افغانستان

د چورلکي را غورځېدلو په پيښه کې د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د چورلکي را غورځېدو پيښه د لوګر ولایت په محمداغي ولسوالۍ کې را منځته شوې، چې له امله یې درې تنه مړه او یو تن ټپي شوی دی.

د لوګر ولایت د امنیي قومندانۍ چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن ورځ شاوخوا یوه بجه د ملي اردو تمریناتي چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله د محمداغي ولسوالۍ په شکارقلعه سیمه کې را غورځېدلې.

همدې سرچیني د ملي اردو د درې تنو سرتیرو د وژل کیدو او د یوه بل تن د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د محمداغي ولسوالۍ په شکارقلعه سیمه کې د ملي اردو د ۳۰۳ نمبر ځانګړې قطعه پرته ده.

تر اوسه جوته نه ده چې دا الوتکه رشتیا هم د تخنیکي ستونزو له امله را غورځېدلې او که طالبانو ویشتلې، طالبانو ددې تر مخه د لوګر په ولایت کې د نورو الوتکو را غورځولو ادعاوي هم کړي، چې دفاع وزارت هر وخت دغه ادعاوي رد کړي او ویلي چې ددوی الوتکي د تخنیکي ستونزو له امله را غورځيدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x