ادبي لیکني

پښتو شاعرۍ کې پېچلتیا او ګونګتیا

شرر ساپی

پښتو ژبه کې په عمومي توګه پېچلتیا نه لېدل کیږي، که موږ د پښتو ژبې کلاسیکه شاعري ولولو نو راته به جوته شي چې د پښتو شعر د ځانګړتياو څخه يوه ځانګړنه اسان والی دی، زه يې لامل په پښتو ژبه کې د شاعرۍ لرغونتوب بولم، که کلاسیکه شاعرۍ کې د خوشال خان شعرونه په غور وګورو نو موږ به په کې هېڅ ډول پېچلتیا ونه مومو، ځای په ځای به د عربي او فارسي ژبې لغتونو سره مخ شو، خو شعر په لغت نه پېچلی کیږي، خوشال خان چې د شاعرۍ تر څنګ غښتلی کره کتونکی هم دی، نو ځکه يې شعر روان او په تشبیهاتو، استعارو، مجاز، کنایې مالا مال دی، د رحمن بابا شعر د سهولت تر څنګ ممتنع هم دی، دا هم يو غوره دلیل دی چې پښتو شعر ډېره اوږده لاره وهلې ده، خو د زمانې له ګوتو ښوېدلی او هیڅ ډول اثار يې نه دي راپاتې، د حمید بابا شعر کې لږ تر لږه پېچلتیا لیدل کیږي، دغه پېچلتیا د نویو استعارو او د نوي شاعرانه ليد لوري زېږنده ده، خو چې کله خبره تر کاظم خان رسیږي په پښتو شعر کې پېچلتیا وده کوي، د دې علت او لامل همدا دی چې د کاظم شاعرانه ليد لوری(رویا) له خوشال، رحمان او حمید څخه توپیر پيدا کوي، د نورو شاعرانو استعارې ډېرې نه تکراروي، نوې استعارې راوړي، او ځان ته نوې نړۍ جوړوي، داسې نړۍ چې د وخت کره کتونکي ورسره بلدتيا نه لری، ځينې داسې بیتونه به هم په کې وي چې ډېر کره کتونکې به ورته تر شېبو ولاړ وي او سمه معنی به په ګوتو نه وي ورغلي، دا دوه لاملونه لري، لومړی دا چې د شاعر خیالي افقونه د کره کتونکي له مقیدو اصولونو څخه ډېر لوی دی او دوهم دا چې په ذاتي رمزونو به يې تکیا کړي وي او د شعر له نورو عناصرو سره به هېڅ تړاو او تړښت نه مومي، کاظم خان شیدا راته د خپل شعر په اړه په خپله اعتراف کوي چې پېچلی او سخت دی:

درست دیوان مې لکه ګنج پوشیده پروت دی
د سطور ماران یې کا نګهباني

د پښتو ژبی نوښتګر شاعر او کره کتونکی مصطفی سالک ته دغه بیت پېچلی ښکاري، خو که يو عادي لوستوال يې ولولي نو بیت به ورته مبهم ښکاره شي، په خزانه د مارانو پرېوتل یو اسوطوري اړخ لري، چې په پښتو کې منل شوی دی، په دې بیت کې شيدا د(سطور ماران) یاد کړي، سطور عربي کلیمه ده چې د سطر جمع ده او سطر کرښې ته وايي، یعنې د کرښو ماران، ايا د سالک صیب په نظر له مارانو څخه فن مطلب دی؟ که نه سخت والی او پېچلتیا ترې هدف او موخه ده؟ که دواړه واخلو بیا هم يو مفهوم افاده کوي، شیدا پوهېده چې لید لوري ته يې د وخت لوستوال او کره کتونکي نه رسیږي، ځکه چې شعر يې پېچلتیا لري، ماران هم د خوب پرمهال اړو پېچ (تاور راتاو) پراته وي، شیدا اعتراف کوي چې شعر يې د نورو شاعرانو په پرتله سخت او پېچلی دی، نو ځکه يې څوک نه راخلي.

