ټولنیزه برخه

په هیچا ټیټ ګومان مه کوﺉ

د صابون د یوې کمپنۍ څښتن له سختې لویې ستونزې سره مخامخ شو ، کمپنی یې له بدنامي سره مخامخ شوې وه او شونې وه چې لو تاوان ورته ورسیږي ، ستونزه داسې وه چې د صابون د پیک کولو په مهال ځیني ماشینونه تیز وو او یونیم پیکټ به تش ووت صابون به نه و پکي . نوپه مارکیټ کې چې د دې کمپنۍ تش پیکټونه خلکو ولیدل لویه ستونزه یې رامنځته کړه .

د کمپنۍ خاوند ماهرین راوغوښتل چې د دې ستونزې حل ورته پیدا کړي او له لویې ستونزي یې وژغوري ، ماهرینو رایه ورکړه چې د لیزر ځانګړی ماشین باید واخلﺉ ، هغه په یو ځانګړې ځای کې نصب کیږي او چې په کوم پیکټ کې صابون نه وي هغه معلوموي او د لیزر دا ځانګړی ماشین 200 زره ډالره ارزښت لري !

د کمپنۍ خاوند غوسه او خپه شو یو لورته دکمپنۍ د رنګبدي خبره ده بل لورت د لیزر ماشین په دوه سو زره ډالره ! اخریې پریکړه وکړه چې نوموړی ماشین به اخلي ، په دې سوچ کې پخپل دفتر کې ناست دی چې د کمپنۍ یو عاجزه کاریګر یې ورته راغی او ورته ویې ویل : جناب ! تاسو به په دې ماشین دوه سوه زره ډالر ورکوﺉ ماته ایله سل ډالره راکړه د دې ستونزي حل به درته پیدا کړم !!د کمپنۍ خاوند دکاریګر خبرې ته حیران شو خو زړ نازړ یې سل ډالره ورکړل .

سبا ته کاریګر یو کوچنی پکی راوړ او له ماشین نه به چې دصابونانو ډک پیکټونه په کومه پټه راوتل هغوته یې ولګاوه چې کوم پیکټونه به تش وو هغه به د پکي په باد الوتل اوپه ځمکه به لویدل او ډک پیکټونه به تیریدل .

پایله : په هرډول انسان ټیټ ګومان مه کوه هر انسان ته لوی څښتن عقل ورکړی دی کیدی شي دیوه ډیر عادي انسان په دماغو کې داسي فکر وي چې هغه به له لویو پوهانو سره نه وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x