
لوی درستيز د مخالفینو د تبلیغاتو په مخنيوي کې د مرستې غږ وکړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د افغان پوځ لوی درستیز جنرال قدیم شاه شهیم ننګرهار ته د سفر په مهال ويلي چې د مخالفينو د تبلیغاتو په مخنيوي کې دې ورسره مرسته وشي.
جنرال قديم شاه شهیم د یو پلاوي په ملتیا ننګرهار ته سفر وکړ، چې د ولایتي شورا غړو په ګډون يې د ولایت له امنیتي چارواکو سره وکتل او په وينا يې د طالبانو او داعش پر وړاندې به اوږدمهالي عملیات پيل کړي.
قدیم شاه شهیم په داسې حال کې د خپلو مخالفینو د تبلیغاتو پر وړاندې بې وسي ښکاره کوي، چې تازه راپورونه په ختیځ کې د داعش راډیو د امريکايي پوځيانو په منځ کې بولي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال او د دې جرګې ګڼو غړو ويلي چې د داعش راډيو په جلال اباد کې د امريکايي پوځيانو له نظامي اډې خپرونې کوي.
بل اړخ ته د دولت مخالف وسله وال طالبان بیا په ټولیزو رسنیو کې د پرمختګ په حال کې ښکاري چې دولتي رسنۍ يې بې باوره کړې دي.
په خواله رسنیو کې طالب پلوه فعالانو د کندوز په جګړه کې هم افغان لوړپوړي پوځي منصوبین وویرول او ان د خواله رسنیو د څار وړاندیز يې وکړ.
ياده دې وي قدیم شاه شهیم په داسې حال کې د خپلو مخالفينو پر وړاندې د عملیاتو خبر ورکوي، چې شنونکي او د ولسي جرګې ګڼ غړي داعش د حکومت او بهرنیو استخباراتو خپله ګډه پروژه بولي.