د شیدا په دیوان کې به له یو بل بیت سره مخ شو چې مبهم دی، ګونګ دی او مفهوم ترې نه اخیستل کیږي، دغه بیت په دې ډول دی:

زنګ که هرکله شیدا د تیغ جوهر خوري
د مګس په بال به څرنګ استفراغ کا

په لومړۍ مصرع کې مکنیه استعاره ده، مشبه به حذف شوی او له ځانګړونو څخه يې (خوراک) راوړل شوې دوهمه مصرع ګونګه ده؟ د مچ وزر، استفراغ، له لومړۍ مصرع سره تړاو نه مومي او که څوک يې وکړي بیا به هم ډېر تکلفي او مصنوعي وي. نو ځکه دا بیت ګونګ او مبهم دی.

د دريمې هجرې پېړۍ کره کتونکی راغب الاصفهانی او ابن سنان په دې باور دي چې شعر باید پېچلی وي، همدا وه چې د ابوالعلاء المعري شعر يې د هغه وخت په همعصره شاعرانو غوره وګاڼه، په فصاحت يې وستایه او استدلال يې وکړ چې پر شعر يې ډېر ادیبان نه پوهيږي، ابو اسحاق الصابئ وايي: ( په منثور کلام کې د ښه والي لار له منظوم کلام څخه جلا ده، غوره خطابه هغه ده چې په لومړي اورېدو يې پر غوښتنو او غرض پوه شي، خو وياړلی او غوره شعر هغه دی چې په لومړي اورېدو درنه خپل غرض او موخه پټه وساتي، له اوږدې څېړنې وروسته پرې پوه شي.)

دوی په دې اند و چې د شعر ژبه باید د نثر له ژبې جلا وي، په نثري ژبه کې مهم غرض او هدف دي چې ژر او روښانه انتقال شي، خو په شعري ژبه کې مهم شی د ښکلا او ښایست پنځونه ده او د نويو ژبنیزو معادولو رامنځ ته کول دی.

له کاظم خان سره د پښتو ژبې شعر پېچلی او ګران شو، ځکه چې د شعر په مرغلرو پسې د سمندر تل ته ننوت، د سمندر تروې اوبه يې په خپل هنر خوږې کړې، د رحمان بابا په څېر نه و چې د غره په لمنه کې د چینار لاندې سړې چينې ته ناست دی او کټوري ترې راډکوي او نه هم د خوشال خان په څېر و چې په سوکړه دشته کې يې د پښتو د ادب او شعر کاروان ته له څاه ډکې بوخچې راوویستلې او مړاوه يې، شيدا شعري ژبه تغیر کړه، له ساده ژبې نه داسې ژبې ته ور تېر شو، چې تنافر يې درلود، تضاد يې درلود، تناقض يې درلود، دا هغه څه و چې د شیدا د شعر پر مخ يې نوي افقونه پرانیستل، که څه هم دغه ځانګړنه د حمید په شعر کې خال خال ښکارېده، خو د شیدا د شعر ځانګړی سبک يې ګڼلی شو، دغه نوی ليد لوری به د کاظم خان په هغه بیت کې وګورو چې چې ښاغلي مصطفی سالک څېړلی دی:

په خلاف د خپل تاثیر سرمه سايي شوه
چې د سترګو دې لا زیاته ګویايي شوه

په دې بیت کې شیدا دعوه کړې چې رنجو دې دخپل طبیعت خلاف کار کړی، رانجه خوړنکی ګونګوي، خو ستا سترګې يې په خبرو راوستې، د رنجو او د سترګو خبره خوشال خان هم کړې ده، خو شیدا ځان ستړی کړی او نوې ښکلا يې پنځولې ده، خوشال خان ویلي دي:

تورې سترګې خو دې خود تورې بلا دي
درته چا وی چې يې تورې په کجل کا

خوشال خان د سترګو او رنجو خبره هم په هنر کړې، یو خو دې سترګې طبیعي تورې دي، له شاعر نه زړه وباسي ورپسې دې دا تورې بلاګانې په رنجو نورې هم تورې کړې، نورې هم وېرونکې شوې.

