افغانستان

چارواکي: پر شيګل ولسوالۍ مو بريدونه په شا وتمبول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې د کونړ ولایت پر شیګل ولسوالۍ يې د طالبانو بريدونه بېرته په شا تمبولي.

له دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې په شیګل ولسوالۍ کې طالبانو پر ګڼو امنیتي پوستو هم مهاله بريدونه پيل کړل، چې دوی يې پر وړاندې د بريا دعوه کوي.

د خبرپاڼې له مخې طالبانو د دې ولسوالۍ په شلتن سیمه کې د ۲۰۱ سیلا قول اردو پر دویمه لوا هم جګړه پيل کړې وه، چې د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

طالبانو د کونړ د جګړې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د دفاع وزارت خبرپاڼه هغوی ته د تلفاتو د ور اوښتو دعوه کوي.

ياده دې وي کونړ ولایت له ننګرهار سره په څنګ کې پروت دی، چې طالب ځواکونه له داعش ډلګۍ سره پکې هم جګړه پر مخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x