انګریزسره معامله وکړه اومسلمان ملت او دهغوي قربانيو ته يې شاکړه.بیاچی يې اروپاته سفر وکړ .له هغې خوایې ميرمن نیمه بربنډه ورسره راوسته.پر اذان… نور لوستل »

غوربندي

احمدزي سیب ستاسو ليکنه ديره موزونه ده، خداوند متعال دي اجرونه پیکری. زما له نظره هغه په اصطلاح اسلامپالي چی له طالب سره قومي تعصب او سیاسی اختلاف د اشغالگرانو لمني ته رسولي، له خپل تول خدمت سره سره طالب ته مختوري او د اشغالگرانو د غلامانو له خوا يي وخت نا وخت توهین کيژي، سه موده مخکي چی د کاکا-تاک زوي په گردي میز کی د يوي فاحشی له خوا په بوتلو وويشتل شو زه پری خوشاله شوم ز که دا اسلامپالي غواري له درمسال سخه اسلامی خطابي ورکري ز که چی تکیه يي په خدای پر زاي د… نور لوستل »

میړنی شمالی وال

کور ودان احمدزی صاحب
پوه سړی یی او دپوهی قضاوت دی کړی دی
دین دښمنه له دی موضوع نه داسلام پرخلاف کار اخلی

mohammad vakil vaziri

احمدزی صاحب ستاسو په لیکنه کی یوازی د لاندی پراګاف او د اشرف غنی دخبرو په اړوند کولای شو همغږی اوسو: (ستا د حکومت شريکوال مجيب رحيمي او نورې ډلې ټپلې دې، د افغانستان له جوړښته انکاري دي، د غازي امان الله خان سپکاوی، په دولتي ادارو کې کوي، د پدرام خبرې خو ټولو ته معلومې دي، د اطلاعات او فرهنګ پخواني وزير مخدوم رهين يوې ايرانۍ مجلې ته «افغانستان يک نام جعلي هست» تر عنوان لاندې مقاله ليکلې وه؛ هېڅوک داسې پيدا نه شول، چې مخې ته يې ودريږي او نه پرې جهاني صیب کوم غبرګون وښود. جهاني صيب… نور لوستل »

عبدالخالق

زما خو يې د ښځو باره کې د بې پردیتوب او انکلستان او بیا د خان خاین خان (عبدالغفار خان ) په مرسته د رس چړوستوب نه هیریږي …… همدغو کارونو يې زمونږ په تاریخ تورداغ ولږاوه …. بس دغه درې مشران مې د هیواد به تاریخ کې منلي او خوښ مې دی (۱) میرویس خان نیکه (۲) احمدشاه بابا (۳) امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد

عبدالله

دا خېټور ملایان څه بلا وهلي ول چې د انګرېز د حکم د تعمیلولو او د افغاني واکمنۍ د ړنګولو پرځای ورغلي وای له امان الله خان غازی (رح) سره ناست وای او ورته یې ویلي وای چې دا کار عیبونه لري او دا ګټې، نو له دا ځینې کارونو نه تېر شئ. بلا دا چې ملا صبور چې وایي چې د ګوډ ملا لاندې به واښه راشنه کېدل آیا دا خبره د توجیه وړ ده؟‌

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط د ښکيلاک او د ښکيلاک د ځيره خورو د تاريخ په اوږدو کي په اشغال سوو هيوادونو کي دې پاليسي ښه کار کړۍ دی ، چي په اشغال سوي هيوادکي د پرګنو فکرونه داسي خواو ته واړووي ، کوم چي هغه د جهاد ، خپلواکۍ او مقاومت سره هيڅ اړه او ارتباط ونلري. پرکنې د هغوی د تاريخ په تيرو بحثونو باندي مشغولي او مصروفي وساتي. څوښکيلاک ، ښکيلاکګراو دهغوی اجير مزدوران يې د ياد او خاطر څخه ووځي. او څه ناروا اعمال چي په يوو اشغال سوي هيواد کي تر سره کوي ، پرګنې… نور لوستل »

