شعـــــرونه

غزل – مين زړګي ته مي خپه يمه له كاره و ووت

غزل
مين زړګي ته مي خپه يمه له كاره و ووت
لكه مات شوى شوخ بنګړى له شرنګهاره و ووت

زه ملامت يم كه مي زړه دى ملامت راباندي
ماله رخساره صبراوه دى له روزګاره و ووت

څنګه به چاته صفت وكړم دنامرده زړګي
چي داوربل په مينه تورمخ له دياره و ووت

خيركړې لاس به يې دچاترګريوانه ورسي
له ګناه ډك غافل زړګى مي له حصاره و ووت

پوهيږم نفس به يې ژركندې ته وغورځوي
دتوروشپوپه لورمي زړه له سپين سهاره و ووت

بلبلوخداى دپاره ځان سره احتياط كوئ نور
پرون مي وليد اوږد ښامارچي له چناره و ووت

نه چي تنهاباندي ځورېږمه شرمېږمه پرې
مه راته واياست چي زړګى دى له اقراره و ووت

دشرعي قانون منګول ته به يې سپارم الهام
زړه مي له نرخ سره يوځاى باغي له ښاره و ووت
2013/02/26

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x