
مشهد: د سعودي قونسلګرۍ سړک د «نمر النمر» په نامه ونومول شو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د ایران په مشهد ښار کې د هغه سړک نوم چې د سعودي عربستان قونسلګرۍ پرې موقعیت لري، د اعدام شوي شیعه عالم په نامه ونومول شو.
د ایران د پارلمان غړی «خلیل موحدي» وايي چې د «نمر النمر» نوم به د سعودي له قونسلګرۍ پورې تړلی وي، او په خبره یې که نوموړې قونسلګرۍ هر ځای ته انتقالیږي د سړک نوم به یې په «شهید نمر النمر» بدلیږي.
د مشهد ښاروالۍ دا پرېکړه وروسته له هغه کوي چې تېره ورځ سعودي عربستان ۴۷ تنه له ترهګرۍ سره د تړاو په تور اعدام کړل چې یو له اعدام شوو کسانو څخه د «نمر النمر» په نامه شیعه عالم هم و.
ایراني چارواکي وايي چې له دې کار څخه یې موخه د نوموړي شیعه عالم د اعدام په وړاندې د اعتراض څرګندونه ده.
تېره ورځ په ایران کې د «نمر النمر» د اعدام په غبرګون پارېدلو مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي عربستان د سفارت او په مشهد کې د دې هیواد د قونسلګرۍ ودانۍ تر چور او تالان وروسته په اور وسوځولې.