شعـــــرونه

غزل- نه دستووغوندي سپین دي اونه کم دی

غزل
 
نه دستووغوندي سپین دي اونه  کم دی
لاغمونه مي دزړه پرغولي تم دي

رقیبانوڅه په زور نیولی نه دی
په ګریوان کې مي دیار لاسونه هم دی

ابراهيم عشق مي اورنه سوځي نمروده
تویي شوي پرې خولي هم داټم دي

دغاټولو  پيالې ماتي کړه که حسنه
ته به نه وايې چي کاڼي په ما ګرم دي

ځنځيرونو تاسو څوک یاست چي ګواښيږئ
داتندي خو دجنون غشو ته سم دي

موږيې څښو په بسم الله په لپه لپه
دتکل دقلم اوښکي خو زم زم دي

م: عبدالدیان تکل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x