حمید ماشوخیل هم دغه خبره تکراروي:

چې په تورو سترګو تور رانجه شي پورې
له يوې تورې بلا پاڅي سل نورې

حمید ماشوخیل، هم د تورو سترګو او رنجو خبره کړې، که د خوشال او حمید دغه بیتونو ته ځير شو نو تقریبا دواړو يوه خبره کړې خو د خبرې انداز يې بدل دی، اما د شیدا هم خبر ه بدله ده او هم د خبرې کولو انداز ، خو خام مواد يې د حميد او خوشال سره تقریبا یو شان دي، کاظم رنجو او سترګو ته له بلې زوايې کتلې داسې چې يو عادي شاعر ورته نه شي کتلی،که د کاظم خان د شعر افقونه په معاصرو وزور وګورو، نو له پښتو معاصر شعر نه هم ډېره پېچلتیا لري، د کاظم خان شعر هغه ځنګل ته ورته دی چې په کې رڼاګانې، سیوري، نباتات، ونې، چينې ….. تر پایه په لومړي نظر وینو، خو په کره توګه يې نه شو کشفولی.

پوښتنه دا ده چې ايا د پېچلتیااو ګونګتیا ترمنځ توپير شته دی؟

پېچلتیا او ګرانیتا له ابهام او ګونګتیا څخه جلا ده، پېچلی هغی شي ته ویل کیږي چې پټ وي خو پېژندل او کشفول يې امکان ولري، لکه څنګه چې شیدا په پورتني بیت کې د خپلو شعرونو په اړه ادعا کړې ده او پېچلې خبرې هغو خبرو ته وايي چې معنی يې په لومړي اورېدو څرګنده نه شي. ګونګتیا او ابهام هغه دی چې د پوهېدا له چوکاټه بهر وي، مبهم او ګونګ هغه ته وايي چې نه پرانیستل کیږي که يې د پرانیستلو هڅه کوي لکه ول نور هم کلکیږي.

نو په شعر کې پېچلتیا صفت دی، کټ مټ لکه د يوې ګلابې پېغلې څخه تاوشوی نرۍ شال چې ګلابي بدن یې ترې ښکاري او ښکلا يې ورزياته وي ـ ما وی عین ګڼه ګل دی د غنچې پر لمن نغښتی ـ خو ابهام لکه تیاره چې په ډبره دالماس ګومان کوي.

دا ټول له کومه راځي؟

د (اوه ډوله پېچلتیا) (لندن 1930)، کتاب لیکوال امیسون په دې نظر دی: ( په بنسټیزه توګه ابهام او ګونکتیا يو ګرائمري صفت دی، یعنې په نحوه او د جملې په ترکیبونو پورې تړاو لري، خو پېچلتیا يو (تخیلي صفت)ّ دی د منطقي تعبیر له پړاوه مخکې پېلیږي، یعنې د ژبنیز نحوي جوړښت څخه مخکې….)

همدا رنګه ابهام او ګونکتیا په شعر کې د کارول شوي رمزونو له طبیعت څخه هم راپورته کیږي او رمز په معاصر شعر کې بنسټیز رول لری، که دغه رمزونه ذاتي وي، نو بيا لوستوال او کره کتونکي ته سخته ده چې په دقیق ډول يې راوسپړي او روښانه يې کړي، ،له ذاتي رمزونو څخه مو موخه هغه رمزونه دي چې شاعر د لومړي ځل لپاره رامنځ ته کړي خو د شعر له نورو عناصرو سره هیڅ ډول انسجام ونه لري چې په راسپړلو کې راسره مرسته وکړي، یعنې کوم طبیعي، تاریخي، اسطوري.. رمزونه نه وي. خو که په شعر کې نوی رمز له نورو عناصرو سره انسجام ولري بیا ابهام نه بلکې ښکلا رامنځ ته کوي، معاصر شاعر پېرمحمد کاروان وايي:

د هوسۍ تيونه ډک پاتې دې خدایه
بوی د سوي کباب خيژي کبلی نشته

په پورته بیت کې (کبلی) د ماشوم لپاره رمز دی او هوسۍ د مور لپاره رمز راوړل شوی دی، شاعر د هوسیو د تیونو د ډک پاتې کېدو خبره کوي؟ دغه د شاعر مشاهده ده او که قیاس؟ مشاهده خو ځکه نه ده چې هوسۍ نه لوشل کیږي او نه پرې څوک پوهېږي چې د دې بچي مړه دي او که د بچو لپاره يې تیونه ډک کړي دي؟!! نو اوس له يو جنجال سره مخ کیږو، شاعر خپل خام مواد له خپل چاپيريال څخه اخلي، روښانه ده چې د کومې مېرمنې کمکی زوی مړ شي، نو د شیدو طبیعي جریان تر ډېره وي او مور ترې زوریږي، شاعر غواړي چې دغه فاجعه لویه کړي، شاعر د جګړې یو دردونکی تصویر وړاندې کړی دی خو دغه تصویر په مستقیمه توګه نه شي وړاندې کولی، ځکه چې بیا به يو ډول فضاحت شي نه شعریت، اړ دی چې د دې لویې او نازکې موضوع لپاره د هوسۍ او کبلي څخه په رمزي ډول کار واخلي.

