افغانستان

د ملا تره خېل ساتونکو د پارلمان عسکر ډبولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي ملا تره خېل ساتونکو د پارلمان ساتونکی عسکر ډبولی دی.

د ولسي جرګې د نننۍ غونډې له پیل وړاندې د موټرو د ګڼه ګوڼې له امله د پارلمان ساتونکي عسکر د ملا تره خېل موټر ته د درېدو امر کړی دی، چې د ملا تره خېل غوسه يې را وپاروله او خپلو ساتونکو ته يې د دې عسکر د وهلو امر وکړ.

ډبول شوی عسکر د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی دی، خو ټپي کېدو يې د ملي شورا دواړو جرګو کې ناندرۍ راوپارولې.

د مشرانو جرګې رییس د ملا تره خېل دغه عمل وغانده او ټینګار يې وکړ چې دا پېښه باید بې پوښتنې پاتې نه شي.

ملا تره خېل چې تېر کال يې هم په څرخي پله سیمه کې ساتونکي د دو ولسي وګړو پر وژلو تورن شول، د کابل ښار د نا امنۍ یو عامل هم ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

بيسوادى غت مرض ده قانون پاسوى او بيا خپله دقانون دپاسه ولار وى.

احمد

ملا تره یوازې په خرتوب ښه پوهیږي، نور نو د انسانیت تمه مه ترې لرئ.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x