نظــر

له الپتګین څخه تر ابومنصور سبکتګین پورې دغزني واکمنان!!! – (۲)

لیکوال: قاضي اسدالله (عزت) –

۱ــ  دغزني دمحلي حکومت د بنسټ اېښودونکي الپتګین له وفات څخه وروسته د نوموړي زوی ابواسحاق ابراهیم دده ځای ناستی شو؛ خوله دې امله، چې ضیعف النفس او سست عنصره انسان و؛ نوځکه پوځ دهغه له قوماندې څخه سرغړونه وکړه.

دابوبکر لاویک زوی ابوعلي لاویک دابواسحاق ابراهیم له همدې ضعیف حالت څخه ګټه پورته کړه، په غزني یې لښکر کشي وکړه ابراهیم ته یې ماتې ورکړه اوبخاراته یې پسې واخېست. غزني ابوعلي لاویک ته پاتې شو.

ابراهیم له کمې مودې وروسته د۳۵۵سپوږمیز کال دشوال په ۲۷نېټه دلوی لښکر سره په غزني یرغل راووړ، ابوعلي لاویک ته یې سخته ماتې ورکړه اوبیرته غزني ته ننوت، دواک پر ګدۍ کښېناست؛ خو ژوند ورسره یاري ونه کړه او د۳۵۵سپوږمیزکال د ذالقعدې په ۲۵نېټه ومړ.

۲ــ  داسحاق ابراهیم له مړینې څخه وروسته  نوموړي د تاج اوتخت (پاچاهۍ) له پاره کوم وارث نه درلود؛ نو له همدې کبله دواکمنۍ د سپارلو په اړه قومي او ولسي مشران او تجاران سره را غونډ شول، په اتفاق سره یې دالپتګین د ساتونکو عسکرو(ګارد شاهي) مشر بلکاتګین، چې یوتکړه نامتو عسکر ود حکومت په مشرتوب غوره  کړ.

بلکاتګین په خپل شخصي ژوند کې دعدالت اوپاکوالي له مخې په رعیت کې په ټولو ګران و، نوموړي له لس کاله حکومت کولو وروسته په ۳۶۴سپوږمیز کال په داسې حال کې چې ګردیز یې کلابند کړی وله دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

۳ــ د بلکاتګین له مړیني څخه وروسته دالپتګین یوبل ساتونکی (پرتګین) د بلکاتګین پرځای وټاکل شو، نوموړي ډېر ژر په ظلم او ځورولو لاس پورې کړ، له همدې امله رعیت ابو علي لاویک د ځای ناستي له پاره غوره کړ، هغه د بادشاه د زوی سره یوځای غزني ته راغلی دلارې په اوږدو کې دلوګر څرخ ته نږدې له سبکتګین سره مخامخ شو، چې کلکه ماتې یې وخوړه اوبیا دسبکتګین له خوا دواړه ونیول شول،  وروسته یې دواړه ووژل.

دغزني دواکمني اړوند ټول اشراف او ولسي مشران په غزني کې سره را یوځای شول په پوره اتفاق یې پرتګین بې وسلې او بېواکه کړ او د۳۶۶سپوږمیز کال دشعبان د میاشتې په درېیمه نېټه یې سبکتګین د بادشاه په توګه وټاکو.
***

اخستنې

۱ــ  طبقات ناصري،۷۳مخ .
۲ــ ابن اثیر، ۸ټوک،۵۳ مخ. ۳ــ غزنوي سلطان محمود۵۲مخ.

کابل افغانستان:۱۳۹۴/۱۰/۱۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x