خو په عمومي توګه پېچلتیا د تخیلي طبیعت څخه چې شعري ژبه پرې ولاړه ده رامنځ ته کیږي، په معاصر پښتو شعر کې نن سبا دا موضوع د پام وړ ګرځېدلې ده، په پښښتو معاصر شعر کې د شا سعود سعود په شعرونو کې د نورو شاعرانو په پرتله پېچلتیا ډېره لیدل کیږي، چې کله کله دغه پېچلتیا پر ابهام هم واوړي:

تصویر مې د چا مخ پسې هندار ګرځوله
روان ومه قدم پسې مې لاره ګرځوله

د دغه بیت په روانښت او موسیقۍ کې به دوه سره اختلاف ونه لري، په قدم پسې د لارې ګرځول ډېره شاعرانه جمله او تعبیر دی، خو تصویر څنګه په د چا مخ پسې هندار وګرځوي؟ کوم تصویر؟ هغه چې شاعر يې په هنداره کې ګوري؟ که نه د شاعر له تصوره راټوکېدلی تصویر؟ او که دغه عادی عکس چې د هر سړي پېژندګلوي کوي؟ که يې هر تصویر فکر کړو، بیا هم راسره د بیت پاتې عناصر د دغه ابهام په لمنځه وړلو کې هيڅ ډول مرسته نه شي کولی، په دې کې به څوک شک ونه کړي چې سعود د پښتو ژبې د معاصر پېر غوره شاعر دی، او شعرونه يې ډېر هغه ځوانان خوښوي چې شعري قریحه يې لوړه او ذوق يې صیقل شوی وي.

خو ځېنې نوي ځوان شاعران هڅه کوي داسې څه ولیکي چې نه پرې خپله پوه شي او نه ترې بل څوک څه واخلي، د دې لامل څه دی؟ ايا دا يې ځانګړی اسلوب دی چې پر مټ يې موږ ته خپله شعري تجربه انتقالوي؟ او که د انتقال اسلوب ترې ورک دی؟ يو ځل مې د يو نوي ځوان یو شعر ولوست، پرې پوه نه شوم، ګومان مې وکړ چې کومه پيچلتیا به لري، دوهم، دریم څلورم او پنځم ځل مې ولوست خو پرې پوهه نه شوم، دې پایلې ته ورسېدم چې ستونزه زما په درک کې نه بلکې په دغه ګونګو کلیماتو کې ده چې له نورو عناصرو سره هيڅ پيوند نه اخلي، له يو بل سره په تنافر او تضاد کې واقع دي، دې ډول شاعرانو ته د دوڼۍ شاعران ویل کیږي، د عربي ادب مخکښ او نوښتګر شاعر نزار قباني د داسې خلکو په اړه وايي:

اوسني شاعران دریم جنس دی
ويناوې يې چټيات خبرې پې لړې دي

د پښتو ژبې د ځوانو شاعرانو په منځ کې يو هم باقر دی چې کله کله يې شعرونه ګونګیږي، که يې هر څومره وزوروې او ونازوې نه ترې ژړا او نه ترې خندار راوځي، د ټولنيزې شبکې فیسبوک له لیارې يې رانه ډېرو ملګرو تحلیل او کره کتنه غوښتې، ځينو ورته لوړ شعرونه ویلي وو، ځينو بيا ورته پيچلي شعرونه ویلي وو، ځینو فلسفیانه شعرونه بللي او ځينو ورته ګونګ او بې مانا نوم ورکړی و. په عمومي توګه باقر ښه شاعر دی، خو ځينې بیتونه يې پېچلتیا او ځينې نور يې بيا ابهام لري، دلته به د هغو بیتونو یادونه وکړم چې په اړه يې بېلابېلې نظریې وړاندې شوې وې:

یو ماشوم پرې غباره اخلي خپل ځان ته
شاعري په کاغذونو کې ويده ده

دلته له غبارې نه موخه څه ده؟ څه ډول دغه کاغذونه لاس ته راوړي؟ که فرض کړو چې ماشوم له ګندټوکریو څخه کاغذونه ټولوي او بیا يې خرڅوي او ځان ته پرې څه اخلي، نو شاعري څنګه په کاغذونه کې ګند ټوکرۍ ته غورځېدلې ده؟ له دې نه د شاعر هدف او موخه څه ده؟ همداسې په لسګونو پوښتنې راولاړيږي.