Rahmatullah

د مسلمانانو ترمنڅ نظري علمي او حتی عقیدوي اختلافونه اوج ته رسیدلي چي په هیڅ وجه مو په ګټه ندي راځۍ موجوده حالت ته توجوه وکړو چي څه انډوخر ده،هرڅه مو تباه دي په خدای.
څوک چي پدې موجوده غلام شرمیدلي او مفسد نظام کي دي او د چوکۍ په خاطر یی ځان ټولي دونیا ته وشرماوه هیڅ حق نلري چي له هیڅ ډول ارزښتونو نه ددفاع په نامه لهوالعب ووایی
د احمدزي صاحب ښه تبصره وه.

mohammed

رازی ورونو چی په اسانه یی فیصله وکړو دا مخالفتونه او هغه دا چی که د امان الله اقوال افعال جهاد یا دکفارو سره برخورد د رسولنا حبیبنا خوږ محمد ص په طریقه وو نو خه ده او پردغه خبره مونږ او تاسو نه الله خه پوهیږی او که نه وو نو بیا خو مونږ که اوس زانونه په چیغو وشکوو چی قهرمان دی نو هر ګز قهرمان نه جوړیږی او نه دالله له عذابه یی خلاصوی شو او هغه خلک چی اسلامی نظر نلری او وایی چی که دمحمدص په طریقه وو که نه وو نو زمونږ قهرمان ده… نور لوستل »

فریدون

امان قهرمان نه وو بلکه یو بی دینه کس وو او د بی دینانو لپاره قهرمان وو دا د بی دینانو یو ظلم وو چی اکثریت یی پشتانه وو او امیر حبیب الله خان یی له واک نه لری کر حبیب الله خان او ملا عمر یو شان ته په دین مین او د مسلمانانو سره محبت کوونکی امیران تیر شوی دی. دا چی زمونژ تاریخ کمونیست غبار او نورو بی دینانو لیکلی دی دا بیله خبره ده او مونز یی باید وه نه منو دلته هر غلام لوی قهرمان دی جکه چی استعمار یی خلکو ته لوی معرفی کوی… نور لوستل »

پیر محمد

ښاغلی احمدزی صاحب ! مولا نا زه هم پیژنم چی دلنډی مودی لپاره ولایاتو ته سفرونه کوی بهانه یی د قران عظیم الشان تفسیر ا و ترجمه وی، مګر په دی بهانه په ولایاتو کی د ځوانانو په مغزو کی زهر پیچکاری کوی، که چیری دی واقعا دا اراده ولری چی خلک په قران پوه شی، تفسیر او ترجمه یی زده کړی ولی په یوه معتبر علمی مرکز کی دایما در س نه ورکوی، خو دده له دی کارونو څخه معلومیږی چی ولایاتو ته دده سفرونه کمپاینی بڼه لری، هدف یی خپله ایډیالوژی خپرول دی، یعنی که واضح ووایم د… نور لوستل »

عبدالمالک همت

«زموږ وطن همداسی فاسدو مولاناګانو را ویجاړ کړی، دا ټول د پردیو تالی څټی دی ددوی په علمیت او پوه باید موږ فریب ونه خورو ، دښمن هیش موږ ته د ملا او مولانا په جامه کی خپل جا سو سان را لیږلی او زموږ په منځ کی یی کار کړی لوی رب دی زموږ وطن دداسی شریرو انسانانو له شر څخه د تل لپاره په امن ولری». پيرمحمده ! ماچي ويل ته يو غير شعوري ساکښ يې او تاماته دي ښکنځل په غير شعوري توګه کړي دي. او ما ستا د اصلاح کوښښ وکړ، خو ماته ستا د دغي… نور لوستل »

Back to top button
13
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x