افغانستان

د ملي تدارکاتو کميسيون د ۵ ميلیارده افغانيو په ارزښت ۵۰ تړونونه منظور کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د و لسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کميسيون د پنځه ميليارده افغانيو په ارزښت ۵۰ تړونونه منظور کړل.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې په دغو تړونونو کې د پلخمري د الوان دښتې د بريښنا عمومي سټيشن، په پروان ولايت کې د اوبو رسولو ذخيرې جوړول، د کابل ښار د قلعه نجار د څلور لارې سړک پخول او د امنيه قومندانيو د تاسيساتو حفظ او مراقبت او د دفاع وزارت د سون توکو د برابرولو په ګډون ځېنې نور تړونونه شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دغه ناسته کې د معتادينو له پاره هم د درملني يو زر بستريز او هغوی ته د اوسېدو او خوراکي توکو، درملو او نورو اړتياوو برابرول هم شامل دي.

په دغه ناسته کې د اړوندو پروژو مسؤلينو ته سپارښتنه وشوه تر څو ددغو پروژو د سرته رسولو چارې پيل او په ښه او چټکه توګه يې پرمخ يوسې تر څو ډير ژر د خلکو د استفادې وړ وګرځي.

د يادونې وړ ده چې تېره مياشت هم دملي تدارکاتو کميسيون د څو بېلابېلو پروژو تړونونه منظور کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x