نظــر

د حقاني صاحب پر فراق څو کرښې

سید سعید

کل نفس ذائقة الموة ثم الینا ترجعون

مرګ هغه تریخ حقیقت او واقعیت دی چي هیڅوک په هیڅ ځای کي نشي ترې خلاصیدای، که کوم شخص هر څومره ډیر ژوند هم وکړي بالاخره به دمرګي غیږي ته پناه وړي او د ځواکمن څښتن تعالی حضورته به حاضریږي« کل نفس ذائقة الموة ثم الینا ترجعون»

داسبابو په نړۍ کي د مرګ د کیف، وخت او لامل په اړه انسان سره بیلابیلي پوښتني ا وتوجیهات موجود وي، وخت په وخت یې څیړي او بیانوي، خو واقعیت دادی چي الله تعالی یې په خپل معجز کلام کي توضیح کوي:« اذا جاء اجلهم فلا یستاخرون ساعة ولایستقدمون»

په ډيري خواشینۍ سره مي خبر ترلاسه کړ چي د حلم،علم،پوهي،تدبیر او اخلاص ځلانده ستوری (الحاج مولوي سید محمد حقاني صاحب) زموږ داسمان له مداره راولوید.

انا لله وانا الیه راجعون!

مولوي سید محمد حقاني دکندهار ښار اوسیدونکي ؤ، دطالبانو داسلامي تحریک په ابتداء کي ددغه خوځښت سره ملګری شوی او په مختلفو پوسټونو یې دندي ترسره کړي دي، د کندهار داطلاعاتو اوکلتور رئیس،د بهرنیو چارو وزارت معین، پاکستان کي د افغانستان سفیر او دچارو دادارې د عمومي رئیس په توګه یې اوږده موده د افغانستان په اسلامي امارت کي نه هیردونکي خدمتونه کړي دي.

پرافغانستان د امریکایې یرغل څخه وروسته دجهادي مقاومت په لومړنیو کلونو کي داسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون د مرستیال په حیث غوره شوی ؤ چي دوفات تر وخت پوري یې همدا دنده په ډیره ښه توګه سرته ورسوله.

حقاني صاحب د فرهنګي کمیسیون دمرستیال په صفت د فرهنګي او مطبوعاتي جهاد د لا ښه موثریت په موخه ډیري خولې توي کړې،مختلفو سیمو ته یې سفرونه وکړل، ستړیاوي، بې خوابۍ یې وزغملې، په مطبوعاتي او فرهنګي ډګر کي یې د سنګر د مجاهد کماحقه ترجماني وکړه او له بیلابیلو لارو څخه په استفاده یې دامارت برحقه داعیه هیوادوالو او نړیوالو ته واوروله.

مرحوم حقاني صاحب متواضع،حلیم،پوه،زړسوانده او د عالي اخلاقو څښتن مجاهد مشرؤ، په کومه ناسته او اداره کي چي به نوموړی دخپلو ماتحت ملګرو سره ناست ؤ، چي کوم څوک یې په مشرۍ خبر نه وای بیخي ګومان به یې نه وای کړی چي نوموړی ددې ادارې او یاناستي په راس کي دی.

حقاني صاحب ته تشریفاتو او تکلفاتو خوند نه ورکاوه، دنوراني څیرې خاوندؤ او زیاتره وخت به یې پرشونډو موسکا خپره وه،سیاسي او فرهنګي پیچلي مسایل به یې په سړه سینه او سلیسه ژبه څیړل، عالم او ډیر شریف شخصیت ؤ.

د مطبوعاتي جهاد د پیاوړتیا په موخه یې د عالمانو او لیکوالو کورونو او کار ځایونوته تګ راتګ کاوه،هغوی یې تشویق کول، د خدمت زمینه یې ورته برابره وله، مشورې یې ورسره کولې او وخت په وخت به یې دفرهنګي ملګرو د جوړ ناجوړ پوښتني ګرویږني کولې.

اته کاله وړاندي مي حقاني صاحب د قدردان استاد انجنیر عبدالله ګل ریان صاحب په کور کي ولید، دامي له نوموړی سره لومړنی ملاقات ؤ خو دومره صمیمانه او ظریفانه چي تا به ویل په کلونو کلونو ملګري سره پاته شوي یو، دهماغه لومړنی ملاقات خواږه مي تراوسه پوري په حلق کي شته، د حقاني صاحب سره د نورو لیدنو کتنو خواږه یادونه او ښکلي خاطرې مي اوس د حافظې په سکرین زیرو بم کیږي او دنوموړي خندانه څیره مي تر سترګو سترګو کیږي، لوی رب دي ترې راضي شي!.

دارواښاد حقاني صاحب سره مي ډيره موده په یوه اداره کي کار وکړ، داسي چي مرحوم امیر زه مامور وم، خو هیڅکله مي نه خپله د نوموړی څخه یوه ترخه خبره اوریدلې اونه مي هم د بل ملګري څخه داسي څه اوریدلي او یاحس کړي چي د ارواښاد حقاني څخه دي ګیلمن او یا خسته شوی وي.

د مرحوم مولوي سید محمد حقاني صاحب د مرګ خبر ډير غمونکی دی،بیلتون یې ډیرګران او دردونکی دی، د حقاني صاحب فراق نه یوازي د نوموړي کورنۍ او ملګرو ته، بلکي داسلامي امارت لپاره لویه ضایعه ده.

الله تعالی دي خدای بخښلی حقاني ته جنت الفردوس او عالي مقامات ور په برخه کړي، بچیانو،وروڼو،کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته دې صبر جمیل او اجز جزیل ورکړي. امین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

الله تعالی دي خدای بخښلی حقاني ته جنت الفردوس او عالي مقامات ور په برخه کړي، بچیانو،وروڼو،کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته دې صبر جمیل او اجز جزیل ورکړي. امین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x