یا لکه دا بیتونه:

زه په تخلیق پسې ړوند شوی یمه
څوکه مې تللې د قلم سترګو کې

زه په تخلیق پسې ړوند شوی یمه، شاعر دعوه کړې چې په شعر کې په نوښت او تخلیق پسې ړوند شوی دی او د ړوند والي علت ېې دا دی چې د قلم څوک يې په سترګو کې تللې، په لومړی نیم بیت کې ړوند والی حقیقي نه بلکې مجازي کارول شوي، موږ وایو په فلاني کار پسې به دې ړوند کړم، معنی دا چې رانه به يې ونه ویني، خو په وروستي نیم بیت کې حقیقت معتذر نه دی او همدې د تیر بیت مجاز تر پوښتنې لاندې راوستی.او د دواړو ترمنځ ډېر تنافر او تضادی لیدل کیږی. بل بیت دی

تصویرونه د چا شته او د چا نشته
اوس خوبونه د چا شته او د چا نشته

د نکریزو غوندې سترګې شته باقره!
خو رنګونه د چا شته او د چا نشته

لومړی بیت کې تصویرونه د چا شته او د چا نشته، د دې بیت مفهوم په خپل ذات کې ګونګ دی، مبهم دی، په کار ده چې دوهمه مصرع راسره د دې مصرع په روښانه کولو کې مرسته وکړي، اوس خوبونه د چا شته او د چا نشته، وروستۍ مصرع لومړی مصرع نوره هم ګونګه کړه، بلکې بل ابهام يې وزېږاوه، چې دا په خپله تعبیر ته اړتیا لري، دوهم بیت کې وايي د نکریزو غوندې سترګې شته باقره، دا مصرع خپل مفهوم افاده کوي، نکریزې سرې دي او سرې سترګې شته دی، يوه بلیغه تشبیه ده، دوهمه مصرع کې شاعر هڅه کړې چې راته ووايي د نکریزو په څېر سرې سترګې شته دی خو ځينې ښایسته دي او ځينې بدرنګه، دوهمې مصرعې د لومړۍ مصرعې خوند او ښکلا نوره هم راکمه کړې ده، او په کومه لار چې تللی هغه ترکستان ته تللې.

لا مې په غاړه کې لاس پروت دی ته مې سر ماتوې
ما د اساس په اور د خپل داخل محل لمبه کړو

ته خو ګرم نه یې چې هر څوک دې ورانوي کابله
! ته خو ګلاب یې په ښایست دې هر بلبل لمبه کړو

لومړی بیت د معنی له پلوه روغ دی، خو دوهم نیم بیت کې کړکېچ دی، هغه يې سر ماتوي لاس يې غاړه کې دی، هغې ته هم نه ګوري او دا د خپل احساس په اور خپل داخل محل لمبه کوي، که دا ومنو چې شاعر غواړي ووايي چې پر ما باندې رحم نه کوي احساس نه لري خو زه دومره احساس لرم چې خپل زړه مې وخوړ، دا هیڅ ښکلې خبره نه ده، په ارزښت يې نه غږیږوو، شعر په ارزښتونو کار نه لري.

ورپسې وايي ته خو ملامت نه يې چې هر څوک دې ورانوي، تا چې په خپل ښایست هر بلبل لمبه کړی دی نو همدا سبب دی چې تا خلک ورانوي، له دې معنی څخه به څه واخلو؟ تا په ښایست خپل مینان سيځلي دي نو ځکه دي هر څوک ورانوي، ايا دا خبر به خوندوره او ښکلې وي؟!

