
طالبان: تېره مياشت نږدې ۵۰۰ دولتي کارکوونکو خپلې دندې پرېيښې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د خپل بلنیز کمیسیون په حواله ويلي چې د تېر ميلادي کال په وروستۍ میاشت کې دا کمیسیون توانيدلی چې نږدې ۵۰۰ تنه دولتي کارکوونکي له خپلو دندو زړه توري کړي.
د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په میاشتني راپور کې راغلي چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې يې ۴۷۴ تنه دولتي کارکوونکي له دولته بېل او له دوی سره یو ځای شول.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې طالبانو ويلي چې دا کسان «د حقایقو په درک کولو د دغه فاسد رژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت د مجاهدینو سره یو ځای شول.»
طالبانو په خپله رسمي برېښناپاڼه د ورسره یو ځای شویو دولتي کارکوونکو لنډ شهرتونه په یوه نوم لړ کې خپاره کړې دي.
دا په داسې حال کې دی چې پرون – شنبه – هم په شمالي ولایت جوزجان کې طالبانو ته د ۱۷ عسکرو د تسلیمۍ خبر ورکړل شو.
دولتي سرچينو تر اوسه د طالبانو د دې میاشتني راپور په اړه څه نه دي ويلي، خو ولسي وګړي د طالبانو له لوري د وينو د تویولو د مخنیوي په خاطر د هغوی د بلنیز کمیسیون هڅې ستايي.
له کابل سره گاوند مرکزي ولاياتو په بعضی ولسواليو کی طالبانو داسي خبرپاني نشر کری دي چی له مخی يي تول هغه کابل ميشتي چی له پخوا سخه حقایق ورته د درک ور خو د ضيقو شرايطو له مخی په کابل شار کی داسي ماموريتونه اجرا کوی چی په نه اجرا يي فاسد حکومت ته هیس دول زیان نه رسي. له بلی خوا د جلب او اخطار منز کی باید فرق يي، په يادو خبرپانو کی د تخطی کوونکو لپاره د هغه تعامل يادونه شوی کومه چی له مزدوری اردو او پوليسو سره کيژي. د جلب او جذب کمیسیون دي… نور لوستل »