یا دا بیت:

د ژوندانه ځنګل ته تلم خو راته ښکار نه راته
په ما کې زهر و نېږدې به راته مار نه راته

که دنیا د ژوندانه ځنګل فر ض کړو او په د کې ژوند د ښکار لوبه فرض کړو، نو زهر په کې څنګه و؟ د څه شي زهر؟ او چې زهر په چا کې وي هغه ته مار نه ورځي؟ ايا مار له زهرو ډارېده؟ شاعر خو له مریخ څخه نه دی راکوز شوی چې داسې معادلې جوړوي چې نه په مجاز کې صدق کوي، نه په کنایه کې صدق کوي، نه په استعاره کې صدق کوي او نه په حقیقت کې. شاعر د خپل چاپيریال محصول دی، او چاپيریال يې د شعر خام مواد دی.

په همدې څو بیتونو به بسنه وکړو، که نه د ښاغلي باقر په شعرونو کې دغه معماوې تر نوور ځوانانو شاعرانو څخه ډېرې دي.

پوښتنه دلته ده چې دغه ابهام او پېچلتیا نسبي ده او که مطلقه یوه معضله ده؟ ما په اند دا يوه معضله ده، واقعت دی. هغه څوک چې دغسې شعرونه لیکي څه غواړي؟ ايا دوی د لیکلو پرمهال فکر کړی چې کوم لوی کشف يې کړی؟ او يا يې د شعر په نړۍ کې کوم لوی ښار فتحه کړی دی! او له خلکو نه چکچکې غواړې؟ که دوی غواړي چې دا پېچلتیا ده او ګونګتیا نه ده، نو پېچلتیا چې له خپله بریده واوړي، بیا ترې طلسمې لړې جوړې شي، ځان به درته ناپوهه ښکاري او اړ يې چې خپل سر په ديوال ووهې، “وليد معماري” په ادبي اونیزه جریده کې لیکي: ( ځينې شاعران ګومان کوي ګوندې شعریت په مبهمو او ګونګو کلیماتو کې دی، باور لري چې لوستوال به د دې نوښت ته هرومرو پام کوي او دا عبقریت به هرومرو ستايې چې د لوستوال له پوهې لوړ دی، خو له دې نه دي خبر چې اسانه جوړښت، ژور فکر او نوښت هغه څه دي چې د هرې ژبې شاعران يې د خپل کاروان مخښکان کړي )). د ولید معمارې د خبرې په تاید که موږ په پښتو ادب کې مخکښو شاعرانو ته وګورو هغوی هم د اسانه جوړښت، ژور فکر، روانې ژبې او نوښت له برکته تر ټولو مخکې روان دی، تاسې که کاروان، درویش، سعود، سالک او د یو لړ نور شاعرانو شعرونه وګورئ د همدې مواصفاتو لرونکي دي، که کوم شاعر له پېچلتیا پرته په شعر زړه اوبه نه څکې باید پېچلتیا د ابهام تر کچې ونه رسيږي، پېچلتیا باید د شعر له عناصرو سره بشپړ انسجام ولري، داسې نه وي چې د شعر له نورو عناصرو سره هيڅ ډول تړاو او انسجام ونه لري، ايا کولی شو چې په لوستوال دا کوډې اوتعویذونه راوسپړو، ايا اړ دی چې قاموسونه ورپسې وګوري څو دا معما حل کړي؟ لوستوال هیڅ اړتیا نه لري چې يو شعر پسې کتابونه وګوري، نو دا مسئولیت د چا دی؟!

زما په اند دا مسئولیت يوازې د کره کتونکو، څېړنکو او فرهنګیانو دی، باید په دې اړه سیمنارونه ونیول شي، څو ځوان نسل وپوهول شي چې هره معما شعر نه دی، او د معما شاعران باید ونه هڅول شي، همدا فرهنګیان دي چې شاعر د بېلا بېلو موخو لپاره هڅوي څو په همدې لاره لاړ شي، په فیسبوک کې ورته چکچې کوي، په ستاینو يې سپېنې پاڼې توروي، هرې ګونګې او مبهمې وینا ته یې فلسفه وایي، نا اشنا خبرو ته يې نوښت وايي. د دې ټوله پړه د ادیب پرغاړه ده، عربي کره کتونکی عقاد وايي: هغه ملت نه بریالی کیږي چې د ادب معیار يې نه تصحیح کیږي، هغه ملتونه چې د خپل ادب معیار ورک کړي نو د خپل ژوندانه معیار هم ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x